چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبکره کتنهچغن د ژوند له چیغو سره | محمد مصطفی سمون

چغن د ژوند له چیغو سره | محمد مصطفی سمون

موږ په ټوله کې د چغن کلمه د شور جوړونکي او بې ځایه څیزونو غوښتونکي ماشوم چې د ژړا په حالت کې یې غواړي استعمالوو؛ خو د دې کلمې جوړښت په اوسني شرایطو کې د وطن د هر وګړي حالت څرګندوي، چې له اوسني حالته په چیغو دي او د داسې حالت غوښتونکي دي، چې د ژوند ترنم د هوساینې په شپېلۍ کې وویني.
چغن د دې ټولګې د یوې کیسې نوم دی، خو په ټوله کې د دې ټولګې کیسې د ژوند په نورو اړخونو هم راڅرخي. انساني ژوند، ناخوالې، کلیوالي تصویرونه، قبایلي دودونه او د چاپېریال نا سپړلې برخې پکې انځور شوې دي.
د لیکوالۍ هنر یوازې دا نه دی، چې پاڼې تور شي، بلکې د ټولنې هغه نا سپړلې برخې د پاڼو په مخ مترسمول کړای شي، چې د ژوند اړخونه پکې پټ وي ښکاره شي. دا د لیکوال دنده ده، چې ژوند ته له ماورا زاویو وګوري. نه لکه یو عام وګړی؛ ترڅو هر انساني فکر د نوښت لوري ته وهڅوي او داسې نوښتګر فکر وپنځوي، چې تیت فکرونه د ژوند نوو اړخونه ته متوجه کړي.
د دې ټولګې لیکوال عصمت الله صالح توانېدلی، هغه څه چې ده په ټولنیز ژوند کې لیدلي او د ټولنې له درده یې حس کړي د پاڼو په مخ یې مترسم کړي او غیر متحرک څیزونه ته یې حرکت ورکړی او د فکر په خوځېدلي هنر یې د ژوند نوي اړخونه شاربلي او د هنر په ژبه یې پر موږ حس کړي؛ داسې انساني افکار ډېر کم پیدا کېږي، چې ژوند ته په ژورو عینکو وګوري، ترڅو له سطحي لیدلوري مخ واړوي؛ خو صالح د ژوند او ټولنیز درک په اړه بل ډول فکر لري، چې همدا د ده د هنر په پنځولو کې لویه ګام دی، هغه دا چې په ژوند فکر کوي.
ژوند د کولو تر څنګ په فکر کولو هم ارزي، ځکه چې انسان سره د ژوند کولو تړاو له پیدایښت پیلیږي، چې له همدې سره د فکر مزي هم پراخیږي.
د صالح نثر روان، ژبنی تړښت، د الفاظو اوډل او  له انځوریزو جملو مالا مال دی، د انځورونو په وسیله هر څه درباندې حس کوي او د جملو په تړښت کې له ډېره هنره کار اخلي.
لکه په دې پرګراف کې:
کوچنی هلک، غوټه په لاس د پلار لور ته روان و، خو دادګل ته له رسېدو وړاندې یې پښه د موږک غار ته برابره شوه، کوږ شو، پړمخ پرېوت، غوټه خلاصه شوه، په کاسه کې لمده ډوډۍ په خاورو ګډه شوه.
د صالح د نثر لویه ځانګړنه د منظر کشي او لوستونکی په ذهني لحاظ له ځان سره بېول دي. لکه په دې جملو کې غپا شوه، ځوان کړکۍ ته ودرېد، واورې تازه شروع کړې وه، په انګړ کې غټ سپي په یوه ډله پیشوګانو پسې منډې وهلې.
د ژبې هنر همدې ته وایي، چې غیر حسي څیز دې ذهن کې مترسم  کړي او په خیالي نړۍ کې دې د فکر لارې پرانیزي؛ نو په ټوله کې ویلی شو، چې صالح د ټولنې له دردېدلي اړخه اګاه او د هنر پر مټ یې د ټولنیزو نا خوالو یو تړلی انځور وړاندې کړی.
د صالح قلم دې تاند او روان اوسي د ژوند په ټولو چارو کې دې بریالی او ګړندی اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب