Homeخبرونهاسترالیا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت ۲۵مه کلیزه ونمانځله

استرالیا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت ۲۵مه کلیزه ونمانځله

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د استرالیا سلګونو وګړو، پخوانیو او اوسنیو پوځي چارواکو او د وژل شویو سرتېرو کورنیو په پلازمېنه کانبرا کې په رسمي مراسمو کې په افغانستان کې د استرالیا د پوځي ماموریت د پیل ۲۵مه کلیزه ونمانځله.

دا مراسم نن (د یکشنبې ورځ) د استرالیا د جګړې په یادګار کې جوړ شوي وو. استرالیا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۱مه، په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له تروریستي بریدونو یوه میاشت وروسته، د القاعده او طالبانو پر ضد د نړیوالو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل ځواکونه ولېږل.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیزي په خپلو خبرو کې د هغو سرتېرو زړورتیا او قربانۍ وستایلې چې په دغه ماموریت کې یې برخه اخیستې وه. هغه وویل، استرالیا له خپل متحد، امریکا سره د ملاتړ لپاره افغانستان ته ولاړه، ځکه د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه د ژوند پر هغه ډول برید و چې د استرالیا خلکو ته هم ارزښت لري.

د استرالیا د جګړې د یادګار رئیس مېټ اندرسن وویل، په افغانستان کې ډېر استرالیایي سرتېري د جګړې له سختو شرایطو سره مخامخ شول او ځینې یې د داسې تجربو ولیدې چې تر بېرته ستنېدو وروسته یې بیانول هم ورته ستونزمن وو.

هغه زیاته کړه، که څه هم د کابل د سقوط او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو بېرته واک ته رسېدو د استرالیا د پوځي ماموریت د پایلو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي، خو د سرتېرو هڅې او قربانۍ باید له پامه ونه غورځول شي.

د استرالیا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې تر ۳۵ زره زیاتو استرالیایي پوځيانو د افغانستان اړوند او نورو ورته عملیاتو کې برخه اخیستې وه. په افغانستان کې د خدمت پر مهال ۴۷ استرالیایي سرتېري وژل شوي او ۲۶۳ نور ټپیان شوي دي.

د جنګي جنایتونو تورن پخوانی سرتېری هم په مراسمو کې حاضر و

د مراسمو له ګډونوالو څخه یو هم بن رابرټس سمیت و، چې د استرالیا له هغو سترو څخه دی چې تر ټولو ډېر پوځي مډالونه یې ګټلي دي. هغه د مراسمو په لړ کې د ګڼو پخوانیو سرتېرو او ګډونوالو له تود هرکلي سره مخامخ شو، له خلکو سره یې عکسونه واخیستل او لاسلیکونه یې ورکړل.

رابرټس سمیت په افغانستان کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د خپل ماموریت په لړ کې د بې‌وسلو کسانو د وژنو په تړاو د جنګي جنایت تور پوري شوی او لږترلږه د پنځو کسانو د وژلو ادعا پرې شوې ده. د استرالیا فدرالي پولیسو هغه د اپرېل په اوومه د سیډني په هوايي ډګر کې تر نیول کېدو وروسته محکمې ته وړاندې کړی و.

نوموړي خبریالانو ته ویلي چې په مراسمو کې یې ګډون د هغو زرګونو استرالیایانو د درناوي لپاره دی چې د القاعده او طالبانو پر ضد په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه. هغه وویل، د دغو سرتېرو کار او قربانۍ باید هېڅکله هېرې نه شي.

د استرالیا د پارلمان د اپوزیسیون غړي او د ځانګړو ځواکونو پخواني سرتېري انډرو هستي هم په مراسمو کې ګډون کړی و. هستي د رابرټس سمیت د افترا په قضیه کې د هغه پر ضد شاهدي ورکړې وه.

د وژل شویو سرتېرو کورنیو د خپلو عزیزانو یاد تازه کړ

په مراسمو کې د هغو کورنیو استازو هم خبرې وکړې چې خپل عزیزان یې په افغانستان کې له لاسه ورکړي دي.

جني پوېټ، چې زوی یې، سرتېری رابرټ پوېټ، په افغانستان کې وژل شوی و، وویل چې د عزیزانو له لاسه ورکولو درد د دغو کورنیو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده. هغې د هغو کورنیو یادونه هم وکړه چې غړي یې له افغانستانه بېرته کورونو ته ستانه نه شول.

د افغانستان د ماموریت یوه پخواني سرتېري، خلیل فیګن، هم د جګړې د سختو شرایطو، له سخت ژمي او سوزوونکي دوبي نیولې تر ځانمرګو بریدونو او د سړک د غاړې تر چاودېدونکو توکو پورې د خطرونو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل، د کابل د سقوط او د طالبانو بېرته واک ته رسېدو د ډېرو پخوانیو سرتېرو په زړونو کې ژور خپګان پیدا کړ، خو د جګړې سیاسي پایلې باید د هغو کسانو د خدمت او قربانیو د ارزښت یوازینی معیار نه وي چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې ده.

فیګن زیاته کړه چې استرالیایي سرتېرو تر دوو لسیزو ډېر وخت د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د محدودولو لپاره هڅې کړې دي او د هغوی زړورتیا باید د وخت په تېرېدو هېره نه شي.

په مراسمو کې د یوې چینوک پوځي څرخکې الوتنې هم د ګډونوالو پام ځان ته اړولی و. دا ډول څرخکې په افغانستان کې د استرالیایي سرتېرو د لېږد، اکمالاتو او ملاتړ لپاره کارول کېدې.

استرالیا د افغانستان د جګړې په اړه د یادګار ځانګړې برخه هم پرانیستې ده، چې پکې د یوه «بوش‌مېسټر» پوځي موټر پاتې شوني نندارې ته اېښودل شوي دي. دغه موټر په ۲۰۱۲ کال کې د سړک د غاړې د یوې چاودېدونکي وسیلې په چاودنه کې ویجاړ شوی و.

د استرالیا د بېرته راستنېدونکو سرتېرو د ټولنې مشر پیټر ټینلي هم ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د ملي مطبوعاتو په کلب کې وینا وکړي او د ملي چمتووالي او دفاعي مسوولیتونو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ناشناس وروستۍ مرکه| ډاکترخوشحال حبيبي

ما د ناشناس مرکه (له ناشناس سره مرکه، مالمو سويدن ١١ اپريل ٢٠٢٦) چي تر دغه عنوان لاندي خپره سوې ده او د سويډن...