دا نظم مې د اروښاد استاد سعدالدین شپون صیب نمانځل غونډې پرمهال لیکلی و خو نن یې د مړینې په ویر خپورم
غر هنر
واه واه د شپیلۍ په سرُ خوږه سندره اورمه
مړ یې کړم په کیف ، څه جانانه خبره اورمه
اور کوي منې ؟ چې مینه ناکې فضا اور کوي
غږ د خواږه زړه د طبعیت له دره اورمه
***
شورپه لوړو تاړو کې د ښکلیو اوازونو دی
مست د غره محیط د ناز او نیاز په سرودونو دی
زنګ د زړونو مینځي دغه غږ د هغه زړه بوله
چرته چې دمینې سمندر په غورځنګونو دی
څه دانه باران مې د پښتو په ګلڅونو دی
ته وا دا موسم مې د جنت له موسمونو دی
***
درومم دشپیلۍ په خواږه رګ پسې په ونو کې
ډوب یم د فطرت د لذتونو په لمنو کې
مخ ته را روانې غیږې غیږې د ګلونو دي
څه خوږې وږمې مې بدرګه د قدمونو دي
ټول وجود مې مینه مینه ټول وجود ارمان ارمان
تږی د ذوق تږی یم په تنده کې روان روان
***
اه هۍ کنه ستوری مې د بخت شو رابیدار شکر
دغه دی اوبه مې شولو اور د انتظار شکر
زه له ګل مزله ګل منزله پورې راغلمه
دادی د سندرې تر درشله پورې راغلمه
دغه ده په لاس کې یې شپیلۍ دجادوګرهنر
غرونه په سندرو غږوي دا لکه غـــــر هنر
شنه ګل ګل شړۍ مې دشپانه بابا په غاړه ده
ته وا زمانه په هنرونو کې ولاړه ده
***
۱۸ لړم ۱۳۹۳ – کابل
سیدجیلاني جلان
استاد شپون ته دی الله ج جنت فردوس او کورنی ته دی الله پاک صبر جمیل ور نصیب کری