شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه هرات کې د ترک کمپنۍ له لوري د بادي او لمریزې...

په هرات کې د ترک کمپنۍ له لوري د بادي او لمریزې برېښنا د تولید پروژه پیل شوه

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۸ مه) په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برښنا د تولید پروژه د ترکیې د ۷۷ شرکت د استازو په حضور کې په رسمي ډول پیل شوه. دا پروژه د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او د ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید وړتیا لري.

دا پروژه د یوې سترې پروژې برخه ده چې وروستی تولیدي ظرفیت به یې ۲۰۰ میګاواټه وي.

د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت د دې پروژې په لومړي پړاو کې ۶۵ میلیون ډالره پانګونه کړې ده.

په کابل کې د ترکیې په سفارت کې د دغه هیواد د سوداګریزو چارو د سلاکار «امره اونال» په وینا، دا لومړی ځل دی چې د بادي توربین ټیکنالوژي د یوه ترک شرکت له لوري افغانستان ته راځي.

د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، اونال همداراز ټینګار وکړ چې په ترکي انجینرۍ او د دې هیواد د محصولاتو په کیفیت د افغانانو باور، د ګډو پانګونو لپاره مناسب چاپیریال برابر کړی دی.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال، عبدالغني برادر، د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې ویلي و: «موږ د یوې خوندي او پاکې راتلونکې لپاره هڅه کوو.»

هغه زیاته کړې چې دا پروژه د طالبانو د هڅو یوه برخه ده، چې هدف یې د چاپیریال ساتنه او له نوي کیدونکو انرژیو څخه ګټه اخیستنه ده.

دغه پروژه په داسې حال کې عملي کیږي چې افغانستان تاه بهرنۍ مرستې کمې شوې او د بنیادي تاسیساتو جوړولو ته د افغانستان اړتیا په زیاتېدو ده.

دا پروژه به په هرات ولایت کې د پاکې انرژۍ د برابرولو ترڅنګ خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

هرات ولایت د ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله، له باد او لمر څخه د انرژۍ د تولید لپاره لوړ ظرفیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...