جمعه, اپریل 26, 2024
Home+پښتو مـتون سمېدل غواړي (۱۵ برخه) استاد معصوم هوتک

پښتو مـتون سمېدل غواړي (۱۵ برخه) استاد معصوم هوتک

دیده :

سترگه

احمدشاه بابا ویلي دي:

مـــــــــــخامخ راته ولاړه

نه سوه وږي دیده سېر

(۴۲مخ)

په (ل) او (م) کي “نه سوه وږې سترگه سېر”. باید وویل سي چي د بابا په کلام کي “دیده” جمع نوم دئ او باید په “سترگي” اړول سوی وای.

ëëë

راسه:

راشه

لوی احمدشاه بابا وایي:

و عاشق ته جواب ورکړې

بــــیا نارې وهې چي راسه

(۱۰۰مخ)

د دې غزلي نوري قافيې (بې هراسه، لاسه، تاسه، اساسه، کم وکاسه، له آسه) دي خو د پېښور چاپ ترتیبوونکي د شینیت تر اغېزې لاندي د شاعر په کلام کي لاس وهلی، “راسه” ئې “راشه” کړی او شعر ئې عیبجن کړی دئ.

بل ځای:

لوی احمدشاه بابا ویلي دي:

د لویو لویي څه کـــــــــــــــــــــــــــمه نه سي

که هلک ته چیري ووائې “چي” راسه

(۱۰۰مخ)

د دې غزل نوري قافيې (باسه، وسواسه، دپاسه، مواسه، جارباسه، تاسه، له آسه) دي. دلته بیا د پېښور چاپ ترتیبوونکی د شعر قافیو ته متوجه دئ خو د (راسه) منلو ته د شینیت په حکم تیار نه دئ، ځکه ئې نو بیا په شعر کي لاس وهلی دئ او دوهم نیم بیتی ئې”که و هلک ته چیرې وائې دلي پاسه” کړی دئ. د (م) چاپ هم دغه لاسوهنه نقل کړې ده او ده بیا له”وائې” څخه “ووائې” جوړ کړی دئ. دا نو بیا په لاسوهنه کي بله مداخله ده او شعر گویا مسخ المسخ سوی دئ.

ëëë

زلفي:

څڼي

احمدشاه بابا وایي:

زړه دغې ناداني وړی

پر گـــردن زلفي چاپېر

(۴۲مخ)

په (ل) کي “پر گردن څڼې چاپېر” سوی دئ او (م) هم دغه شکل اخیستی دئ.

ëëë

سخره:

ښاخونه؟

احمدشاه بابا ویلي دي:

د قدرت اوبه ئې ورکړې

له وچ ســــخره کا اشجار

په (ل) او (م) کي دوهمه مصرع داسي الیشه سوې ده:

“وچ ښاخونه کا اشجار”

د همدې غزل “مقطع” شاعر داسي ویلې ده:

“احمدشاه” شپه ورځ ثناکه

عــــــــــقل دچار سي په دا کار

دلته (رسي = رسېږي) دئ یعني په دې کار باندي د چا عقل رسېږي. په پېښور چاپ کي د شینیت تر اغېزې لاندي “عقل دچار شي په دا کار” کړی دئ.

ëëë

سخي:

ښکلې؟

احمدشاه بابا وایي:

د ښایست مخۍ ئې نسته

هــــــم سخي ده بې ادراکه

(۱۰۷مخ)

په (ل) کي دوهمه مصرع “هم ده ښکلې بې ادراکه” ده او (م) هم اخیستې ده. دلته ئې په دغي لاسوهني سره شعر ډېر عیبجن کړی دئ ځکه د اول  او دوهم نیم بیتي توپیر د معنا له مخي هیڅ نسته دواړه یو مطلب دئ!

ëëë

سروه:

سبر

احمدشاه بابا ویلي دي:

عاشقان ئې زخمي کړي

جوړه ســـــروه د جویباره

(۹۵مخ)

په (ل) کي دوهم نیم بیتی داسي دئ: “په قد سبر د جویباره” او (م) هم کټ مټ اخیستی دئ.

بل ځای:

نــــــــازنینه دل آزاره

جوړه سروه صنوبره

(۹۶مخ)

په (ل) او (م) کي له دوهم نیم بیتي څخه “جوړه سبر، صنبره” جوړ سوی دئ.

بل ځای:

پــــــــــه قد سروه صنوبر ده

زړونه ځکه گرېوان چاکه

(۱۰۷مخ)

په (ل) او (م) کي “په سبر صنوبره” دئ.

بل ځای:

په قد ســـــــــــــروه صنوبره

سپین چوړائې مړوندونه

(۱۲۵مخ)

دغه (سروه) هم په (ل) او (م) کي “سبر” سوې ده.

بل ځای:

سروه قـــــــــده گل عذاره

خوښ رفتاره ځي مهینه

(۱۳۶مخ)

په (ل) او (م) کي دغه ځای (سبرقده) سوی دئ.

ëëë

سوختنه:

سوځلو

لوی احمدشاه بابا ویلي دي:

بې سوختنه آرام نه که

بېگانه له پلار و موره

(۹۷مخ)

په (ل) کي له لومړۍ مصرع څخه “بې سوځلو آرام نه که” جوړ سوی دئ او (م) هم اخیستی دئ.

ëëë

سینه:

ټټر

احمدشاه بابا وایي:

راسه نن سینه کباب یم

ومي گوره دل خراب یم

(۶۲مخ)

په (ل) او (م) کي اول نیم بیتی “راسه نن ټټر کباب یم” ځني جوړ سوی دئ. د لوی احمدشاه بابا په لهجه کي (ټټر) دومره زیات استعمال نه درلود.

بل ځای:

دم په دم ئې یار یادیږي

سینه سوې لکه سکوره

(۹۷مخ)

په (ل) او (م) کي “ټټر سوی لکه سکوره” ثبت دئ.

بل ځای بیا د (سینه) پر ځای (زړگی) راوړل سوی دئ:

احمدشاه بابا ویلي دي:

د ښایست هوسناک ډېر دي

د چا، چـــــــــــــا سینه سپنده

(۹۰مخ)

په (ل) او (م) کي دوهمه مصرع “د چا چا زړگی سپنده” ثبت سوې ده.

ëëë

سیمین تنه:

سپین تنه

احمدشاه بابا ویلي دي:

سیمین تنه گل بدنه

جهانگیره سراسره

(۹۶مخ)

په (ل) او (م) کي له اول نیم بیتي څخه “هم سپین تنه گل بدنه” جوړ سوی دئ.


د استاد هوتک د دغو لیکنو لړۍ لومړي پلا په ۲۰۱۱ م کال په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب