جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهیونیسکو وایي،افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانې بې دندو شوي

یونیسکو وایي،افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانې بې دندو شوي

تاند/ پنجشنبه د زمري-اسد ۲۳مه/ د يونیسکو وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پر ښځو د نورو بندیزونو سربېره، په رسنیزه برخه کې هم پر ښځو ګڼ بندیزونه لګېدلي دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې د دې بندیزونو له امله۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې بې دندو شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کولتوري برخې سازمان (یونیسکو) د بیان ازادي او د خبریالانو د خوندیتوب ځانګې مشرې اندریا کایرولا په فرانسه کې د جلا وطنه افغان ښځو د يوې ځانګړې رسنۍ بېګم څخه لیدنه کې دا معلومات شریک کړي دي.

د اندریا کایرولا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې وروسته هغه ښځينه خبريالانې چې د خپلو کورنيو د اقتصادی ملاتړ لپاره یې کار کولو، له دندو وشړل شوې او اوس له سخت اقتصادي وضعيت سره مخ دي.

نوموړې دغه راز ټینګار کړی، چې په دغه وضعیت کې د عامه رسنیو له لارې د ښځو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو چمتو کېدو ارزښت څو برابره لوړ شوی دی.

یونیسکو ویلي، چې له پاریس څخه د خپرېدونکې بېګم راډیو د «تبسم خپرونې» څخه دوی مالي ملاتړ کوي او دا یو له هغو خپرونو ده، چې د سپوږمکۍ له لارې د افغانانو تر کورونو رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب