تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۲۳مه』پاکستاني چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، نن د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې ۱۵ پاکستاني پولیس مړه او ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې دا بریدونه د پولیسو پر امنیتي پوستو، مرکزونو او د پولیسو پر ګزمو شوي دي.
د وروستیو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې ۶ پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
چارواکو ویلي چې وسله والو په دغو بریدو کې لاسي بمونه، توغندي او نورې وسلې کارولې دي.
د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د دې بریدونو مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې ګڼ شمېر پاکستاني پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستان کې دا بریدونه داسې مهال زیات شوي، چې د دغه هیواد پوځ د باجوړ په ماموند او ځینو نورو کې د وسله والو د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي، چې له امله یې لسګونه زره کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.