اتللو د برتانیا د ستر او منلی شاعر او ننداره لیکونکی ویلیام شکسپیر ، له څلورګونو او تراژیدي نندارو څخه ده.
شکسپیر په خپل لنډ ژوندانه کې د نه ستړي کېدونکو هڅو او هلو ځلو په توسن، د نړۍ د سترو شاعرانو او ننداره لیکونکو له ډلې څخه وشمېرل شو.
د شکسپیر نوموتي آثار دا دي: املت، اتللو، رومیو او ژولیت او مکبث او ونیزي سوداګر.
شکسپیر په نوموتې تراژیدي (اتللو) کې، یوه ژوره او سپیڅلې (مینه) انځور کړی، چې د یوې بې ځایه کینې له امله په وینو لړل کېږي. اتللو یو پاک، مهربانه، زړور او رښتیانی مین او یو غیرتي او دروند میړه دی، چې په خپل ژوند کې له ډېرو ستونزو او سختیو سره مخامخ شوی او ټول یې په ډېره حوصله زغملي دي؛ خو د خپل شرف په سپینه لمن د بې ننګۍ تور داغ نه شي زغملی. همدا تعصب او له شرافت او ښه نامه سره د ده لیونۍ مینه د دې باعث کېږي، چې خپله پاکه او آسماني مینه یا په بله ژبه خپله پاکه، ښکلۍ او وفاداره ښځه له لاسه ورکړي.
د اتللو د اوږدې نندارې دا لنډیز د بل برتانوي لیکوال (چارلز لمب) د کیسې له مخې برابره او ژباړل شوې
——————–
د ( ونیز) یو لوی سړی چې (بربانتو) نومید او د ښاري شوری وکیل و، د (دزدمونا) په نامه یوه داسې ښایسته پیغله لور درلوده چې په ښکلا ، نازکتوب او هوښارۍ کې د ښار تر ټولو پیغلو مخکې او وتلې وه. له هغه ځایه چې (دزدمونا) ته په خپل بیساري ښایست سربېره، د پلار تر مړینې وروسته ډېره شتمنۍ هم پاته کیده؛ ځکه یې ګڼ شمېر ریباران درلودل، چې ټول د ښار شتمن او د سترو کورنیو خلک وو ؛خو ښکلې پیغلې یوازې (اتللو) ته ارزښت ورکاوه.
دې میلمستیاګانو ورو– ورو د اتللو او دزدمونا په زړونو کې، د نژدیوالي او ګرانښت داسې یو خوندور احساس وپاراوه، چې لنډه موده وروسته په یوه لیونۍ مینه بدل شو.
اتللو د ونیز په پوځ کې سرتیری و؛ خو ژر د زړورتیا، میړانې او لیاقت په توسن، د افسر په توګه وټاکل شو.
د اتللو ټوله ځواني د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې په ګرزېدو او د تجاربو په غوڼدولو تېره شوې وه.
کله به چې اتللو ښکلې دزدمونا ته، د خپلو سفرونو د ستونزو او کړاوونو په هکله لنډې- لنډې کیسې کولې، دا به هومره لیواله شوه چې له کار او ژوند څخه به یې لاس ونیول. دا لیوالتوب ورو– ورو په یوه سوزنده مینه بدل او دواړو د بربانتو له اجازې پرته واده وکړ.
بربانتو څه موده وروسته د خپلې لور په واده خبر شو. ده چې د خپلې لور د راتلونکي ژوندانه د هوساینې او نیکمرغی د پاره ډېر ارمانونه درلودل، هومره په غوسه شو چې ښاري شوری ته په غرض ورغی او وې ویل چې دې مراکشی تورپوستی ځوان، د ده لور په کوډو تېرایستی ده.
لومړی دا چې د یوه تکړه افسر په توګه له قبرس څخه د دفاع چارې په غاړه واخلي او بل دا چې د دزدمونا د تیرایستنې په تور محاکمه شي. د محاکمې په بهیر کې څرګنده شوه، چې اتللو یوازې د مینې په تور نیول شوی؛ ځکه دزدمونا د قاضیانو په وړاندې وویل چې اتللو پری ګران دی او په خپله خوښه یې واده ورسره کړې دی. بربانتو پړ شو، اتللو یې وغوښت او د پښیمانۍ څرګندولو په ترڅ کې یې د هغه په غوږ کې وویل: شکر چې له دزدمونا پرته بله لور نه لرم او که نه له کوره به مې بهر ته وای پرېښې!
ځوان کاسیو په صورت او سیرت دواړو ښکلی او پاک انسان و.
اتللو له ډېرې مودې راهیسې کاسیو د ملګرتیا له پاره ټاکلی او هومره پرې ډاډه و، چې دزدمونا ته یې د خپلې مینې ځینې لومړني پیامونه، د ده په لاس هغې ته استول. له همدې امله ځوان کاسیو په دزدمونا باندې هم د ورور په شان ګران و او حتی د اتللو په مخ کې یې له ده سره ټوکې ټکالې کولې.
د اتللو له خوا ځوان کاسیو ته د واک سپارل، په یو پخواني افسر چې (یاګو) نومید او ځان یې تر کاسیو ډېر پوه، زړور او غیرتي ګاڼه، بد ولګیده او پرېکړه یې وکړه چې له دې مراکشي پوځي قوماندان څخه کسات واخلي. یاګو د مخه هم له ده سره کینه درلوده او فکر یې کاوه چې اتللو د ده له ښځې سره پټې اړیکې لري.
یاګو د اتللو، دزدمونا او کاسیو په ژوند کې تر ژورې څېړنې وروسته، په دې پوه شو چې که د مراکشي قوماندان په وجود کې د کینې او حسادت څپې وپاروي، د سوزنده اور لمبې به یې اتللو، دزدمونا او کاسیو دری واړه خاورې ایرې کړي. یاګو چې د دې توطیې د عملي کولو د پاره شیبې شمیرلې، د قبرس د سولې او خيلواکۍ د جشن په شپه ځوان کاسیو ته شراب ورکړل. یاګو مخکې یو افسر پوهولی و چې له کاسیو سره يه داسې مسایلو خبرې وکړي چې د هغه نه خوښېږي. د یاګو د نقشې له مخې د دواړو افسرانو تر مینځ، له اوږدو ناندریو وروسته جګړه وشوه. ځینې پوځیان د یو او ځینې د بل په ننګه ودرېدل او خونړۍ وروروژنه پیل شوه.
یاګو د پېښې د غټوالي د پاره د پوځي کلا د بیړنیو حالاتو زنګونه وکړنګول. اتللو د خوب له خونې څخه ورودانګل او جګړه یې ودروله.
کاسیو له ډېره شرمه خپله مستي هيره کړی او پټه خوله ولاړ و. یاګو په داسې خوږو الفاظو چې ظاهراً یې کاسیو ملامت نه باله؛ خو په باطن کې یې د هغه لږ ګناه څو ځلې غټه ښودله، اتللو د پېښې په بهیر خبر کړ. اتللو هومره په غوسه و چې کاسیو یې له خپلې مرستیالی ګوښه کړ.
کاسیو چې یاګو ته د یو ښه دوست په سترګه کتل، له ده څخه وغوښتل چې له اتللو څخه یې عذر وغواړي. شیطان افسر چې خپل بېخونده بریالیتوب ته نژدې شوی و کاسیو ته وویل:
دزدمونا ته ورشه او له هغې مرسته وغواړه. اتللو د خپلې ښکلې ښځې خبرې مني.
ځوان افسر د دې شیطان په خبرو وغولید. سملاسي دزدمونا ته ورغی او هغه یې په پېښه خبره کړه. د پاک او مهربانه زړه خاوندې دزدمونا، کاسیو ته وعده ورکړه چې ژر به د هغه او خپل میړه تر منځ د روغې جوړې لاره اواره کړي.
کاسیو د اتللو له کوره دراوتو په وخت کې، له زړور مراکشي قوماندان او شیطان یاګو سره مخامخ شو. یاګو ټنډه تروه کړه او ویې ویل:
دا نو ښه کار نه دی، زه خو یې نه شم زغملای …
په کور کې دزدمونا له اتللو سره د کاسیو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل چې ځوان افسر په ننواتې راغلی و. دزدمونا له اتللو څخه وغوښتل چې د خپل ګران او پخواني ملګري کاسیو عذر ومني او ګناه یې وبښي. اتللو له ډېره ځنډه
بله ورځ بیا هم یاګو له اتللو سره د کاسیو په هکله خبرې وکړې. په دې کتنه کې یاګو له اتللو څخه د ځوان کاسیو په هکله هومره ډېرې او بېلابېلې پوښتنې وکړې ، چې د دې مراکشي زړه ور قوماندان په پاک زړه کې یې د کینې او حسد رېښې وزغلولې. د دې کتنې په پای کې اتللو خپل روحي آرام د لاسه ورکړ او د خپلې ښځې د کړو وړو په هکله شکمن شو. ورو– ورو له هر څه او هر چا څخه بیزاره شو او تل به د ښکلې دزدمونا د خیانت په فکر کې ډوب و. شپې یې په ویښه تېرولې او زړه یې د کینې او حسد په لمبو ډک و. دا وخت ښه او بد، شپه او ورځ او سپین او تور ټول اتللو ته یو شان ښکارېدل او له ژونده یې لاس وینځلې و.
کله – کله به یاګو وریاد شو او ښکنځلې به یې ورته وکړې چې کاشکې په دې راز یې نه وای خبر کړی. یاګو چې تل به له زړور مراکشي قوماندان سره یو ځای و، د ده په ځور او زړه خوړینوالي ډېر خوشاله کېده او پر له پسې یې هڅه کوله، چې د اتللو بدمرغي نوره هم ډېره کړي. اتللو، یاګو ته ویلي و چې د یو کوچني سند په پیدا کېدو به کاسیو خونړیو جلادانو ته وسپاري.
یاګو په دې هم پوهیدلی و چې اتللو هرومرو یوه ورځ، له ده څخه سند غواړي. له همدې یې خپله ښځه (امیلیا) وهڅوله چې د دزدمونا له خونې څخه یو دسمال پټ کړي.
یاګو د دزدمونا ښکلی دسمال د ځوان کاسیو په لاره وغورزاوه.
کاسیو دسمال پورته کړ او په خپل جیب کې یې کېښود. ځوان کاسیو په دې نه پوهېده چې دا کار به د ده له یاره څومره ستونزې پیدا کړي.
د یاګو د اټکل له مخې، زړور مراکشي قوماندان، چې د کینې او حسد په لمبو سوزیده، یوه ورځ یاګو تر ستوني ونیو او ویې ویل: که د خپلو پخوانیو خبرو له پآره سند وړاندې نه کړي، د یوه سپي په شان به دې ووژنم.
یاګو خپل ستونی د اتللو له زورورو منګولو خلاص کړ او ویې ویل:
تا له دزدمونا سره داسې یو ښکلی دسمال لیدلی چې سره ګلونه لري ؟
اتللو وویل: هو! هو دا دسمال ما دزدمونا ته ورکړی و. یاګو وویل چې کاسیو پرون په همدې دسمال د خپل تندي خولې پاکولې!
اتللو وویل: که ستا خبرې رښتیا وي، د سترګو په رپ کې به نړۍ له دې دوو خاینو او ناولیو انسانانو څخه پاکه کړم.
اتللو په مات زړه کور ته ستون شو او د سر د خوږو او تړلو په پلمه یې له دزدمونا څخه یو دسمال وغوښت. دزدمونا دسمال راوړ او اتللو ته یې ورکړ.
اتللو ورته وویل: هغه دسمال راوړه چې د واده په شپه مې تا ته درکړی و.
دزدمونا ټول کور لټ په لټ کړ؛ خو په تش لاس ستنه شوه او ويې ویل:
اوس خو مې پیدا نه کړ. نه پوهېږم چیرته مې ایښی دی.
اتللو چې له ډېره قهره خپلې شونډې چیچلې او پلمه یې لټوله، په چیغو وویل: ستا دا ګناه نشم بښلای. تا څنګه هغه دسمال چې ما ته له خپلې ګرانې مور څخه پاته شوی و، ورک کړی او له لاسه ایستلی دی.
دزدمونا چې د اتللو دې بیساري غوسې هیرولې وه، د ده د آرامولو د پاره یې د کاسیو خبرې یادې کړې او په خوږه ژبه یې وویل: ته ځان غوسه نیسې چې زه د کاسیو د بیا ټاکنې په هکله څه ونه وایم، هه؟
دزدمونا څه پوهېده چې د خپل میړه د کینې، حسد او غوسې څپې یې سل واره ډېرې کړی. اتللو پاڅېد او په پټه خوله له کوره ووت.
دزدمونا چې د اتللو دومره غوسې اریانه کړې وه، بېسده پریوته. څو شیبې وروسته اتللو د یوه خونړي جلاد په توګه راورسېد. ښکلې دزدمونا اوږده پرته او ویده غوندې وه. اتللو ته ارمان ورغی چې څنګه دا تنکی وجود په توره وهل کېږي؟ دزدمونا ته نژدی ورغی او د وروستي ځل له پاره یې په شونډو ښکل کړه. د دزدمونا شونډې هومره په زړه پورې او خوږې وې چې اتللو څو ځلې ښکل کړې، په مخ یې هم ښکل کړه او په ډېر ارمان یې ورته وکتل.
لږ ځنډ وروسته د خونې بلې خوا ته لاړ او خپله توره یې هلته کېښوده. دزدمونا هم وېښه شوه. د اتللو په سترګو کې وینې غونډې شوې وې. دزدمونا پوه شوه چې د اتللو په زړه کې څه دي. اتللو ورته وویل:
وروستې دعا دې وکړه او ځان مرګ ته چمتو کړه!
دزدمونا له ژړا څخه شنه شوه او ویې ویل: ګرانه اتللو، ما څه کړي چې وژنې مې؟
اتللو، دزدمونا د خپل زړه په راز خبره کړه. دسمال یې هم یاد کړ. دزدمونا هڅه وکړه چې ځان سپین وښيي؛ خو د اتللو زورورې منګولې یې تر ستونې وڅرخېدې او غږ یې ټپ شو.
دا ښکلي ګل په څو شیبو کې ورژید او د مرګ څپیړې وواهه. اتللو د خپلې ښکلې ښځې له وژلو څخه خلاص شوی و، چې دروازه بېرته شوه او کاسیو له څو کسانو سره راغی. کاسیو ټپي او په وینو سور و.
پېښه داسې وه چې یاګو خپل یو ملګری، د ځوان کاسیو وژلو ته ګومارلی و. له هغه ځایه چې نوموړی د کاسیو په وژلو نه و بریالی شوی او هغه یې یوازې ټپی کړی و، د یاګو له خوا ووژل شو چې خلک په دې راز پوه نه شي؛ خو ځینو پوځیانو د وژل شوي نفر په جیب کې هغه لیک پبدا کړی و، چې یاګو لیکلی او د ځوان کاسیو بشپړه بیګناهي یې ثابتوله.
له همدې امله ځوان کاسیو د خپل زړور قوماندان او پخواني ملګري اتللو کور ته لاړ، چې هغه وپوښتي چې څله یې یاګو د ده وژلو ته هڅولی و؟
خو اتللو هغه وخت په واقعیت او د خپلې ښکلې ښځې په پاک لمتنوب پوه شو، چې کار له کاره تیر شوی او تنکۍ دزدمونا وژل شوې وه. ځان یې د دزدمونا په مړي واچاوه او مخکې له دې چې کاسیو یا نور حاضرین، د ده مخه ونیولای شي، ځان په توره وواهه. تیرې تورې د اتللو زړه سوری کړ او توربخونې وینې یې د دزدمونا له وینو سره یو ځای شوې..
د اتللو نژدې ملګرو له حسود او شیطان یاګو څخه،د ځوانیمرګ اتللو کسات واخست. هغه یې تر تیغ تیر کړ او د ونیز ښاري شوری یې په پېښو خبره کړه.
پای