پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونه‏د اوکراین د سولې پر سر پوتین ته د ترمپ ګواښ

‏د اوکراین د سولې پر سر پوتین ته د ترمپ ګواښ

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۲۳مه』 د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ته ګواښ کړی،چې که د اوکراین سولې پر سر هوکړه ونه کړي، نو «سختې پایلې» به ورته ولري.

هغه دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ یو انلاین ناستې وروسته کړې دي. په دغه ناسته کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او اروپايي مشرانو ګډون درلود.

که څه هم ټرمپ د روسیې پر وړاندې د سختو پایلو د ګواښ په اړه نور څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي وو، که سبا (جمعې) ورځې ناسته بې پایلې شي، اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.

ټاکل شوې، چې سبا جمعه ټرمپ او ولسمشر پوتین په الاسکا کې وویني او د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره هوکړې ته ورسېږي.

اروپايي مشرانو او زیلینسکي د المان په کوربه توب د وروستۍ هڅې په توګه ټرمپ ته خپلې “سرې کرښې” وړاندې کړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې د اوکراین خاوره به د سولې په خبرو کې د معاملې برخه نه وي.

له دې وړاندې اوکراین هم خبرداری ورکړی و، چې هېڅ هغه هوکړه به ونه مني، چې اوکراین پکې نه وي او د دوی خاروه پکې معامله شي.

روسیې بیا ویلي چې هغه دریځ یې نه دی بدل شوی، چې د اوربند لپاره غواړي اوکراین له څلورو هغو ولایتونو ووځي چې مسکو یې ځان ته منسوب کړي او هم به کییف د ناټو له غړیتوب لاس اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...