جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏د سیګار راپور: طالبان بهرنۍ مرستې په زور په خپلوانو وېشي

‏د سیګار راپور: طالبان بهرنۍ مرستې په زور په خپلوانو وېشي

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۲۳مه』سیګارـ SIGAR وايي، طالبان د نړیوالو مرستې په زور او د مقرراتو د واک په ګډون د خپلې خوښې سیمو او خلکو ته اړوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار ویلي، چې دا چاره اصلي اړمنو او لږکیو ته د مرستو رسېدو مخنیوی کوي.

سیګار زیاتوي دا چاره ښايي د ملګرو ملتونو له ځينو کارکوونکو سره په ګډه له قراردادونو د شاتګ یا رشوت غوښتنې لار هواره کړي.

د سرچینې په وینا، دغه موندنې د نږدې ۹۰ اوسنیو او پخوانیو امریکايي او د ملګرو ملتونو د چارواکو او نورو کسانو له څرګندونو ترلاسه شوې دي، چې افغانان هم پکې شته.

د سیګار د راپور له مخې یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو د مرستو اړولو او لاسوهنې شواهد او کره معلومات شریک کړي،په مرموز ډول وژل شوي دي.

بل لورته بیا د طالبانو ویاند، حمدالله فطرت بشري مرستو کې لاسوهنې رد کړې دي.

نوموړي ویلي چې نړیوالې مرستې په خپلواکه توګه وېشل کېږي او دوی یې د روڼتیا او اړولو د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

د معلوماتو له مخې کله چې طالبان واک ته رسېدلي، نړیوالې ټولنې ۱۰.۷۲ میلیارده ډالره مرسته کړې، چې یوازې ۳.۸۳ میلیارده ډالره یې امریکا کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...