جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد هرات-خواف اورپټلۍ تر دوو مياشتو جوړېږي

د هرات-خواف اورپټلۍ تر دوو مياشتو جوړېږي

تاند:(یکشنبه ،د ميزان ۱۷مه)‏‌ ‏د افغانستان د اورپټلۍ ادارې لپاره د طالبانو چارواکو ویلي،چې د هرات-خواف د اورپټلۍ د جوړېدو چارې به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې بشپړ شي.

د يادې ادارې په يوه اعلاميه کې راغلي،چې د دغې پټلۍ د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، ایران هم په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د يادې ادارې لپاره د طالبانو رييس مولوي بخت الرحمن شرافت ويلي،چې په دې اړه يې د ایران له اړوندو چارواکو سره هم خبرې کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه اداره د نورو ډېرو ادارو په نسبت فعاله ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...