شنبه, جولای 12, 2025
Home+د ومان نیازي ظلم | استاد سعدالدین شپون

د ومان نیازي ظلم | استاد سعدالدین شپون

امریکايي شاعر، ټي اېس ایلیاټ د اپرېل میاشت ظالمه بللې. وايي چې تر دې نو به کوم ظلم زیات وي چې په دې میاشت په قبرونو باندې سور خاټول راټوکېږي؟

اوس ومان نیازی هم د ماشومتوب یادونه چې هغه وخت د انرژۍ له جوشه پړک چاودېدو راسپړي.

په جومات کې ملا ایجیګي (توري په توري، هجا په هجاه) را ښودل او بیا یې رواني کول: جیم لکه جانان دی، من الجول و جاجا، ح لکه حلوا ده من الحول و حا حا، چ لکه چور ګوړی من الچول و چا چا.

مور را ته په نثر او نظم د ښاپېریو او ورکوټو شیانو کیسې کولې: مرغۍ د سلطان باچا د کروندې ږدن خوړلي وو، پلټنیانو دربار ته بووه چې هلته یې جلادان سر ور پرې کړي. په لار کې د اوښانو کاروان راغی. کارواني پوښتنه وکړه چې دا مرغۍ چېرې بیایئ؟ مرغۍ په سوو ساندو نارې کړې «وا د ښو او ښو خاونده! ما ږدن خوړلي دینه، ما سلطان باچا ته وړینه، ما همالته حلالوینه»، پړینګ شو په ژړا شوه. کارواني وویل، «یه پلټنیانو، پرېږدﺉ دا بې آزاره مرغۍ، زه به خپل نیمی اوښان، د باره سره درکړم» خو پلټنیانو ونه منله. هه هه هه، بل ځلي د یوې لویې رمې سره شپون په مخه ورغی. مرغۍ بیا نارې کړې، اې د ښې رمې خاونده…. شپون بیا پلټنیانو ته زارۍ کولې چې نیمه رمه به ورکړي خو دوی دې مرغۍ خوشې کړي. کیسه همداسې پسې تر هغې اوږدېدله چې زه به خوب ېووړم.

یوه همداسې کېسه چې مې لا یاده ده، د هغې مرغۍ ده چې د سیند په غاړه د  یوه دروي (نی) په څوکه کښېناستله، چې د اوبو څپې به راغلی، دروی به سیند کې ډوب شو، مرغۍ به ګرچاپېره ترې هوا کې ګرځېده، په شرنګولي غږ به یې کومه بدله ویله. چې څپه لاړه، دروی بېرته را نېغ شو، نو مرغی بیا ورباندې کښېناسته، هماغه یو بله یې ګردانوله.یوه ورځ سلطان باچا په لار تېرېده او چې د مرغۍ بدلې یې واورېدې، په مانا یې پوه نه و خو ډېر وخت ورته مدهوش ولاړ. شاهي ارګاهي ارګ ته په ستنېدو یې د اوغانستان له څلور و کونجونو حکیمان دربار ته وبلل چې د مرغۍ د بدلې مانا ورته ووايی. حکیمان عاجز راغلل، د هېچا د مارغانو لوظ نه و زده، خو بیربل را وړاندې شو چې سلطانه، تر تاج و تخته دې وارۍ شم، مرغۍ داسې ویل «ګل وطنه جان  وطنه، له تا نه قربان وطنه» پاچا اریان او چرت کې شو، بیا یې ټولو درباریانو ته مخ واړاوه ،« د دې مرغې نه د وطن مینه یاده کړﺉ. هغه د یوه دروي پورې داسې ښکلې ترانه وايی، وطن یې بولي او تاسو خپل د ګل په شان وطن په قدر نه پوهېږﺉ» غیر له بیربله یې ټول درباریان له درباره ورټل.


د اروښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د مارچ په ۵ مه نطټه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...