ژباړه: احسان الله ارینزی
تا له ما نه پوښتنه وکړه چې اوس دى له (واسيليونا) سره اړيكى څنګه دي؟ په ډېره خوښي او وياړ سره بايد ووايم چې له هغې سره مې خپلې ټولې اړيكې شلولې دي.
ښايي چې د پيښي بهیر به ستا له پاره هم په زړه پورې وي. تا به په ټوله كيسه خبر كړم. دا كار ما خوشاله ساتي. ته پوهېږې چې په نړۍ كې ډېر ستر برياليتوب، په نفس باندې د انسان برلاسي ته وایي؟ نو غوږ ونيسه…
ته پوهېږې چې ما د واسيلونا له پاره د يوې موضوع بڼه درلوده. زه د هغې له پاره ډېر په زړه پورې وم. دا په خپل ټول قوت ما ته ځير وه. ته پوهېږې چې هغه په ما ګرانه وه؟ ښه په خوند پرې مين وم. ډيرې زارئ مې ورته وکړې، ما ويل چې دا به قانع شي؛ خو دى به په ډېره بېخونده موسكا زما خبرو ته غوږ نيولى و او زما زړه به یې ټوټې – ټوټې كاوه.
زه د ټولو نورو شريفو كسانو په شان ځورېدم او هڅه مې كوله چې واسيليونا په خپل رنځ پوه كړم. ټولې ستونزې مې زغملې؛ خو د خپلې اروا په تل كې مې په خپل وروستني برياليتوب ډاډ درلود. ما په خپل غرور باور درلود. هر كله به چې له واسيليونا سره مخامخ شوم، غرور به مې وپاريد او د دي ښځې په وړاندې به يې زما هغه احساس ژوبلاوه چې ما ته يې د مينې بڼه درلوده. څه موده وروسته د دې مينې په ړنګو كې يوه نوې هيله، يوه ناپيژندلې هيله زرغونه شوه. دې هيلې زه اړ ایستلم چې د واسيليونا هر عمل ته ورته (مشابه) ځواب وركړم.
دا سپيڅلې هيله ورو- ورو هومره ژوره او پخه شوه چې زما ټول احساسات يې تر اغيزې لاندې راوستل. ما د خپل دې نوى احساس مخنيوى نه كاوه، ډېر پرې خوشحاله وم؛ ځكه انسان د ځنځيرونو په شلېدو خوشاله كېږي.، كه څه هم چې د مينې ځنځيرونه وي،
خپلواكي په انسان ګرانه ده.
ما ډېره هڅه كوله چې واسيليونا په يوه لومه كې ښكېل كړم. ما ويل دا بايد پوه شي چې د بل انسان په لومه كې ايسارېدل، څومره خوږوالى لري؟!… تر ډېر سوچ وروسته مې پرېکړه وکړه او بريالى شوم.
لومړى مې د يوه ښه او مهربان ښوونكي په شان د دې غرور ته درناوى وکړ او ورو – ورو مې د مينې د ښکلا په لومه كې ښكېل كړه. له دې وروسته ما د واسيليونا د ژوند د يوه (اړتیا) بڼه غوره كړه. په دې بهیر كې زه هومره تود او مينه ناك وم چې له دې پرته مې هېڅ شى نه پېژندل. مينه او تودوالى دواړه زما په ګټه وو، هغه ما ته نژدې شوه. زړه سواندې شوه او څو ځلې مو سره وكتل. ډېرې مينه ناكې او خمارې سترګې يې درلودې.
واسيليونا ډېر ورو کام پورته کاوه ، د دواړو په اړيكو كې يو ډول تلوسه او ناخوښي ليدل كېدل. زه پوهېدم چې د مينې دا کورګئ به ژر وران شي… ما هڅه كوله چې هغه په اصلى خبره پوه نه شي. دا هم زړه نا زړه وه او… هر څه پاى لري، له همدې امله هم زه تا د کيسې په وروستيو پېښو خبروم.
د جنوري د مياشتې د يوې ښكلي ورځې ماښام و. زه او واسيليونا د رودغاړې په بڼ كې ناست وو. بوراګانو سندرې ويلې، د ګلانو وږمې او د سپوږمۍ وړانګې هره خوا خپرې وې… ما پرله پسې خبرې كولې، كټ مټ د يو لوبغاړي په څېر مې لاسونه خوځول. فكر كوم چې په سترګو كې به مې اوښكې هم غونډې شوې وې… واسيليونا دا اوښكې ليدلې… زه لا هم كړېدم… په ګونډو شوم او د دې لاسونه مې ښكل كړل. زه پوهېدم چې سړى بايد په داسې وختونو كې څنګه چلند وکړي؟ ټول همغه زاړه او درواغ كړه وړه مې تكرار كړل.
بيا غلى شوم، ټول وجود مې لړزيده او پټ – پټ مى دې ته كتل. واسيليونا ژر- ژر سا بدلوله، رنګ یې سور اوښتې و. په سترګو يې د هوس، بلنې او خوند برېښنا له ورايه ځليده. زه بريالى شوى وم! واه… واه … ښځې خپل دواړه سپين او ښكلي لاس بېرته كړل، غېږ يې پرانسته او وې ويل:
– راشه … د سترګو توره … رانژدې شه … زما ژونده راشه… په ما ګران يې.
دا مهال زه له ځايه پاڅېدم؛ خو هغې په غېږ كې ونيوم او دواړه لاس يې رانه چاپير كړل:
– راشه … راخپل شه …
ما هغه له ځانه بېرته كړه او ومې ويل:
– نه غواړم!…
روان شوم او بې له دې چې حتى يو ځلى هم شا ته وګورم، د سپوږمۍ د وړانګو په پلوشو كې له بڼ څخه ووتم.
واسيليونا ورو چيغه وکړه او ولوېده.
څنګه وه ښه كېسه نه وه؟ ته ډاډه اوسه ملګريه چې ما په ټوله كيسه خبر كړې.
هو… ښه و چې په ياد مې شول. (بتى) يو ښكلى بچى زېږولى او اوس دوه ښكلي او خواړه بچيان لرم.
ښاد اوسي ملګريه!…