Homeخبرونهد کابل په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی

د کابل په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۸) تاند نن (یکشنبې) سهار د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې (کمپنۍ) په مربوطاتو کې د شرکت په سيمه کې د زړو سامانونو په مارکېټ کې اور ولګېد.

عيني شاهدان وايي چې اور شاوخوا ۸:۳۰ بجې بل شو.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې اور لا هم بل دی او د اور وژنې ډلې د هغه د وژلو لپاره سيمې ته رسېدلي دي.

تر دې دمه د اور لګېدو د علت او د زيان د اندازې په اړه څه نه دي ویل شوي.

ویل شوي چې اپه دغه مارکیټ کې د دوهم لاس وسایل پلورل کېدل.

د افغانستان په سوداګري مرکزونو کې ډېر ځلې اورونه لګېږي او د دې لپاره چې پر عواملو یې غور نه کېږي له دې کبله دا ډول پېښې بیا بیا تکراریږي.

د اور لګېدو زیاتره پېښې د برېښنا د شارتۍ او د ګازو د دبو د چاودنې له کبله په مارکیټونو او دوکانونو کې کېږي

حللارې ټینګار

  • مسوولان او د اور وژنې ادارې باید د انرژۍ سیستمونه په منئم ډول معاینه کړي، او دوکانداران دې اړ شي چې د اور وژنې وسایل وساتي.
  • شاوخوا جوړښتونه او د بازار پلانونه باید د اور لګېدو د مخنیوي مقررات رعایت کړي.
  • د اور لګېدو د خطر په اړه دې عامه پوهاوی زیات کړل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...