Homeخبرونهحامدکرزي پر نورستان د پاکستان توغندیز بریدونه وغندل

حامدکرزي پر نورستان د پاکستان توغندیز بریدونه وغندل

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۲۳مه』د افغانستان  پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر نورستان د پاکستان د توغندیزو بریدونو په تړاو خپروو شویو راپورونو ته اندېښنه څرګنده کړې او دا یې غندلي دي.

کرزي له پاکستان غوښتي، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د نړیوالو اصولو او مقرراتو له ماتولو تېر شي او د ښه ګاونډیتوب پر اساس چلند وکړي.

څو ورځې وړاندې د یو شمېر ایراني رسنیو سربېره، کورنیو رسنیو راپورونه ورکړل، چې پاکستان د هېواد ختیځ نورستان ولایت پر توغندیزو بریدونو ویشتلی دی.

پاکستان ادعا کوي، چې له افغان خاورې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال ور اوړي، خو شواهد ښيي، چې په دغو بریدونو کې عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پر نورستان، کونړ او د پکتیکا په ګډون پر یو شمېر ولایتونو د پاکستان بریدونه نوي نه دي.

د طالبانو په حاکمیت سره دا څوم ځل دی، چې پاکستان د افغانستان حاکمیت نقضوي.

طالبانو تر اوسه د دغه بریدونو او له امله یې د مرګ ژوبلې یا اوښتي زیان په تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...