دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهحقاني شبکې ومنله، چې پاکستان ورته ځانمرګي بریدګر روزل

حقاني شبکې ومنله، چې پاکستان ورته ځانمرګي بریدګر روزل

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۷ ) د طالبانو حقاني شبکې منلې، چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې ځانمرګي بریدګر ورته پاکستان روزلي.

د دغې شبکې د ځانمرګو بریدګرو مسوول سمیع الله محمدي په یوه تازه خپور شوي امریکایي مستند فلم کې ویلي، چې ځانمرګي بریدګر ورته د پاکستان پوځ د دې لپاره روزل، چې د افغانستان دولت نابود او امریکایان ووژني.

هغه تایید کړې، چې پاکستان ورته د خپلو ملي ګټو لپاره ځانمرګي بریدګر روزل.

د نوموړي په وینا، د ځانمرګو بریدګر د روزنې لپاره د دغو بریدونو د ویډیوګانو له جوړولو زیاته ګټه اخیستل کیده او نور ځوانان دغو بریدونو ته تشویقیدل.

حقاني شبکه او طالبان تل تورن شوي، چې مشران او جنګیالي یې پاکستان روزلي او د افغانستان د ګټو خلاف جنګولي، خو دغو ډلو مخکې دا ادعاوې رد کړې وې.

 د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني یو ځل منلې وه، چې جنګیالیو یې په افغانستان کې تر زرو زیات ځانمرګي بریدونه کړي.

2 COMMENTS

  1. خير چې داسې، نو د پاکستان په شهيد ويلو څوک شهيد حسابيږي؟
    پېغمبر صلی الله عليه وسلم خپل تره ابوطالب ته هدايت کولی نه شي او الله تعالی ورته وايی چې دا ستا کار نه دی، نو يو څوک چې د نورو د ګټو لپاره جنګېدلی نه د هېواد د ګټو لپاره، نو پاکستان د کوم مشروع صلاحيت له مخې څوک شهيد بللی شي؟

  2. شهید یانې څه ؟ دا ټوله دیني محمدي جادو ګیري ده ، څوک چې مړ شي هغه مړ دی که په کونه یې لرګی هم ومنډي بي تفاوته دی دا ټوله شیطاني ، ډار او کوسمادري ده !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب