پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبپه داستاني ادبیاتو کې صحنه| عبدالحلیم عزیزي

په داستاني ادبیاتو کې صحنه| عبدالحلیم عزیزي

Notهره کیسه د صحنو ټولګه ده. که یوه کیسه له دېوال سره تشبیه کړو نو صحنې له هغو خښتو سره تشبیه کولای شو چې همدا دېوال ورنه رغېدلی دی. په تیاتر کې د هر هغه عمل ننداره د ډرامې یوه صحنه بولو چې په واحد زمان او مکان کې وي. کله چې د پېښو زمان او مکان بدلېږي، صحنه هم ورسره بدلېږي. په تیاتر کې معمولا د پردې د راکوزېدو، له سټېج څخه د څو شېبو په مخه د ممثلانو د وتلو او یا چوپتیا په وسیله له یوې صحنې څخه بلې ته اوړو. همدا د صحنې اصطلاح د کیسې بحث ته هم راغلې ده. په کیسو کې  هغه څه ته صحنه وایو چې په واحد زمان او مکان کې پېښېږي او لوستونکي ته په مسقیم ډول وړاندې کېږي. (غضنفر، مقاله، تاند ویبسایټ)

په کیسه کې د صحنې( دقیق وخت او ځای) سمه کارونه د داستان په ښه والی او بدوالي مستقیم تاثیر لري.

که چېرې په داستان کې صحنه سمه وکارول شي، دقیق وخت او ځای ته پاملرنه ډېره شي داستان به مو لوړ او کامیاب وي. لکه: د پښتو ژبې تکړه داستان لیکونکی مصطفی سالک چې په خپل یو ناول پاتې شه باران دی کې وایي: زرینه راننوته څانګه یې ښکل کړه د څو اونیو تږې وه، د شونډو بې واکه خرپ یې د ټولګي په شور کې داسې وبرېښېده لکه تنکۍ څانګه چې د مرغانو د سیل تاب رانه وړي، ماته شي او سندریز غږ یې په شنه ځنګله کې تر لرې، لرې خپور شي.

په داستاني ابیاتو کې چې کله یو لیکوال یو داستان یا کیسه لیکي، نو ضرور به له صحنې سره مخ کېږي، چې همدغه صحنه د داستان له مهمو عناصرو څخه ده، ځکه هیڅ حادثه بدون د ټاکلي وخت او ځای څخه نه رامنځته کېږي او همدغه ټاکلی وخت او ځای چې حادثه پکې رامنځته کېږي د داستان صحنه بلل کېږي.

د داستاني ادبیاتو لیکوالو په مختلفو اصطلاحاتو او نومونو؛ لکه: (( قرارګا))، (( زمینه))، (( د پېښې ځای))، ((موقعیت)) او (( وخت او ځای )) د داستان صحنې را معرفي کړې دي. په دغه برخه کې به ځنې تعریفونه د صحنې په رابطه ګټور تمام شي؛ لکه: صحنه ((زمینه، د پېښې وخت او ځای، نظامي هوايي ډګرونه، د اتلانو د نمایش میدان، او د توتیو طرحه ده.))  او (( قرارګا په داستانونو کې د وخت یا موقیت د عنصر په حیث تعریفېږي اما د ځای په وخت، روزمره موقعیت او ځنې هغه موضوعات لکه: بېرون هوا، د اتاق هغه ځای چې په هغه کې حادثه رامنځته شوې ده هم یادېږي. (عنصر صحنه در مقامات حریری و حمیدی، ص۱۳)

په پورته موضوعاتو کې دقت کول دا راته په ګوته کوي، چې لیکوال د دغو عناصرو په واسطه داسې یوه فضا رامنځته کوي، چې لوستونکی په مستقیم ډول د داستان نړۍ‎ ته داخل کړي او هلته حادثې او د شخصیت عمل واورې، ویې ګوري تر څو لوستونکی داسې فکر وکړي چې دغه حادثه په سترګو ویني.

له پورته موضوعاتو څخه معلومېږي، چې صحنه په داستان کې درې مهمې دندې لري:

۱ـ د خلکو د ژوند لپاره د ځای پیدا کول او په داستان کې د پېښو بهیر.

۲ـ په داستان کې د فضا (حال او هوا) او رنګونه پیدا کول.

۳ـ د داسې یو محیط رامنځته کول، چې که چېرې د خلکو په سلوکو او د پېښو په رامنځته کېدو کې ژور بدلون رانشي، حد اقل چې د هغه په نتیجه کې مثبت تغیرات راولي.

په ټوله کې ویلای شو چې په داستاني ادبیاتو کې غوره صحنه د داستان کشش زیاتوي، فضا او رنګ د داستان (Atmosphere) رامنځته کوي، کریکټرو ته زیاته وده ورکوي، د هغوی خبرې او نظریات په ژوندي تصویر کې وړاندې کوي او حقیقت ته د (Verisimilitude) داستان په شکل تقویت ورکوي.

نن سبا، چې د ټولنپوهنې علم ډېره وده کړې ده، لېکوالان د ټولنې تاثیرات په داستان باندې ډېر ګني او اهمیت ورکوي، نو په همدې خاطر په داستان کې ښه صحنه کارونه د داستان پر اهمیت او منلو باندې مستقیم تاثیر کوي. (عنصر صحنه در مقامات حریری و حمیدی، ص۱۴)

۱ـ د صحې جوړونې لارې، چارې (settins)

د لوستونکو لپاره د صحنې د انتقال او د داستان د چاپېریال او فضا لپاره دوې لارې وجود لري:

۱ـ الف ـ د خلاصې (summary) او یا لنډیز لاره

۱ـ ب ـ د ننداریزې صحنې  (scene) لاره

په لومړۍ لاره (طریقه) کې د لوستونکو لپاره د داستان د انتقال چاپېریال د صفت (Description) له لارې ترسره کېږي. په دغه طریقه کې د پيښې هغه اصلي واقع کېدونکی ځای په بیل ډول د داستان د عناصرو څخه ستایل کېږي.

په دوهمه لاره او طریقه کې د داستان صحنه کاملاً د کریکټرونه د خبرو اترو له لارې لوستونکي ته انتقالېږي. د شور، زوږ او په لوستونکو کې دبدبه د دغې طریقې لویه ښېګڼه ده.

په دغه دواړو طریقو کې هره یوه یې، د ضعف او قوت نقطې لري: په ننداریزه صحنه جوړونه کې زایاتې فضا او کلماتو ته ضرورت دی… د نظریاتو او مسېجونو انتقال پکې سخت دی او په سرعت سره لوستل او زده کېږي په داسې حال کې چې د متن یو لنډیز کمې فضا او کلماتو ته اړتیا لري، له نطریاتو سرههماهنګي او په کراره لوستل او درک کېږي.

په همدې خاطر د دغې دوو طریقو زده کول د لوستنکو لپاره د یوې مناسبې داستاني فضا سبب ګرځي. (عنصر صحنه در مقامات حریری و حمیدی، ص۱۵)

۲ـ د صحنې توکي (اجزا)

هر هغه شی چې په صحنه کې موجود وي د صحنې اجرا بلل کېږي مثلاّ: د بویولو، لیدلو، اورېدولو، لمس کولو او داسې نور شیان چې په یوه داستاني صحنه کې موجود وي، د صحنې توکي یا اجزا بلل کېږي. (مقاله صحنه و صحنه پردازي، ۱۳۹۵، ص۵)

د صحنې دغه توکي یا اجزا باید په داستان کې په سم او درست شکل سره وکارول شي، تر څو د داستان پوخوالی او کره والی دقیق او خونداور شي. ډېر داسې داستانونه شته، چې د همدغې توکو د ناسمې کارونې له امله د لوستونکو تر نظر نه ورځي او بې ارزښته یې بولې، که څه هم هغه داستان به یو لوړ داستان وي، خو د دغو توکو د ناسم استعمال له وجې به یې ارزښت کم وي.

مثلا:

که چېرې یو نفر(کرکټر) غمجن وي، صحنه هم باید د هغې د تبعې سره سمه خواشنوونکې او زړه دردوونکې وي؛ ځکه چې یو انسان ته که د غم په وخت کې هر څومره د خوښیو څیزونه وړاندې کړې، بیا هم په هغه تاثیر نه کوي او ده ته تر ټولو ښه او غوره محیط هم د غم او درد څخه ډک ښکاري. غواړي چې غمیزه صحنه وګوري، نو پکار ده چې یوه دردوونکې صحنه ورته وړاندې شي او د دې بر عکس هم باید همداسې وشي. په دې برخه کې هم د ښاغلي سالک په ناول کې یوې بلې صحنې ته اشاره کوو، چې د چکر په وخت یې د یو کلي څومره ښکلې صحنه جوړه کړې ده دی وایي: «مازیګر، مازیګر یوه کلي ته ورسېدو د لمر سترګه دیوې شنې څوکې په نښترو کې داسې ښکاریده لکه ناوې چې شین شال پر مخ هوار کړی وي او زرینه ټیکه یې له حیا ډکې پلوشې شیندي شپانه شپېلۍ په لاس د خپلو رمو سره د آبادۍ په خوا را روان و، د وړو وړر ورکیو د پښو ترپکې او د غرنیو ویالو نغمې یو ځای کېدې د تنورو په پيرزویی لوګیو کې تاوېدې، له هسکو څوکو یې خولې اخیستې او په نامعلوم لوري یې خاموش پړاوونه وهل».

د یادولو وړ ده، چې په داستاني صحنه کې باید مستقیم یادونه ونشي، په ځانګړي ډول د داستان په سر کې. مثلاُ که چېرته موږ لومړی د یوې هټۍ یادونه کوو او وروسته یې موقعیت ذکر کړو دې ته یوه مستقیمه یادونه وايي، چې له دې کار څخه باید د داستان په پیل کې ډډه وشي او یا هم که چېرته موږ د یوه پخواني کلي فلم ګورو، مخکې له دې چې فلم وګورو د هغه کلي یو داسې انځور چې په هغه کې د کلي بېلا بېل د ژوندانه اړخونه موجود وي راوښودل شي، دې ته هم یو مستقیم یادونه وايي.

مستقیمه یادونه کوم ځانګړی وخت نه لري او ډېر د ځای توکي راښیي. په ننداره کې د صحنې له مستقیمې یادونې څخه د نندارې په پیل کې استفاده کېږي، تر څو خلکو ته وښودل شي چې نمایش په کوم ځای کې ترسره کېږي، چې دې ډول یادونې ته په ننداره کې د صحنې تشریح وايي.

په داستان کې یو لیکوال د صحنې تشریح ته اړتیا نه لري، لیکوال کولای چې مکاني ځانګړتیاوې د اجرا په وخت کې، چې همغه د صحنې ځای دی، لوستونکو ته وړاندې کړي، چې دغې طریقې ته غیر مستقیمه یادونه ویل کېږي. غوره دا ده چې په داستانونو کې غیر مستقیمه یادونه وشي، معلومات په داستان کې تقسیم شي او هغه اساسي ځانګړتیاوو، د صحنې لاسته راوړنې او کریکټر ته اشاره وشي. (مقاله، صحنه وصحنه پردازي در داستان)

په یادونې سره باید یو لیکوال لوستونکي ته نوي معلومات وړاندې کړي، داستان لیکونکی د خپل داستان د جملو جوړولو لپاره ډېر زیار باسي، هر يوه له دغو جملو څخه د داستاني معلوماتو په هدف لیکل کېږي، اما مخکیني معلومات باید بیا تکرار نشي.

مثلاَ، کله چې په یوه یادونه کې څپه، سیند یا ساحل ته اشاره وشي او لوستونکی پو شي، چې دغه ځای سیند ته نژدې دی، لیکوال اړ نه دی، چې داسې معلوماتو دوه ځلي ذکر کړي، یعنې یو داستان لېکونکی د کل یوه جز ته اشاره کوي او د اورېدنکي یا لوستونکي په ذهن کې د هماغه کلي مفهوم ‌ذهن ته راځي. مثلا، کله چې په داستان کې لولو « کله چې استاد ټولګي ته راغي، شاګردان په خپلو ځایونو کې ودرېدل…» په حقیقت کې مو د ښوونځي موقعیت ته اشاره کړې، استاد او شاګرد د ښوونځي یو جز دی او ښوونځی د کلي مفهوم په شکل راغلې ده.

یادونه یا اشاره کولای شي چې داستان حقیقت ته نیږدې کړي. (مقاله صحنه و صحنه پردازي، ص ۸)

۳ـ په داستان کې د صحنې ارزښت

په داستاني ابیاتو کې چې کله یو لېکوال یو داستان یا کیسه لیکي، نو ضرور به له صحنې سره مخ کېږي، چې همدغه صحنه د داستان له مهمو عناصرو څخه ده، ځکه هیڅ پېښه بدون د ټاکلي وخت او ځای څخه نه رامنځته کېږي.

له پورته بحث څخه معلومېږي چې په داستان کې صحنه اړینه او ضروري ده، ځکه چې پرته له صحنې داستان نه رامنځته کېږي، همدغه صحنه ده چې داستان ته ارزښت ورکوي. که چېرې په داستان کې صحنه په سم او منظم شکل سره وکارول شي، د داستان لوړوالي او کره والي به زیات کړي. د لوستلو او اورېدلو چانس به يې زیات شي او که چېرې سمه صحنه ونه کارول شي، نو په دې مصروفه نړۍ کې چې خلک ډېر مصروف او زیات وخت نه لري، که ستا د داستان صحنې بې خونده او تکراري وې نو لوستلو ته به یې زړه ښه نه کړي.

په داستان کې صحنې باد جالبې، جذابې، ژوندۍ، کره، مستقیمې او په مناسب وخت او ځای کې وکارول شي، ترڅو په لوستونکي کې جذبه پیدا کړي او دې ته و هڅول شي تر څو داستان تر پایه ولولي. ښه صحنه د داستان د تلوسې ساتنې تر بل هر عنصر ډېره ګټوره ده.

په پای کې ویلای شو، چې په داستان کې د سمې صحنې کارول تر ټولو اړینه خبره ده. هره صحنه باید په خپل وخت او ځای وکارول شي، که په یوه داستان کې ډېرې صحنې راغلې وي د صحنو تر منځ باید منظم ترتیب او سمون موجود وي.

هغه صحنې چې په منطم ډول کارول شوې وي، لېکوال یې په انتخاب او سمونه کې زیار ایستلای وي، خلکو ته یو منظم او زړه راښکونکی تصویر وړاندې کړي، تر ډېره به د لوستونکي په ذهن کې پاتې شي، خو د دې بر عکس به صحنه د یوه محدود وخت لپاره د لوستونکي په ذهن کې پاتې شي. د صحنې لپاره زیار ایستل دقیقه او پر ځای سمه صحنه کارول د داستا په اعتبار او قوت باندې مستقیم تاثیر کوي او د داستان اعتبار، لوړوالي او قوت زیاتوي.

ماخذونه:

۱ـ گفتار 15 -صحنه و صحنه پردازی، شانه خبري ویبسایټ، ۱۳۹۵

۲ـ غضنفر، اسدالله، جوجو ته کتنه، تاند ویبسایټ، ۲۰۱۴

۳ـ جمشیدي، لیلا، عنصر صحنه در مقامات حریری و حمیدی، مقاله ګوګل، ۱۳۷۸

۴ـ سالک، مصفی، پاتې شه باران دی ناول، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶ل

د لوړو زده کړو وزارت

د کابل پوهنتون

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي

پښتو څانګه

په داستاني ادبیاتو کې صحنه

ترتیب کوونکی: عبدالحلیم عزیزي

لارښوود استاد: دوکتور اجمل ښکل

ټولګی: څلورم ب

کال…………………………………… ۱۳۹۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب