شنبه, جولای 27, 2024
Homeادبشپون، نا لیدلی لارښود | فرشته نجیم غني

شپون، نا لیدلی لارښود | فرشته نجیم غني

پرون چې کله کورته لاړم. سخته ستړې وم. تلویزیون مې نه لیده. خواله رسنیو هم چندان خوند نه راکاوه. فیسبوک مې ونه کاروو. سر له ماښامه د خوب په بستر ویده شوم. د شپې مې ښه خوبونه نه لیدل. ګډ وډ و. کله مې فکر کاوه کوم نوي کور ته تللې یم. کله یو څه لیکم خو بیرته ورانوم. خو لکه د تل په څیر په خوبونو چندان باور نلرم. فکر نه کوم خوب به مې د ژوند تعبیر وي. سهار پوهنتون ته لاړم. ښه خبر مې واوریده ملګرې مې کوژده کړې وه. ورته مې د خوشبختۍ هیله وکړه. تر دفتره پورې خوښه او خوشحاله راغلم. په لاره کې مې یوه کتابچه هم واخیسته چې کله کله څه پکې ولیکم. دفتر ته راورسیدم. بکس مې له اوږې ښکته کړ. د المارۍ په لور ولاړم بکس مې هلته کیښود. کمپیوټر ته راغلم مخکې له دې چې روښانه یې کړم. پیاله مې راواخیسته او چای مې پکې واچو. راغلم چې چای وڅښم یو چا راباندې غږ کړ د بي بي سي سايټ دې لیدلی. ما ویل نه ژر راغلم چې ګواکې کوم جالب خبر به وي. د سایټ خلاصولو سره سم مې په دې جملې سترګې ولګېدې. وتلي افغان لیکوال او شاعر سعدالدین شپون له دې نړۍ سترګې پټې کړې. دا مې تر ټولو خواشینونکی خبر و چې وامې ورید.  همداسې هکه پکه پاتې شوم. ډیره خواشینې شوم. هغه لیکنه مې یې سترګو ته ودریده چې د کلیزې د نمانځنې په اړه یې په تاند کې خپره کړې وه. استاد لیکلي و چې :

(د کور ټولو شیطانانو پس له هفتو هفتو، پټو غونډو او پس پسیو یما د زېږېدنې د جشن تابیه ونیوله. یو زوی اشرق کې و، بل مشرق کې، ټول سره راټول شول، زامن، لوڼې نمسي، لنډه دا چې ټول بلا بتر، سپین ګورګوړي، تور ګورګوړي رانازل شول. اصلي پسات زما د کوروالا و، چې په تیلفون، مسجونو، ټویټونو او فېسبوکونو یې ټول کولولي وو. زه ساده ګی لګیا وم د حبیب نثار، د پټیالې یار، راجا محبوب الله خان، څپاند، د کانګرو خان، هادي هادي، کونګ سترګی حفیظ غښتلی او نورو بدماشانو سره چېټ کاوه چې غر شو،. ځوځ ماځوځ د قاف غره له کنډوه راشېوه شول. یو بل مردار شی دی چې دلته ورته ، سرپراېز وايي، مانا ناڅاپي آسماني کاڼی. په همدې قسم ټوله رمه راغله. خوشاله شوم چې پس له میاشتو دا ګلان وینم. په لاسو او پښو مې یې برید خش کړ، سر تر پښو یې ښکولم او مخونه یې راپورې موښل. د ځینو خو پښتو هم نه وه یاده،ابا جان آی لف یو)

نن مې همدا هیله وکړه چې کاشکې استاد یوځل بیا مو دې د کلیزې نمانځنه کړې وای. کاشکې تا بیا همداسې ښکلی نثر د کلیزې په ورځ لیکلی و. ټول شاوخوا ګد وډ لوښي دې همداسې ښکلي انځور کړي وای. خلکو  به ګمان کاوه چې دا هر څه به له جنته را نازل شوي وي چې ته یې یادوې ځکه هر څوک هر شی دومره ښه نه وایې. دومره یې په ساده او ارامه، روانه او خوږو ادبیاتو نشي بیانولای. ته واقعین چې یو ستوری وې . یې به د پښتو د ادبیاتو په ځلانده آسمان کې. یو وخت یو چا راته ویلي و چې ته ډېره مطالعه وکړه تر څو د لویو او تکړه لیکوالانو په څیر لیکني وکړې. زما لیکنې ډېر کله ساده وې. په روانه ژبه وې. شعرونو کې مې درد په خپله ژبه بیان کړی دی. نشوای مې کولای زه د نورو شاعرانو په څیر ځينې نوي توري او کلمې وکاروم. ځانته به خپه شوم. ما ویل ګواکې زما وجود کې ځښته زیاته نیمګړتیا ده چې زه نشم کولای د نورو په څير ولیکم. حتا کله کله به مې خپلې لیکنې وروسته له لیکلو پاکولې. دغه څه په زړه ډېره خوړولم خو یوه ورځ مې ستا دغه لیکنه ولوسته. وروسته له هغه مې مطالعه د معلوماتو د ډیروالي لپاره کړې ده. نه ددې لپاره چې زه دې د هغوی په څیر لیکنې وکړم.

((زما سبک دې اور واخلي، خپله یې ولیکه))

(یوه خواږه ملګري چې په افغانستان کی مې ولي نعمت و هغه ورځ په ډېر ادب او نرمه لهجه راته وویل چې د خپلو لیکنو سبک بدل کړم. په قسم قسم الفاظو یې پوه کړم چې تر حده زیات ساده لیکنه د هغې علمي ارزښت ته صدمه رسوي. ما ورته عذر وړاندې کړ چې پیره، د زیار توري مې نه دي زده. هغه وویل چې د زیار توري د هېچا نه دي خو ښ، مګر ستا نثر بېحده زیات دې بل لوري، د بېسوادۍ خواته زور وهي)

د استاد شپون له برکته مې نور ښې لیکنې وکړې. په خپله ژبه او روانې مې ولیکلې. خدای دې جنتونه ورکړي. روح یې تل ښاد اوسه. زمونږ په زړونو کې به تل ژوندی وي.

نیټه:سپټمبر ۱۱ مه /۲۰۱۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب