تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) وروسته له دې چې د تحریک انصاف ګوند د اوږد لاریون د پای ته رسولو په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت د غوښتنو له منلو انکار وکړ، د شهباز شریف په مشرۍ مرکزي کابینې پرېکړه وکړه چې په خیبرپښتونخوا کې بیړنی حالت اعلان کړي.
خیبرپښتونخوا یوازینی ایالت و چې حکومت د تحریک انصاف ګوند په لاس کې و.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د یکشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د فدرالي کابینې بېړنۍ غونډه کې د خیبر پښتونخوا پر خراب امنیتي وضعیت، امنیتي راپورونو او سیاسي کړکېچ خبرې شوې دي.
راپور ادعا کوي چې کابینې په دغه ایالت کې د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې د بېړني حالت او د ګورنر د واکمنۍ د پلي کېدو منظوري ورکړې ده. په غونډه کې د پاکستان مرستیال صدراعظم اسحاق ډار، دفاع وزیر خواجه اصف، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د راپور له مخې، کابینې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت پر ادعا شوې بېپروايۍ او د امنیتي ستونزو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده. خو د سیاسي کړکېچ د کمولو لپاره یې پرېکړه کړې چې له وروستیو اقداماتو مخکې د مولانا فضلالرحمان په منځګړیتوب د جوړجاړي وروستۍ هڅه وکړي. اسحاق ډار هم له نوموړي سره اړیکه نیولې ده.
د اداري واک او ځانګړي سکرتریت طرحه
د راپور له مخې، که د ګورنر واکمني عملي شي، د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي به د ایالت اداري چارې په لاس کې واخلي.
همداراز، د پخوانیو قبایلي سیمو د اتو او د جنوبي سیمو د ۱۲ ولسوالیو لپاره د یوه ځانګړي سکرتریت د جوړولو طرحه هم وړاندې شوې ده. په دغه سکرتریت کې به مرستیال اعلیسکرتر او د پوایسو مرستیال عمومي ريیس وګومارل شي.
راپور زیاتوي چې د دې لپاره چې دا پرېکړې د اساسي قانون له مخې تایید شي، د پاکستان د پارلمان د دواړو جرګو ګډه غونډه هم د سېشنبې په ورځ رابلل شوې ده.
د امنیتي وضعیت په اړه د راپور ادعاوې
په راپور کې د امنیتي ادارو له قوله ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۲۳مې پورې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګریزو پېښو شمېر ۱۹۵ سلنه زیات شوی دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د ترهګریزو بریدونو ۷۳ سلنه د پولیسو او نورو امنیتي ادارو پر ضد شوي دي.
سرچینه ادعا کوي چې د وسلهوالو ډرون بریدونه هم په ۲۰۲۴ کال کې له صفر څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۱۷۰ ته رسېدلي دي.
په راپور کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګې د تجهیزاتو کمښت ته هم اشاره شوې ده. ویل شوي چې دا ادارې له عصري وسلو، د څارنې له وسایلو، د شپې لید له وسیلو او د زغروالو موټرو له کمښت سره مخ دي.
د بیړني حالت د اعلان معنا دا ده چې منتخب حکومت، چې د تحریک انصاف په لاس کې و، لیري کېږي او واک ګورنر یا والي ته سپارل کېږي چې د مرکزي حکومت استازی دی.