Homeخبرونهپه میانمار کې ستر او کمساری یاقوت کشف شو

په میانمار کې ستر او کمساری یاقوت کشف شو

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۹ مه) میانمار یا برما د غويي په ۱۸مه (د مې ۸مه) اعلان وکړ چې یو ستر ۱۱ زره قیراطه یاقوت یې موندلی دی. دا د هغو لویو قیمتي ډبرو له ډلې ګڼل کېږي چې په دې هېواد کې موندل شوي، هغه هېواد چې د قیمتي ډبرو له امله نړیوال شهرت لري.

د دغه هیواد د پوځ تر ملاتړ لاندې حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا یاقوت د «موګوګ» له سیمې راایستل شوی او «په استثنايي ډول لوی، نادر او کمساری» دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه ستر یاقوت ارغواني بخونه سور رنګ لري او ژېړې ځلاوې هم لري. حکومت ویلي چې د رنګ او کیفیت له پلوه دا خورا د لوړې کچې ډبره ګڼل کېږي.

میانمار د دې یاقوت دقیق ارزښت نه دی اعلان کړی، خو ویلي یې دي چې که څه هم دا د هغه ۲۱ زره او ۴۵۰ قیراطه یاقوت پرتله کوچنی دی چې په ۱۹۹۶ کال کې په همدې سیمه کې موندل شوی و، خو د ښه رنګ، صفاوالي او لوړ کیفیت له امله تر هغه ډېر ارزښت لري.

د ماندالای ولایت د «موګوګ» درې له پخوا راهیسې له دې کبله مشهورې دي چې د نړۍ تر ټولو قیمتي یاقوت پکې موندل کېږي. ویل کېږي چې امپراتورانو، پاچاهانو او جګړه‌مارو ډلو د همدې سیمې د قیمتي ډبرو لپاره جګړې کړې دي. د «موګوګ» یاقوت، چې د «کوترې وینې» په نوم هم یادېږي، د نړۍ تر ټولو ګرانه یاقوت ګڼل کېږي او ځینې یې په میلیونونو ډالرو پلورل کېږي.

میانمار له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې پوځ کودتا وکړه او کورنۍ جګړه پیل شوه، د پوځي شورا تر واک لاندې دی. خو د روان کال په اپرېل کې د پوځ پخواني قومندان، له هسي په نوم انتخاباتو وروسته، د ملکي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...