ملي گټې د هر ملت د بقا، عزت او پرمختګ ستنه ده. که یو ملت خپلې ملي گټې ونه ساتي، د حال پر زیان سربېره، د خپلو راتلونکو نسلونو مستقبل هم له تیارو ډکوي.
زموږ په هېواد افغانستان کې، له ډېر پخوا راهیسې داسې لاسونه کار کوي چې د ملي یووالي پر ځای د قومي، ژبني، سمتي او مذهبي وېشونو اور بلوي. دا وېشونه زموږ د ملي گټو د ساتنې لار اوږده او ناهمواره کړې او هېواد یې د پردیو د سیالیو په ډگر بدل کړی دی.
تاریخ، په تېره بیا د وروستیو پنځوسو کلونو خونړۍ پاڼې، موږ ته یو څرگند پیغام لري: ملي گټې یوازې هغه وخت خوندي پاتې کېږي چې ملت یې د یووالي او جرئت په څرخ تاو کړي. هر کله چې دا جرئت له منځه تللی، ملي گټې د گوندي، ژبني او قومي تعصبونو په چړو ټوټې ټوټې شوې، او د هېواد برخلیک د پردیو لاس ته ورغلی دی.
کله چې موږ د پردیو د اجندا لپاره په خپلو کې سره دښمنۍ کړې دي، د تاریخ د توپونو لومړي قربانیان تل موږ پخپله پاتې شوې یو.
نن هم ځینې د «هزارستان»، «نوی خراسان»، «افغان» او «غیر افغان»، او د «فدرالیزم» تر نومونو لاندې وېشونکي خبرې کوي او نظریات خپروي اودا هغه نښې دي چې د هېواد د ټوټه کېدو خبر راکوي.
د افغانستان جگړه ځپلي خلک٬ چې د جگړې قربانیان دي٬ په نړۍ کې د جگړې غوښتونکي نه دي. که دا جگړه د غزې د مظلومو خلکو په وینو لړلو کوڅو کې وي، که د اوکراین د یخنۍ لاندې وېروونکو ښارونو کې٬ غوښتنه یوازې یوه ده: سوله او د جگړې عادلانه پای.
خو افسوس، داسې کسان هم شته چې د اوکراین د جگړې د پای غوښتنه د خپلو شخصي او غرضي موخو لپاره کوي.
هغوی وایې چې گواکې د اوکراین او روس جگړه افغانستان د نړوال پام له صحنې غورځولی٬ او که دغه جگړه پای ته ورسیږي٬ نړیوال به بیا پر افغانستان او دوی تمرکز وکړي.
هغوی د روس یرغل له یاده باسي٬ د جهاد فصل له یاده باسي؛ هیرې کړې٬ چې د نړۍ ۳۴ هېوادونو د «بن د توافقاتو» پر مټ د خپلو نیابتي وسلوالو په اوږو سپاره زموږ پر هیواد یرغل وکړ. هیرې کړي چې هغه یرغلونه افغانستان کومې کندې ته ور ټیله کړ، او څرنگه د افغانانو وینې بې ارزښته شوې!.
موږ باید نور د داسې فکر بندیان نه شو٬ د پردیو د پرېکړو او اجنداوو اسیران ونه اوسو.
نور باید روس٬ ایران٬ پاکستان٬ امریکې یا کوم بل هیواد ته اجازه ورنکړو٬ چې زموږ د خلکو او هیواد برخلیک ولیکي او افغانستان د خپلو د سیالیو د شطرنج په تخته بدل کړي.
که د پرون د تاریخ تریخ درسونه هېر کړو، سبا به زموږهېواد هم د اوکراین او غزې په څیر ټوټې ټوټې شي، او یو ځل بیا به د پردیو د لوبو قرباني شو، او د ماشومانو راتلونکې به موهم د جگړې په لمبو کې وسوځي.
اوس د ویښتیا وخت دی! زموږ برخلیک باید زموږ په لاس٬ قلم او ژبه ولیکل شي، نه د هغو په لاس چې زموږ خاوره یوازې د خپلو گټو د جگړې ډګر گڼي.
زموږ تاریخ ډک دی له عبرتونو: له داود خان او نورمحمد ترهکي، تر حفیظالله امین، ببرک کارمل او ډاکتر نجیب الله پورې؛ له جهادي رهبرانو تر د جمهوریت واکدارانو پورې؛ او تر هغه ورځې چې اشرف غني د بگرام په هوايي ډگر کې د پردیو عسکرو په کتار کې ودرول شو اود اگست پر ۱۵ مه د جمهوریت واکداران گرده سره څوک له ځمکې او څوک هم له هوا و تښتیدل
که موږ یو ځل بیا د افغانستان د ستونزو حل د ژبنې٬ قومي٬ سمتي او ٬گوندي تعصب او انتقام په تنگه محدوده کې پردیو ته وسپارو٬ او هغوی ته د ناجي په سترگه وگرو٬ په حقیقت کې د بلې غزې او بل اوکراین د غمیزې او د تیر تاریخ د غمیزو د تکرار غوښتونکې یو.!
راځئ، د ملي یووالي، خپلواکۍ او عزت تر سیوري لاندې د ملي گټو د ساتنې لپاره لاسونه سره ورکړو!