دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونزموږ کلی شپون نه لري | اصف بهاند

زموږ کلی شپون نه لري | اصف بهاند

آهای د سوي کلي خلکو!

غږ مې اورئ!

زموږ کلی افغانستان نومیږي، ښې درې، ښه ښارونه او ښه غرونه یې لرل. دغه جنتي کلي یو شپون هم درلود، د دې کلي شپون:«و، نه و، یو شپون و» نومیده، خدای شته، ښه شپني یې هم کوله.

زموږ د کلي شپون، عجیب شپون و؛ ده د شپنو د ډانگ پر ځای یو لوی زرین قلم په جیب کې گرځاوه. په دې ډانگ ډوله قلم به یې له لرې د خپلې بې گناه او سپیڅلې رمې لارښونه کوله.

لکه چې په دې زمانه کې هر څه سرچپه دي، د دې شپانه په کارونو کې هم ډیر څه بدل وو. بدلون یې په دې کې و چې دی له خپل لوی زرین قلم سره، په خپلې رمې پسې نه و روان، دی ځای پر ځای ناست و، رمه ده ته راتله او ور نه تاو به وه. ښایي د لسان الغیب د وینا دا پالیسي به وه، چې ویلي یې وو:

آب و خــور لـکـه آسیا په ځـای را رسي

په خپل کور کې مې سکون دی هم رفتار

دې شپانه ډیرځلې عجیبې پخې خبرې هم کولې. یوه ورځ چې په کلي کې ډیر اړ و دوړ و او کلیوال له هر لوري نلیدل، ده په خواشینۍ سره و ویل:

«دا پر کلیوالو باندې څه حال دی، پاچا ته څوک د شکایت له پاره هم نه شي ورتلای. پخوا یې له ما سره کلکه انډیوالي وه، داسې انډیوالي چې کلي په کلي به را سره گرځیده؛ له کله نه چې پاچا شو، نو له ځان نه یې د غوښو دیوالونه را تاو کړل، نور خو پریږده، آن زه هم نه شم ورتلای، نو بهبود به څنگه راشي؟» 

د شپانه او رمې ښه سره دوستي وه، چې نا څاپه پر کلي باندې د سوزونکي او مرگوني اور سیلاو را برابر شو، هر څه تالا ترغه شول. رمه څه په اور کې کباب شوه او څه وتریده او په هر لوري خپره شوه.

د شپانه تن بدن ټپي، ټپي و، نه پوهیده څه وکړي، بې رمې یې گوزران نه کیده. چې هیڅ یې له لاسه و نه شول، له خپل ټپي بدن او خواشینې ارواح سره یې په بل لوري مخه کړه، په کوم لرې کلي کې یې واړول او…

هلته هم شپانه خپل زرین قلم چلاوه، خو د وخت په تیریدو سره د پردي کلي بادونو او د خپل کلي غمونو لاسونه سره یو کړل او شپون یې داسې  وسولاوه چې له پښو یې وغورزاوه، نو ځکه په خواشینۍ سره باید و وایو:

…او نور زموږ کلی شپون نه لري.

دا دی اوس د افغانستان، سیمې او نړۍ فرهنگي ــ ادبي کړیو شپون له لاسه ورکړ، خو ویاړ دا دی چې شپانه په ډیرې مینې او زړه سوي سره خپل حق ادا کړی او ښه پوره یې ادا کړی دی.

ښایسته بډای میراث یې ټولو ته پریښود، د میراث داسې خزانه ورنه پاتې شوه چې، هر څوک، هر څومره غواړي، پرته له دعوا او پرته له شور و ځوږ نه، هغه تر لاسه کولای شي.

ارواح دې یې ښاده

او یاد دې تل پاتې وي!

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب