Homeخبرونهد افغانستان بنګله دېش ټیستلوبه؛ بنګله دېش مخکښ ښکاري

د افغانستان بنګله دېش ټیستلوبه؛ بنګله دېش مخکښ ښکاري

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ټېستلوبې درېیمه ورځ په داسي حال کې پای ته ورسېده چې بنګله دېش په دوهمه پاڼۍ کې ۲۲۳ منډې وکړې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

حاضردمه د بنګله دېش ټیم تر افغان لوبډلې ۳۲۹ منډې زیاتې لري. دوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې کړې وې چې په مقابل کې یې د افغانستان ټیم ۲۲۳ منډې وکړای شوې.

که څه هم له لوټن داس پرته د بنګله دېش اصلي توپ وهونکي سوځېدلي او تمه نه کېږي چې د منډو شمېر به ډېر لوړ کړای شي خو دې ته په کتو چې د افغانستان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۰ منډې کړې وې، د بنګله دېش له لوري حتي اوس هم ټاکل کېدونکی هدف لوړ دی او افغانستان ته یې د پوره کولو چانس لږ لیدل کېږي.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ کیپتان رحمت شاه وکړ چې د سلیزې له کولو سره سره تر پایه ونه سوځېد خو نورو ورسره ملګرتوب ته دوام ورنه کړای شو.

نن د سیالۍ په پیل کې د بنګله دېش لومړي درې پیلګر لوبغاړي ژر وسوځېدل خو نجم الحسن شانتو او مشفق الرحمان رحیم تر ډېرو پاتې شول او هره یوه ۸۲ او ۸۱ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ناشناس وروستۍ مرکه| ډاکترخوشحال حبيبي

ما د ناشناس مرکه (له ناشناس سره مرکه، مالمو سويدن ١١ اپريل ٢٠٢٦) چي تر دغه عنوان لاندي خپره سوې ده او د سويډن...