Homeخبرونهپر پاکستان د خلیلزاد توندې نیوکې؛ د بلوڅو پراخ بریدونه یې ګواښوونکي...

پر پاکستان د خلیلزاد توندې نیوکې؛ د بلوڅو پراخ بریدونه یې ګواښوونکي بللي

تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۱۴مه)  د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا پر پاکستان تندې نیوکې کړې دي.

خلیلزاد په بلوچستان کې وروستی وضعیت تراژیدي او د بلوڅو ازداي غوښتونکي غورځنګ پراخ بریدونه یېګواښوونکي بللي دي.

زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه په دې  تړاو د پاکستان د امنیتي ادارو او په دغه سیمه کې د پاکستاني پوځ امنیتي عملیات هم د اندېښنې وړ بللې دي.

خلیلزاد زیاته په خیبر پښتونخوا کې هم وضعیت ناکرار بللی دی.

هغه عمران خان د پاکستان منلی سیاسي مشر بللی او پر دې نیوکه کړې چې لاهم هغه د جوړو شوو او بې‌بنسټه تورنو له کبله په زندان کې پروت دی.

خلیلزاد ویلي که پاکستان غواړي ګټه وکړي نو د پاکستاني شنونکو یوې ډلې ته دې اجازه ورکړې چې په دغه هېواد کې د روانو ناورینونو ژوره څېړنه وکړي او روانې ستونزې په بې‌پرې توګه وڅېړي او د هېواد ژغورنې لپاره یوې تګلاره وټاکي.

زلمي خلیلزاد ویلي چې ګومان نه کوم چې د پاکستان اداره دې موږ حیران کړي او دا ډول ګام پورته  کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...