Homeخبرونه‏ط لبانو د طلوع نیوز دوه خبریالان نیولي

‏ط لبانو د طلوع نیوز دوه خبریالان نیولي

تاند ( یکشنبه د غویي ـ ثور ۲۰مه) افغانستان کې د طالبانو حکومت پر خبریالانو د فعالیت کړۍ ورځ نه بلې ته تنګوي.

تازه طلوع نیوز په يو خبر کې تایید کړه چې د دغې رسنۍ دوه خبریالان، دانش او منصور نیازی، په کابل ښار کې نیول شوي دي.

تر دې تائید وروسته د طالبانو تر بياځلي تهدید وروسته طلوع نیوز هغه خبر لرې کړ په بل خبر کې یې ليکلي چې توقیف شوي دي.

که څه هم تر اوسه د دغو خبریالانو د نیول کېدو دقیق لامل نه دی څرګند شوی، خو طالبانو یادې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې: «له اړوندو قانوني پړاوونو وروسته به په دې اړه جزییات شریک کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د یادې رسنۍ مسول فريد الله محمدي څه موده وړاندې د طالبانو په منځ کې ډاډ ورکړی وو چې په افغانستان کې تر جمهوریت رسنیو ډېره ازادي ورکړل شوې، چې د نوموړي د هماغه خبرو پر مهال هم دده يو همکار د طالبانو په بند کې وو.

په افغانستان کې د خبریالانو بيا بيا ځلې نیول کېدو د رسنیو ملاتړ بنسټونو د خبریالانو پر خوندیتوب او د مالوماتو د لاسرسي پر ازادۍ ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې هم د بېلابېلو رسنیو کارکوونکي د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوي، چې لا هم په د طالبانو په بند کې دي او جرمونه یې نه دی څرګند شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...