Homeخبرونهطالبانو په افغانستان کې د بي‌بي‌سي ایف‌اېم راډیويي خپرونې موقتاً بندې کړې

طالبانو په افغانستان کې د بي‌بي‌سي ایف‌اېم راډیويي خپرونې موقتاً بندې کړې

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۰ مه) بي‌بي‌سي د سې‌شنبې په ورځ ویلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د دغه رسنیز بنسټ ایف‌اېم راډیويي خپرونې ځنډولې دي. بي‌بي‌سي زیاته کړې چې د دې ستونزې د حل لپاره له طالب چارواکو سره خبرې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د بي‌بي‌سي یوه ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي: «په افغانستان کې میلیونونه کسان د کره خبرونو او معلوماتو لپاره پر بي‌بي‌سي تکیه کوي او موږ له چارواکو سره د دې ستونزې د حل لپاره کار کوو.»

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران ویلي چې د بي‌بي‌سي فعالیتونه د «پرله‌پسې سرغړونو» له امله «د لنډ مهال لپاره» ځنډول شوي دي.

نوموړي د دغو سرغړونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د ازادي راډیو او د امریکا غږ اشنا خپرونې بندې کړې وې چې لا هم بندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...