Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران او افغانستان د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه د لاسلیک...

ایران او افغانستان د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه د لاسلیک کړل

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس محمود سیادت وايي، دواړو هېوادونو هوډ کړی چې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

سیادت د کابل په ښار کې د تلې په ۱۵مه د امام ابوحنیفه د پنځم نړیوال نندارتون په څنډه کې ویلي، چې په دغه نندارتون کې له افغانستان سره د ایران د قراردادونو ټول ارزښت له ۴۰۰ میلیون ډالرو اوښتی دی.

د نوموړي په وینا، د دغو قراردادونو له وروستي کېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړې چې د امام ابوحنیفه په پنځم نړیوال نندارتون کې د ایران ګډون د دغه هېواد د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د هغه په خبره، له ۵۰ څخه زیاتو ایراني سوداګرو او پانګه‌والو د نندارتون په بېلابېلو برخو کې ګډون کړی دی.

سیادت وايي، پخوا د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو ډېره برخه د توکو پر صادراتو راڅرخېده، خو اوس ایراني سوداګر او پانګه‌وال په افغانستان کې ګډو پانګونو، د پوهې او ټکنالوژۍ لېږد او په کورني تولید کې ګډون ته هم لېوالتیا لري.

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ایران د حکومت پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د پانګونې ملاتړ، د تخنیکي او انجینري خدمتونو د صادراتو پراختیا، د صادراتو د تضمین صندوق فعالول او صادرونکو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول باید د ایران د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې شامل وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...