Home+جګړه؛ پرديو ته د نفوذ فرصت او افغانانو ته د بقا اندېښنه

جګړه؛ پرديو ته د نفوذ فرصت او افغانانو ته د بقا اندېښنه

عبدالوحید وحيد

افغانان له اوږدو، ځپونکو او ويجاړوونکو جګړو څخه وروسته تر هر څه زیات ثبات، د زده کړو د ګراف لوړوالي، اقتصادي وده او ملي يووالى غواړي. د دغو موخو ترلاسه کول په کور د ننه ثبات، وخت سرچينو، کادرونو، ښه حکومتولي او اوږدمهاله مبارزې ته اړتیا لري. که هېواد مو یو ځل بیا د پرديو په لمسون او ملاتړ په کورنۍ جګړه کې لتاړ شي، ممکن افغان ولس ته د خپلې بقا په بيه تمام شي او اوږدمهاله پایلې به يې یوازې د واک پر سر د افغان ډلو شخړه او د افغانستان په پولو کې محدود نه پاتې کيږي.

د افغانستان جغرافیایي موقعیت او د سیمې له جيوپوليتيکي معادلو سره تړاو به دغه جګړه  د سیمه‌ ییزې سیالي برخه وګرزوي.  د کورنۍ جګړې ننګونې یوازې په دغه چوکاټ کې نشو راټولولاى چې څوک به واک ګټي. مهمه پوښتنه دا ده چې ایا د تيرو کورنيو جګړو ترخه يادونه په ځانګړي ډول د کابل کنډواله کيدل د افغانانو هېر شول او ايا افغانستان به له داسې جګړې وروسته متحد، خپلواک،  او د پريکړو کولو وړ هېواد پاتې شي؟

کورنۍ جګړه هغه مهال په ملي بحران باندي بدلېږي چې نظام د خپلو جغرافيايي پولو ساتلو،  عدالت او عامه نظم د رامنځته کولو وړتیا له لاسه ورکړي او اړونده خواوې د واک ساتلو يا د واک په ترلاسه کولو باندي تکیه وکړي. په دغه حالت کې هر اړخ د خپل ځواک په زیاتولو باندي پانګونه کوي، خو د یوه لوري لخوا د ځواک د زياتولو هڅه د بل اړخ لپاره ګواښ ګڼل کېږي. د متقابلې وېرې دغه تسلسل جګړه اوږدوي او د سیاسي حل مخه نيسي. کله چې جګړه واک ته د رسيدو لپاره وسیله شي، د سولې بیه هم لوړېږي او مهمه دا چې د نيابتي جګړو رنګ خپلوي او د پرديو لپاره د نفوذ ساحه پراخه کيږي.

بهرنۍ استخباراتي شبکې د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې د هيڅ اړخ قاطع ملاتړ نه کوي بلکې يوازې ګډوډي رامنځته کوي او د همدغو کورنيو رقابتونو له ادرس څخه خپل نفوذ پياوړى کوي. هغوی اړتیا نه لري چې افغانستان په مستقیم ډول اشغال يا کنټرول کړي؛ له افغان خواوو سره د مالي، سیاسي، استخباراتي یا امنیتي اړیکو جوړول هغوى ته داسې فرصتونه ورکوي چې د جګړې رنګ او نيرنګ بدل کړي. په دغه شان وضعیت کې د پرديو ګټو لپاره افغانان په خپل هېواد کې دننه جنګېږي، خو د جګړې جاري ساتلو لپاره ځينې اړتیاوې له بهر څخه پوره کيږي . تر ټولو لوی زیان یې داده چې د افغانستان د سیاسي پرېکړو خپلواکي په تدريجي ډول د بهرنیو محاسبو او د نيابتي معادلو له اغېزو لاندې راځي.

د سیمې هېوادونه د افغانستان په هکله بېلابېلې امنیتي او ستراتیژیکې محاسبې لري. پاکستان له عسکري ليدلوري څخه له افغانستان سره دښمنانه تعامل کوي؛ هند د پاکستان ليدلورى له خپل سیمه‌ییز حضور سره پرتله کوي؛ ایران د کډوالي، اوبو، د پولو د امنیت او اقتصادي لارو مسئلې لري؛ روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افراطیت او د پولو د بې‌ثباتي خطر ته ګوري. له همدې امله د افغانستان بحران کولای شي هر اړخ ته د نفوذ لپاره فرصت برابر کړي، خو په عین وخت کې د هغوی امنیت ته هم ګواښونه رامنځته کيداى شي.

د کورنۍ جګړې اوږدمهاله زیان د جګړې له ختمېدو وروسته څرګندېږي. جګړه تولیدي اقتصاد له منځه وړي، پانګه او مسلکي کادرونه بهر ته وزي، د دولت عواید کمېږي، اوږدمهاله بې ثباتي رامنځته کيږي، ټولنيز درزونه پياوړي او ملي يووالى زيانمن کيږي. کله چې خلک د سمت، توکم یا سیاسي تړاو له مخې یو بل ته د دښمن په سترګه وګوري، د جګړې پای په اتوماتیک ډول ټولنه بيرته له يو بل سره يوځاى کيدو ته نه پريږدي. د سړکونو او ودانیو بیا جوړول ممکن په پرتله ييز ډول اسانه وي، خو د پرګنو ترمنځ له منځه تللى باور بیا په اسانه توګه نه رامنځته کېږي او دا داسې اوږمهاله بهير دى چې بهرنيان پکې مرسته نه بلکې خنډونه اچوي.

هر څومره چې کورني اداري بنسټونه کمزورې، سياسي مشارکت محدود، عدالت کمزوری او د خلکو مشروع شکایتونه بې‌ځوابه پاتې کېږي،  د بهرني نفوذ لپاره امکانات برابریږي. بنأً  د جګړې د مخنیوي بنسټيزه وسیله د نظام او ټولنې ترمنځ د اعتماد بیا جوړول دي. په نظام کې د سمون او بدلون هڅې باید داسې وي چې خلکو ته پکې د مخالفت، سیاسي مشارکت او د حقونو د غوښتلو لپاره سوله‌ ییزې لارې شتون ولري. پياوړي کورنى مشروعیت د بهرنيو لاسوهنو پر وړاندې تر ټولو مهم دفاعي دیوال دی.

د سمون او بدلون د هڅو او جګړو ترمنځ باید کرښه روښانه وساتل شي. د حکومتولي پر نیمګړتیاوو نیوکه، ولسي غوښتنې د عدالت او شفافیت غوښتنه، د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو غوښتنه د جګړې معنى نه لري او د دښمني په کتګوري کې نه راځي. افغانان باید د نظام د نسکورولو لاره نه، بلکې په نظام کې د سمون او بدلون لاره غوره کړي. داسې لاره چې له ستونځو څخه د انکار پر ځای د ستونځو د حل لپاره سیاسي او سوله‌ییزه تګلاره رامنځته کړي.

افغانان کولاي شي د افغانستان له جغرافیایي موقعیت څخه د ګټه اخیستنې له مخې خپل هیواد په سيمه ييزه او نړيواله ټولنه باندې له بار څخه په اقتصادي فرصت بدل کړي. د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ موقعیت، ترانزیټي لارې، انرژي او سیمه‌ییز اتصال هغه فرصتونه دي چې یوازې د افغانستان په ثبات کې ارزښت پیدا کوي. که افغانستان له ثبات څخه برخمن وي، ګاونډیان د سوداګري او اتصال لپاره ورسره سیالي کوي؛ که بې‌ثباته وي، همدغه جغرافیه د قاچاق، وسلوالو شبکو د تګ راتګ، امنیتي رقابتونو او نيابتي جګړو لپاره اسانتیاوې برابروي.  د افغانستان ثبات د افغانانو تر څنګ د سیمې اقتصادي او امنيتي اړتیا هم ده.

افغان ولس له جګړو څخه ستړی دی. هغوى په خپل هیواد کې د بلې کورنۍ جګړې، د واک په سر د نښتو او د بهرنیو ستراتیژیکو محاسبو لپاره د قرباني کېدو پر ځای عادي ژوند غواړي: امنیت، کار، زده کړو ته لاسرسى، سوداګري او د خپلو کورنیو لپاره د روښانه راتلونکي ډاډ غواړي. بنأً د افغانانو لپاره انتخاب نه جګړه او نه هم انزوا ده، بلکې انتخاب دادى چې له نړۍ سره تعامل ولرو او په خپله خاوره کې مو جګړه نه وي؛ له ګاونډیانو سره اړیکې ولرو، خو خپلو پريکړو کې خپلواکي له لاسه ور نکړو؛ اصلاحاتو ته تسلسل ورکړو، خو هېواد د ویجاړي لوري ته بيا تلل په هيڅ ډول د منلو وړ غوراوى نه دى. د هېواد تر ټولو ستره ستراتیژیکه اړتيا دا ده چې د نورو لپاره د سیالیو ډګر نه، بلکې د خپلو خلکو د سولې، ثبات، د سمون او بدلون په بهير کې د تسلسل او اقتصادي پرمختګونو کور وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...