جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ژبپوهنه په لرغوني روم کې / عتیق امېد

ژبپوهنه په لرغوني روم کې / عتیق امېد

لنډیز

د ژبپوهنې تاریخ چې مطالعه کوو د هند او یونان له تمدن وروسته یوې بلې نړۍ ته درېږو. دا نړۍ په رومي تمدن او لاتیني ژبه کې را ښکاره کېږي. که څه هم د دې نړۍ د پیل رېښې په یوناني ژبپوهنه او علومو کې دي خو وروسته د لاتیني ژبې پوهانو پر خپله ژبه کار وکړ او د خپلې ژبې ګرامرونه یې ولیکل. لومړی دا کار د یوناني ژبې د قواعدو پر اساس وشو، وروسته پر خپله ژبه کې قاعدې ورته جوړې شوې. رومي امپراتوري چې د علم او فرهنګ په برخه کې د یونان تر اغېزې لاندې وه، د یوناني علومو په رڼا کې لاتني علوم عروج ته ورسول.

د روم حکومت او د یونان حکمت هغه څه و چې د رومي امپراتوري په وخت کې د علومو لمنه وغوړېده. د نورو بحثونو ترڅنګ په دې دوران کې پر ژبه هم بحثونه وشول. رومي ژبپوهانو د ژبې ګرامرونه ولیکل. دوی هم د یونانیانو په څېر له مختلفو زاویو پر ژبه بحث وکړ. وارون د دې دوران مشهور سړی دی، خو پریسکیانوس هغه څوک و چې د لاتیني ژبې پخواني ادبیات یې د ژبنیو څېړنو پر اساس وڅېړل او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

کلیدي کلمې: روم، یونان، وارون، پریسکیانوس، ژبه، لاتیني ژبه…

سریزه

رومیان له ډېر پخوا د ايټالیا د جنوبي سیمو اوسېدونکو له لارې له یوناني تمدن او فرهنګ سره په اړیکه کې و. روم ته خط او لیک هم له یونان څخه راغلل.

له میلاد نه وړاندې په دویمه او درېیمه پېړۍ کې روم یونان تر خپل سیاسي نفوذ لاندې راووست خو په فرهنګي برخه کې یې ماتې ور‌‌‌نکړه. رومیانو دا ومنله چې یونانیان په فکري او هنري برخه کې تر دوی لوړ دي. د ژبپېژندې له زاویې موږ دا په دوو برخو کې موندلی شو. هغه حوزه چې د رومي امپراتوري په غربي برخو پورې اړوند وه او له هیڅ تمدن سره یې اړیکه نه درلوده، هلته لاتیني ژبه د سیاست، تجارت، علم او دهیواد رسمي ژبه شوه. دې ژبې چې د لاتیني ژبې نوې بڼه لرله پخوانۍ ټولې بڼې یې په غربي حوزه کې لاندې کړې او د ژبې په ورستیو بدلونونو کې دا ژبه په نویو رومیایي یا نویو لاتیني ژبو ووېشل شوه چې اوس هم په اروپا کې رواج لري.

شرقي برخه چې د یونان تر اغېز لاندې وه، یوناني ژبې هم خپل اغېز وساته. د علم او هنر ژبه شوه چې وروسته یې سیاسي ملاتړ هم ترلاسه کړ. رومي مامورین به چې هلته تلل نو د یوناني ژبې زده کړه ورته لازمه وه. بالاخره دا وېشنه په سیاسي وېش کې هم رامنځته شوه او رومي امپراتوري په شرقي او غربي ووېشل شوه. ویرژیل پر دې برخه کې یوه مشهوره شننه لري چې د روم کړنلاره او جوړښت تشریح کوي. په دې وېش کې لیدلای شو چې د یونان د حکمت او د روم د حکومت ترمنځ څه ډول اړیکې وې او څنکه دا اړېکې ټولو ته د منلو وړ شوې. دی وایي یونانیانو ته اجازه ورکړئ چې په هنر او حکمت کې پرمختګ وکړي او رومیان پرېږدئ چې د نړئ سوله او ارامي وساتي.

روم چې اوږده موده په غربي نړۍ حکومت وکړ، نو ویل کېږي چې د نورو ژبو له ویونکو سره به یې پر مخلتفو سطحو کې اړیکه او ژبنی ټکر درلود، نو خامخا به ژباړونکو ته اړتیا پېښېده او دې چارې به خلک د مختلفو ژبو زده کړې ته هڅول. په دې دوره کې ډېر اثار لاتیني ژبې ته ژباړل شوي دي. یوناني اثارو په رومیانو دومره اغېز وکړ چې د روم ځینو شاعرانو د خپلې ژبې وزنونه پرېښودل او د یوناني ژبې د شعر په وزنونو کې یې شاعري وکړه چې مثالونه یې د ویرژیل په شپږ رکني شعرونو او د اوید په منظومه کې لیدلای شو.

پر رومي ژبپوهنه هم د نورو علومو په شان د یوناني حمکت او بحثونو سیوری پروت و. رومیانو چې کوم نوی کار وکړ هغه د یوناني نظریو او تیوریو په رومي ژبه پلي کول و. دوی یوناني بحثونو ته په خپله ژبه کې دوام ورکړ او پر خپله ژبه یې عملي کړل. د دواړو ژبو د جوړښتونو نسبي نږدېوالي او د یونان او رومي فرهنګ نږدېوالي دې چاري ته لا اساني ورکړه او رومیانو پر لاتیني ژبه د یوناني ژبې بحثونو ته دوام ورکړ.

د وارون دوران

واورن لومړی سړی و چې په لاتیني ژبه يې د ژبنیو مسایلو په اړه لیکنې کړې دي. د ده په اړه ویل کېږي چې ډېرچاری او پوه سړی و. په ټولو علومو کې پوهېده او د لاتیني ژبې کتاب یې تر ۲۵ جلده اوښت. د ده د اثارو په اړه د ده معاصران خبر و او د ده د اثارو دقیق شمېر ور مالوم و خو له موږ سره یې یوازې د لاتیني ژبې له پینځم تر لسم جلده او د نورو جلدونو خورې ورې پاڼې شته. وارون په همدې کتاب کې د ژبپوهنې په اړه خپل نظر وړاندې او شرح کوي.

په ژبپوهنه کې د وارون ځانګړی کار دا دی چې ده د یونانیانو د قیاس او بې نظمي بحث تر څېړنې لاندې ونیو. یونانیان د ژبې او خبرو د درک په اړه په دوو نظریو وېشل شوي و چې یوې ډلې د ارسطو لار نیولې وه او پر دې باور و چې انسانان د قیاس له لارې ژبه درکوي او دې ته دوی analogy ویله. بله ډله بیا د روقیانو پر پله وه او هغو د ژبې درک پر بې نظمي پورې تاړه او دې ته دوی anomaly ویل. په انګلېسي کې لومړي ته regularity او دویم ته irregularity وایي چې په فارسي کې په ترتیب سره سامانګرایي او سامانګرېزي ورته وایي.

واورون دې بحث ته پوره دوام ورکړ او څرګنده یې کړه چې دا دوه مختلفې نظریې دي او مخالفې ندي، چې یو د بل په څنګ کې یې دوام پیدا کړی. په وارون رواقي فکر اغېز کړی و خو د سکندریایانو له فکر سره هم اشنا و.

وارون د ګرامر د تعریف په اړه وایي:« د شاعرانو، مورخانو او ویناوالو د کارونې قاعده منده پوهه ده».

وارون د ژبپېژندې کار په درې برخو وېشلی چې رېښه پېژندنه او د کلمو جوړول، صرف او نحوه دي. د ده په راپاتې اثارو کې د لومړیو دوو بحث راغلی دی.

۱ـ د ژبې پیلامه او رېښه پېژندنه

وارون په دې اند دی چې ژبه له څو لومړیو کلمو راوتلې او پرمختګ یې کړی، دا څو کلمې د ژبې اصلي منشا جوړوي. دی وایي دا څو کلمې په پیل کې د څېزونو نومونه و او وروسته دې نومونو او کلمو تکثیر کړی چې ډېرې نورې کلمې ترې رغېدلې دي. د ده په اند نورې کلمې د حروفو په تغیر او تبدیل سره یا یې په تلفظي شکل کې د بدلون له امله راپیدا شوې دي. دی وایي دا تغیرات د وخت په تېرېدو سره په کلمو کې پېښېږي او نوې کلمې جوړېږي. د مثال لپاره ده د لاتیني ژبې د جنګ کلمه bellum راخیستې او وایي چې دا له duellum څخه راوتې ده. اوسنۍ ژبپوهنه د واورون دا وېشنه او نظریه نیمګړې بولي. وارون همدا شان په لاتیني ژبه کې نور مثالونه هم ورکوي چې د غږونو په بدلون نوې کلمې جوړېږي. مثلاً؛ anas چې د بتکې مانا لري له nare لاتیني کلمې راوتی ګڼي چې د لامبو وهلو په مانا ده. یا د vitis  کلمه چې د شرابو په مانا ده له vis چې د قدرت او طاقت مانا لري، راوتلې ګڼي.

 وارون د رېښې تاریخي بدلون او د کلمو همزماني بدلون چې اشتقاق او تصریف دی، یو ګڼي. دی چې په دې باور دی چې کلمې پر لومړنیو کلمو کې د تغیر له امله رامنځته کېږي اشتقاق، تصریف او رېښه سره ګډوي او تصریف ژبنی تغیر ګڼي. دی د زمانې یا تاریخ په اوږدو کې او په یوه زمانه کې وخت نه بېلوی.

صرف او نحو

وارون د همرېښه کلمو د شکل د تغیر په بحث کې چې د اشتقاق او تصریف له امله ورپېښېږي، د ژبې په ثبات او بې نظمي خبرې وکړې. ده د قیاس او بې نظمي په بحث کې په لاتیني ژبه کې ډېر داسې مثالونه راوړي چې هم د ژبې په ثبات او هم بې نظمي دلالت کوي. دی وایي دا دواړه باید د ژبې برخې وګڼو، دواړه د کلمو جوړولو او د کلمې د شکل او مانا په تړاو کې مهمه ونډه لري. کله چې د کلمو په جوړولو کې د ژبې پر محدودیتونو خبرې کوي نو د ژبې عملي اړخ را اخلي وایي هغه کلمې چې له فرهنګي پلوه مهمې وي تر نورو ډېر بدلونونه رامنځته کوي. مثلاً اسپه او اسپ ته په لاتین اکووس او اکوا وایي. ځکه د لاتیني ژبو ته دا مهمه ده چې په ښکاره د دې حیوان د نر او ښځې ترمنځ توپیر وکړي.

د وارون مهمه لاسته راوړنه د کلمو د اشتقاقي او تصریفي بڼو ترمنځ توپیر و. وارون جوته کړه چې د کلمو په جوړونه کې اوړون تر اشتقاق ډېره برخه اخلي. وارون د لاتیني ژبې کلمې د اوړون د معیارونو پر اساس ډلبندي کړې.

رمیوس پالمون

لومړنی کس و چې غږونه یې په جلا ډول تر څېړنې لاندې ونیول. په لومړۍ میلادي پېړۍ کې اوسېدلی، ګرامریست او ادبي څېړونکی و. پالمون اوازونه پر طبقو ووېشل، ثابته مانا یې نه درلوده او احساساتو ته یې اشاره کوله. چې وروسته پریسکیانوس اوازونه پر نحوي جوړښتونو کې تعریف کړل.

کوین تیلیان

کوین تیلیان په ښوونه او روزنه کې ډېر کار کړی. د رمیوس پالمون شاګرد و. او د وینا بنسټونه پر نوم اثر یې لیکلی دی چې خپلې نظریې یې پکې تشریح کړې دي. په دې کتاب کې یې ګرامر هم لنډ تشریح کړی او هغه یې په هغو علومو کې حساب کړی چې د ادبیاتو د زده کړې او ښوونې لپاره اړین دي.

د لاتیني ژبې ژبپوهان

له وارون نه نیولې تر کوین تیلیان پورې ټولو پوهانو له هغو قواعدو، ګرامرونو او بحثونو استفاده کوله چې له یونانیانو یې اخیستي و او پر خپله ژبه کې یې تطبیقول. خو وروسته یو شمېر پوهان را پیدا شول چې د لاتیني ژبې تشریحي ګرامر یې ولیکه. دوی هڅه کوله چې داسې ګرامر ولیکي چې د لاتیني ژبې د زده کړې او ښوونې لارې چارې اسانه کړي. د دې کسانو سرخېل پریسکیانوس و.

پریسکیانوس او ملګري یې

پریسکیانوس په ۵۰۰ میلادي شاوخوا د ژبې د ګرامر کتاب پر ۱۸ ټوکه کې ولیکه. دا ګرامر د هغو ټولو کارونو یوه عالي نمونه ده چې د هماغه وخت ګرامریانو ترسره کړي وو. دوناتوس د دې دورې یو بل مخکښ و. پر دوی سربېره ګڼ شمېر نورو ګرامریانو پر دې برخه کې کار کړی دی. دوی د دې ژبې لپاره یو واحد ګرامري نظام رامنځته کړ چې ورستیو هم له دوی پیروي وکړه. دوی یوناني اصطلاحات لاتیني ته ترجمه کړل. دیدیموس یو بل ګرامریست و چې شهرت ته ورسېد. دی ډېرچاری سړی و. د ده دا خبره مشهوره ده چې ویل یې هره ځانګړنه چې په یوناني ګرامر کې پیدا کېږي، په لاتیني کې هم شته. ده د رواقیانو پر پله حروف تعریف او نومځري په یوه طبقه کې راوستل.

سنت پریسکیانوس

پریسکیانوس د خپلو معاصرانو سرخېل و. د پنځمې میلادي پېړۍ په دویمه نیمایي کې یې پر قسطنطنیه کې د لاتیني ژبې د ګرامر تدریس کاوه. د مخکینیو له اثارو یې ګټه واخیسته او د هغوی وضعه کړي نظامونه یې لاتیني ژبې ته راواړول. په ګرامر کې د یونایانو منندوی دی او له اپولونیوس څخه اغېزمن دی.

پریسکیانوس د زړو لاتیني ادبیاتو ژبه وڅېړله او خپله شرحه یې د دې ژبې له تلفظ پيل کړه.

۱ـ اوازپوهنه

پریسکیانوس په دې برخه کې د لاتیني ژبې تلفظ تشریح کړ. د هجا په جوړښت یې خبرې وکړې او د دې تشریح لپاره یې لاتني حروف توصیف کړل. هغوی یې د وینا د تلفظي برخې تر ټولو کوچني اجزا یاد کړل او درې صفات یې ورته وټاکل. د حرف نوم، لیکلې بڼه او غږیز ارزښت یې ونومول. دا ټول تر ده مخکې یونانیانو هم کړي و.

کلمه جوړونه

پریسکیانوس کلمه د جمله‌ییز جوړښت تر ټولو کوچنی عنصر ګڼي او جمله بیا هغه واحد بولي چې یو مکمل مفهوم یا فکر وړاندې کړي. د پریسکیانو ګرامري نظام له کلمو او صیغو جوړ و. ده ویل که کلمه ووېشل شي بیا یې هم جوړونکي عناصر ژبنی ارزښت لري. پریسکیانوس لومړی د یوناني ژبپوهانو نظریې مطالعه کړې او د کلمو په طبقه بندي کې یې د هغوی پخوانی نظام راوړ چې په اتو طبقو وېشل شوي و. دا وېشنه په یوناني کې تراخس او اپولونیوس کړې وه. پریسکیانوس د حرف تعریف طبقه ترې حذف او د هغه پر ځای یې غږونه د یوې بلې طبقې پر ډول ور ګډ کړل. وروسته یې د هرې طبقې کلمات د هغو د ظاهري تلفظ پر اساس تعریف او تشریح کړل.

پریسکیانوس د دې لپاره له پخوانیو متونو څخه ډېر مثالونه راوړل او د خپل کتاب شپاړس جلده دې بحثونو ته ځانګړي کوي. د پریسکیانوس کتاب د هغو خلکو لپاره دی چې پر یوناني او لاتیني دواړو وپوهېږي. ده د دواړو ژبو څخه ډېر مثالونه راوړي دي.

پریسکیانوس پر خپل کتاب کې کلمات پر دې لاندې اتو طبقو وېشلي دي.

نوم: د نوم ځانګړنه دا ده چې ګوهر او کیفیت ته اشاره وکړي. نوم هر شخص او شي ته یو عام یا خاص کیفیت ورکوي.

فعل: د فعل ځانګړنه دا ده چې یا د یو کار کېدلو او یا یې کولو ته اشاره وکړي چې دا کار یا اوس کېږي او یا شوی دی. فعل مهال او وجه لري خو د حالت له مخې نه تصریفېږي.

وجه وصفي: د کلمو هغه طبقه ده چې د جوړښت له مخې هر وخت د یو فعل کول ښيي. هم نومیزې ځانګړنې لري او هم فعلي ځانګړنې. له همدې امله ده چې له دې دواړو هر وخت بېلې پاتې وي.

ضمیر: د ضمیر ځانګړنه دا ده چې د نوم ځایناستی وي، د شخص له مخې محدود او مشخص وي.

قید: قید له فعل سره په یوه جوړښت کې راځي او په هماغه جوړښت کې هم له نحوي لحاظه او هم له مانایي لحاظه په فعل پورې تړلی وي.

حرف اضافه: د حرف اضافه ځانګړنه دا ده چې یا د کلمې په ډول له نورو کلمو مخکې راځي چې د حالت له مخې تصریفېږي او یا له کلمو سره په تړلي ډول راځي چې بیا هم د حالت له مخې تصریفېږي.

غږ: د کلمو یوه ځانګړې طبقه ده چې چې له نحوي پلوه له فعلونو خپلواکه ده چې یو احساس یا ذهني حالت ته اشاره کوي.

‌حرف ربط: حرف ربط د کلمو د نورو تبقو ترمنځ له نحوي پلوه ربط راولي او د هغوی ترمنځ اړیکې ته اشاره کوي.

۳ـ نحو

پریسکیانوس پر خپل کتاب کې لیکلي چې د لاتیني ژبې د جملو طبیعي ترتیب کې اول نوم یا ضمیر په فاعلي حالت کې راځي او ورپسې فعل راځي. هغه د دې ادعا په زبات کې وایي چې جوهر پر عمل مقدم دی.

پریسکیانوس د لاتیني ژبې د نحوې په تشریح کې فعلونه هماغسې ترتیب کړل لکه تر ده مخکې چې یوناني ګرامریستانو د یوناني ژبې لپاره طبقه بندي کړي و. د لاتیني ژبې فعلونه یې پر معلوم، مجهول او خنثی ووېشل. همدا ډول هغه د مجهول ډوله فعلونو یادونه هم وکړه او مجهول ډوله فعلونه هغه فعلونه دي چې د کلمه یي جوړښت د بڼې له مخې مجهول خو د مانا او نحوي جوړښت له مخې معلوم یا لازمي وي او پرمختلفو مهالونو کې مجهولې بڼې ونلري.

دی وایي متعدي فعلونه هغه فعلونه دي چې له نوم سره په غیر فاعلي ډول یوځای کېږي. دی زیاتوي چې په دې نحوي جوړښتونو کې د هغو نومونو چې په غیر فاعلي ډول راغلي وي او د فعلونو تر منځ یې هیڅ مطابقت موجود نه وي.

پایله

یونان چې په سیاسي برخه کې د روم تر اغېز لاندې راغی، بالعکس یې خپله فرهنګي برتري وساتله. رومیانو په لاتیني ژبه یوناني بحثونو ته دوام ورکړ. دوی یوناني قواعد په لاتیني ژبه پلي کړل. کله چې وارون راغی، دی لومړنی سړی و چې په لاتیني ژبه يې د ژبنیو مسایلو په اړه لیکنې کړې دي. ده یوناني کارونه هم تر څېړنې لاندې ونیول. وارون د ژبې په پیلامه او رېښه، همدا شان په صرف او نحو خبرې وکړې. تر وارون وروسته پریسکیانوس او ملګرو یې په لاتیني ژبه کار وکړ. پریسکیانوس د زړو لاتیني ادبیاتو ژبه وڅېړله. پریسکیانوس پر لاتیني ژبه کې په غږپوهنه او کلمه جوړونه کار وکړ. ده کلمه په نوم، فعل، قید، ضمیر، وجهه وصفي، حرف ربط، حرف اضافه او غږ ووېشل. د وارون ملګري هم په دې برخه کې مشهور وو.

ماخذونه

ار. ایچ. روبینز. ترجمه؛ علي محمد حق شناس. ۱۳۸۱. چاپ چهارم. تاریخ مختصر زبانشناسی. تهران: نشر ماد.

حکیمي، مطیع الله.۱۳۹۸. تاریخ زبان شناسی. تخار: انتشارات ګنج.

حمیدزی، راحله. ۱۴۰۲. نظریه های زبانشناسي. کابل: انتشارات سمون.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب