جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران وایي، له افغانستان سره پر پوله یې ۱۳۰ کیلومټره دېوال جوړ...

ایران وایي، له افغانستان سره پر پوله یې ۱۳۰ کیلومټره دېوال جوړ شوی

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۲۳مه』‏له افغانستان سره د ایران د پولې بندولو قومندان وايي، چې د ۳۰۰ کیلومتره اوږد دېوال ۱۳۰ کیلومتره یې جوړ کړی دی.

صادق نوري یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د روان لمریز کال تر پای به د دې دېوال خورا ډېره برخه جوړه شي.

ایران پر دغه دېوال ټیکنالوجیک وسایل هم لګوي.

د نوري په وینا همدا پر څار کمرو ولاړه برخه یې ډېره مهمه ده.

ایران د ۲۰۲۴ کال  اګست کې ویلي و چې له افغانستان سره پر پوله د پنځو ولایتونو مازندران، ګلستان، خراسان رضوي، خراسان شمالي او خراسان جنوبي کې دېوال جوړوي.

د دوی په خبره، دا څلور متره جګ دېوال د اغزن مزي په لګولو سره په دریو کلنو کې بشپړېږي.

ایران له پاکستان سره پر پوله هم ورته دېوال پیل کړی دی. دغه هېواد د ناقانونه ګډوالو او د وسلوالو د ور اوښتو د مخنیوي لپاره دا دېوال جوړوي. ‎#ABN ‎#IRAN ‎#AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب