کردان څوک دي؟ ولې پر څو هیوادونو ویشلي دي؟ ولې یو واحد دولت نه لري؟ په دې لیکنې کې د دغو پوښتنو په ګډون د کوردستان او کوردانو په اړه معلومات وړاندې کېږي.
د کوردانو لیکدود زموږ په شان عربي دی. په فارسي کې کرد او وطن یې کردستان لیکل کېږي خو په خپله کوردان یې په واو لیکي (کورد – کوردستان)، کوردان څو لهجې لري. د ژبې ځینې کلمې او آهنګ یې پښتو ته ډیر ورته دی. مثلاً شین او سور رنګ ته دوی هم سور او شین وايي.
د کوردانو شمېر
د کوردانو شمېر د ۲۰۱۵ له اټکل سره سم د ۳۰ میلیون تر ۴۵ میلیون ترمنځ دی. تر ټولو ډېر کوردان په ترکیه کې اوسي چې شمېر یې له ۱۴ میلیونو تر ۲۰ میلیونو پورې اټکلېږي. ورپسې ډیر کوردان په ایران کې ډېره دي چې شمېر یې له اته نیم میلیونو تر ۱۲ میلیونو پورې اټکل شوی دی. د ایران لږترلږه د درو ولایتونو اکثریت وګړي کوردان دي. په عراق کې د کوردانو شمېر د پنځه نیمو او اته نیم میلیون ترمنځ دی. په سوریه کې له دوه نیم تر نژدې څلورو میلیونو پورې اټکل کېږي. په جرمني کې شاوخوا یو نیم میلیون کوردان مېشت دي. پر دې سربېره د سیمې او نړۍ په ګڼو نورو هیوادونو کې هم کوردان دیره دي.
په وروستیو کلونو کې کوردانو په سیمه کې په روانو پرمختګونو کې خپل اغیز زیات کړی، دوی د ترکیې خلاف له کلونو راهېسې د کورواکۍ یا حتي خپلواکۍ لپاره جګړه کوي، همدارنګه په عراق او سوریه کې په ځانګړې توګه د داعش وسلوالو خلاف جګړه کې مهم رول لوبوي.
کوردان د پخواني بین نهرین د سیمې د هوارې او غرونو بومي اوسیدونکي دي. دا سیمه په اوسني وخت کې د ترکیې جنوب ختیځ، د سوریې شمال ختیځ، د عراق شمال، د ایران شمال لویدیځ او د ارمنستان جنوب لویدیځ ګڼل کیږي. دا هماغه سیمه ده چې کوردانو په کې له پیړیو راهېسې د کوچیتوب ژوند کړی.
په بیلابیلو هیوادونو د ګوردانو د ویشل کیدو له کبله دوی اوس له یو بله په ټولنیز ژوند کې لرې شوي دي، خو لا هم کوردان شریکې ژبې، شریک کلتور سره نژدې او د یو بل خواخوږي ساتلي دي.
کوردان قبایلي ژوند لري، غرنيو او لرې پرتو سیمو کې یې ګڼ خلک له زده کړو، سواد، روغتیايي اسانیتاوو او د ژوند له نورو ښیګڼو بې برخي دي.
زیاتره کوردان سني مسلمانان دي، خو کم شمیر یې په نورو مذاهبو باور لري.
د شلمې پیړۍ په پیل کې د منځني ختیځ ګڼو کردانو د ” کوردستان “ په نوم د یو خپلواک هیواد د جوړیدو په اړه فکر کاوه. کله چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې عثمامي امپراتوري ماتې وخوړه، په ۱۹۲۰ م کال کې په شوي تړون کې د کوردانو لپاره د یو دولت وړاندوینه شوې وه. خو درې کاله وروسته د کوردانو د یو خپلواک دولت لپاره هیلې هغه مهال له منځه ولاړې چې د ”لوزان په تړون“ کې چې د معاصرې ترکیې پولې په کې وټاکل شوې د کوردانو د دولت لپاره ځای په نښه نه شو او کوردان د سیمې په هیوادونو کې د ویشلو اقلیتونو په توګه پاتې شول. له هغې په راوروسته اتیا کلونو کې په ترکیه، ایران، سوریه او عراق کې د کوردانو له خوا د خپلواکۍ لپاره هر ډول هڅې د دې هیوادونو د دولتونو له خوا په بې رحمۍ ځپل شوې دي.
کوردانو د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پایه پورې، چې عثماني امپراتوري ونړیده، تر ډیره د کوچیتوب ژوند درلود او په سیمه کې له یو ځایه بل ځای ته کډه کیدل، خو دا مهال کوردان د سوریې د نفوس په سلو کې لس د ترکیې د نفوسو په سلو کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ ، د عراق د نفوسو په سلو کې ۱۹ او د ایران د نفوسو په سلو کې ۱۰ برخه جوړوي او تکړه هنرمندان، لیکوال او پوهان لري. د ترکیې تر ټولو مشهور سندرعاړی ایراهیم تاتلش او د ایران تر ټولو مشهور سندرغاړي لکه شهرام ناظري او شجریان په خټه کورد دي.
که څه هم دوی ته په ترکیه اوایران کې په خپله ژبه د زده کړو او نشریاتو اجازه نه ورکول کېږي خو جلاوطنو کوزدانو ګڼ شمېر تلویزیونه جوړ کړي او د خپلې ژبې لپاره کار کوي. خو لهجوي اختلاف د کوردي ژبې د پرمختګ مخه ډب کړې ده.
د ترکیې د دولت او د دې هیواد د کوردانو ترمنځ له کلونو راهېسې ژوره شخړه ده. له نسلونو راهيسې په ترکیه کې دولتونو له کوردانو سره سخت چلن کړی. په ۱۹۲۰ او په ۱۹۳۰ کلونو کې ګڼ کوردان له یو ځایه بل ته واستول شول، پر کوردي نومونو او دودونو بندیز ولګید. د کوردي ژبې په کارولو محدودیت ولګول شو او ان د یو توکم په توګه د کوردانو هویت رد شو، او دوی ته یې (غرني ترکان) وویل. په ۱۹۷۸ م کال کې عبدالله اوجالان د ترکیې دننه د خپلواک دولت د جوړولو لپاره د کوردستان د کارګر ګوند جوړ کړ، شپږ کاله وروسته دې ډلې وسلواله مبارزه پيل کړه. له هغې راوروسته په دې شخړه کې تر څلويښت زره زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور کډوال شوي دي.
په ۱۹۹۰ کال کې د عبدالله اوجالان په مشرۍ د کوردستان کارګر ګوند (پي کې کې) د خپلواکۍ غوښتنه پرېښوده، خو په ترکیه کې دننه یې د زیاتې کلتوري او سیاسي کورواکۍ او ازادیو لپاره جګړې او مبارزې ته دوام ورکړ.
په ۱۹۹۹ م کال کې ترکیې چارواکو عبدالله اوجالان د کینیا په پلازمینه نایروبي کې ونیوه. په ۲۰۱۲ م کال کې یې ورسره زندان کې د سولې خبرې پیل کړې په ورپسې کال کې د ترکیې دولت او د کوردستان کارګر ګوند پر اوربند سلا شول، همدارنګه د ترکیې په کوردي سیمو کې کردانو ته یو لړ ازادۍ ورکړل شوې، خو په ۲۰۱۵ م کال کې په عراق او سوریه کې د داعش په وړاندې د نورو کوردي ډلو له له راپورته کیدو سره د ترکیې د کوردانو او د ترکیې د دولت ترمنځ هم اوربند مات شو او بیرته له یو بل سره په جګړه وواښتل.
کوردان د سوریې د وګړو په سلو کې لس برخه جوړوي. د ۲۰۱۱ م کال کې د بشار الاسد د رژیم خلاف له پاڅونونو نه مخکې ګڼ کوردان د سوریې په لویو ښارونو دمشق او حلب کې اوسیدل. همدارنګه د کوباني په شاوخوا، افرین او شمال ختیځ ښار قمیشلي کې کوردان میشت دي. د سوریې کوردان هم له اوږدې مودې ځپل شوي، لومړني حقونه یې د سوریې دولت نه دي ورکړي او د کوردانو د عربي کولو په هڅه کې یې د دوی سیمې او مځکې عربو قبیلو ته ویشلي دي. د سوریې د کورنۍ جګړې په لومړیو دوو کلونو کې کوردانو نه د حکومت او نه هم د یاغیانو پلوي کوله، خو کله چې حکومتي ځواکونه د دوی له سیمو د دې لپاره چې په نورو سیمو کې د یاغیانو پر ضد وجنګیږي ووتل، کورادنو په سوریه کې د خپلو سیمو کنټرول په لاس کې واخیست او دا مهال دهلته پراخ نظامي او سیاسي حضور لري او همدارنګه د عراق او ترکیې له کوردانو سره اړیکې لري.
په اټکلي توګه کوردان د عراق د وګړو په سلو کې له ۱۵ نیولې تر ۲۰ پورې برخه جوړوي. عراقي کوردانو په تاریخي لحاظ د هغو کوردانو څخه چې په ګاونډیو هیوادونو کې میشت دي ډیر حقونه تر لاسه کړي. خو پرلپسې ځپل شوي هم دي. د عراق په شمال کې کوردانو د بریتانوي واکمنۍ پر ضد پاڅون وکړ خو وځپل شول. په ۱۹۴۶ م کې مصطفی بارزاني د کوردستان ډيموکراټیک ګوند جوړ کړ او په عراق یې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله، په عراق کې د ۱۹۵۸ کال له انقلاب وروسته د دې هیواد کوردي سیمې ته یو لړ حقونه ومنل شول خو د بغداد حکومت یې خپلواکي ونه منله. په ۱۹۶۱ م کال کې بارزاني د خپلواکۍ لپاره وسلواله جګړه پيل کړه. په ۱۹۷۰ م کال کې عراقي حکومت سره د عراق په شمال کې د کوردستان په نیمه خپلواکه سیمه جوړجاړي ته ورسیدل خو دا موافقه په ۱۹۷۴ م کال کې بیرته ختمه او جګړه بیرته پيل شوه. یو کال وروسته جلال طالباني چې هغه مهال د کوردستان د ډیموکراټ ګوند غړی و له دې ګوند ووت او جلا کردي ګوند یې جوړ کړ. په اویایمه لسیزه کې د بغداد حکومت په هغو سیمو کې د عربو د میشتولو لړۍ پیل کړه چې کردان په کې اکثریت وو. په ځانګړې توګه د تیلو په بډای کرکوک ښار کې او کردان په زور نورو ځایونو ته واستول شول. په ۱۹۸۰ لسیزې کې د ایران او عراق د جګړې پر مهال د کوردانو زپنې نور هم زور واخیست، په دې جګړه کردانو د ایران ملاتړ کاوه. په ۱۹۸۸ م کال کې صدام حسین د کردانو خلاف زپوونکي پوځي کمپاین پیل کړ چې په ترڅ کې یې په ”حلبچه“ کوردي ښارګوټي کې کیماوي زهرجن ګاز وکاروه.
کله چې عراق د ۱۹۹۱ م کال د خلیج په جګړه کې ماتې وخوړه، د مصطفی بارزاني زوی مسعود بارزاني د کوردانو د بغاوت مشري کوله چې د صدام حسین له خوا یې پر ضد سخت اقدامات روان وو. هغه مهال امریکا او متحدانو یې د کوردانو د ژغورنې لپاره د عراقي کوردستان سیمه د الوتنو لپاره ممنوع اعلان کړه او دغلته کوردان واتونیدل چې د صدام له بمباریو په امن شي او په نیمه خپلواکۍ کې ژوند وکړي. وروسته په ۱۹۹۴ کې مسعود بارزاني او جلال طالباني په مشرۍ د دوو کردي ډلو ترمنځ دا سیمه کورنیو شخړو وزپله.
د عراق د کوردستان نیمه خپلواکه سیمه د پیشمرګه په نوم سل زره کسیز ځواک لري چې ددې سیمې ساتنه کوي. په دې ځواک کې د کردي ښځینه سرتیرو موجودیت د پیشمرګه ځواکونو د نړیوال شهرت سبب شوی دی.
په کورد کلتور کې ښځې د سړیو سره یو ځای کار کوي. هغه که په غرونو او کروندو کې کارونه وي او که جګړه وي.
د کوردستان د خلکو ډیموکراټ ګوند او د جلال طالباني په مشرۍ بل کردي ګوند په ۲۰۰۳ م کال کې پر عراق د امریکا د یرغل ملاتړ وکړ او د صدام حسین د رژيم تر نړیدو وروسته جلال طالباني څو کاله د عراق ولسمشر او بارزاني د عراقي کوردستان د خپلواکې سیمې مشري کوي.
په ۲۰۱۴ م کال کې چې د عراق زیاتې برخې داعش وسلوالې ډلې لاندې کړې، د مسعود بارزاني په مشرۍ د کوردستان سیمه ایز حکومت دغلته د داعش څخه د کردي سیمو د بیرته نیولو لپاره پیشمرګه ځواکونه واستول او د کردستان پارلمان څخه یې وغوښتل چې د بشپړې خپلواکۍ د یوې ټولپوښتنې پلان جوړ کړي. د ۲۰۱۶ م کال په فیبرورۍ کې مسعود بارزاني چې په ۲۰۰۵ م کال کې د کردستان د نیمه خپلواکې سیمې مشر وټاکل شو، د خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې غوښتنه بیا تکرار کړه.
ترکیه او ایران ویره لري چې د عراق په شمال کې په کردي سیمه کې د خپلواکۍ ټولپوښتنه به د دوی په هیوادونو کې میشت کرد اقلیتونه هم د خپلواکۍ د غوښتنې لپاره چې لا دمخه یې کوي نور هم وهڅوي، په همدې خاطر ترکیې، ایران او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ترڅنګ په یوه ځانګړې غونډه کې د عراق په کوردستان کې د خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې سخت مخالفت وکړ او خبرداری یې ورکړ چې پر ضد به یې اقدامات وکړي. له ټولپوښتنې وروسته، چې کوردانو د خپلواکۍ په ملاتړ کې رایې ورکړې، عراقي پوځ پر موصل برید وکړ او د کوردستان چارواکي یې اړ کړل چې د خپلواکۍ له غوښتنې تیر شي.
ماشاالله څه يو روان نثر!
تاريخي پېښې او ځمکني حقايق داسې ښيي چې چا د زاړه لوی استعمار پر وړاندې مقاومت کړی، نو هغوی ښه ورځ نه ده لرلې. موږ هم د زاړه استعمار پر وړاندې درې ځلې سر راپورته کړی او جنګېدلي يو، نو حال مو هغه دی چې يوه کرښه راباندې راوتپل شوه او تر ننه ترې لا کړيږو. کردانو هم د صلاح الدين ايوبي او هم د عثماني خلافت په وخت کې زيات مقاومت وکړ، نو پايله يې دا شوه چې کردستان په ترکيه، سوريه، عراق، ايران و ارمنيا کې ووېشل شول. نوی عراق رامينځته شو او دا دی چې د صدام حسين په وخت کې يې د هغه په خلاف هم په دې تمه وکارول شول چې جلا کردستان به ورته جوړوي، خو تر ټولو سخت مخالفت يې ترکيه وايران وکړ او هغه ټاکنې يې هم ورته کومه ګټه ونه کړه او بيرته يې له عراقي حکومت سره ونښلول.
زموږ هم همدغه شان دی چې د روسانو په خلاف يې د پکستان د بقا لپاره وجنګولو. له جهادي پيره تر دې بيره خو مو هېڅ ګټه ونه کړه. نه مو استقلال لاسته راوړ، بلکې لا زياتي په سيمه ييزه او نړيواله کچه منزوي هم شولو، خو هېڅوک مو په رسميت هم نه پېژني.
مننه له معلوماتي لیکنې
کردان یوه بله ښېګڼه دا لري چې د دین کیسه کې چندان ندي ځکه هوښیار او نېشنلېست دي پدې توګه خپلو ملي ګټو ته کار کوي. پنجاب او انګلیس پښتون ځکه ډېر مذهبي کړ چې بې عقل شي او په عربي تریاکو یې روږدی وساتي