تاند/ پنجشنبه د زمري- اسد ۲۳مه/ له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو د ناوړه چلند په دوام دا ځل پاکستاني پوليسو هغه ۴۰ افغان کډوال افغانستان ته وشړل، چې جرمني ته د تګ په تمه وو.
دغو کډوالو په اسلام اباد کلونه جرمني ته د تګ لپاره شپې ورځې سبا کړې وې.
بل لورته د جرمني ټاکس ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي چې شاوخوا ۲۰۰۰ افغان کډوالو جرمني ته د تګ قانوني پروسه بشپړه کړې او اوسمهال په پاکستان کې الوتکو او جرمني ته د ورتګ انتظار کوي.
دغې ورځپاڼې ويلي چې پاکستان له جرمني سره د ژمنو سره سره ۴۰ هغه افغان کډوال چې جرمني ته د ورتګ په انتظار وو، له خپله هېواد په زور ايستلي.
۲۰۲۱ کال هغه مهال چې د اګسټ په ۱۵مه طالبانو کابل ونيوه سلګونه زره افغانان د طالبانو له وېرېکډوالۍ ته اړ شول.
په دغو کډوالو کې ګڼ داسې کسان و چې هماغه مهال يې د تګ زمینه برابره شوه خو زرګونه نور پاکستان او ایران ته لاړل تر څو درېیم هېواد ته د تګ زمینه ورته برابره شي خو هلته هم ډیری وخت د ځایي حکومتونو او پوليسو له ناسم چلند سره مخ شوي او ځينې مجبور شوي چې بېرته له ګواښونو سره خپل هېواد ته ستانه شي.