تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۰ مه) د اقتصاد په برخه کې د ۲۰۲۶ کال نوبل جایزه دوو امریکايي څېړونکو او اقتصادپوهانو، مایکل وډفورډ او رابرټ هال ته، د «لوی اقتصاد د ثبات لپاره د کوچني اقتصاد د بنسټونو» په اړه د څېړنو له امله ورکړل شوه.
دغو دوو څېړونکو د لوی اقتصاد د نویو ماډلونو په وړاندې کولو سره د پولي او مالي سیاستونو پر مټ د زیانمنو اقتصادي بدلونونو د ښه کنټرول په اړه څېړنې کړې دي. د دوی کار له پالیسي جوړوونکو سره مرسته کړې چې د اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره اغېزمنې لارې چارې ومومي.
د سویډن د شاهي علومو اکاډمۍ د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۲مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغو دوو اقتصادپوهانو ته د داسې نویو ماډلونو د جوړولو له امله جایزه ورکړل شوې چې د اقتصادي رکودونو او نورو هغو کړکېچونو په اداره کولو کې مرسته کوي چې په دودیزو لارو یې مخنیوی ستونزمن وي.
د اقتصاد د نوبل جایزې د کمېټې په وینا، د دغو ماډلونو پر بنسټ، د مالي او پولي سیاستونو په برخه کې پر وخت اقدامات کولی شي شدیدې اقتصادي بېثباتۍ راکمې کړي.
۸۳ کلن رابرټ هال د سټنفورډ پوهنتون او ۷۱ کلن مایکل وډفورډ د کولمبیا پوهنتون استادان دي. دغو دوو څېړونکو د نویو اقتصادي ماډلونو څېړنه په جلا توګه پیل کړې وه.
د جایزې د ارزونې کمېټې ویلي چې د هال او وډفورډ په ماډلونو کې دا هم څېړل شوي چې کورنۍ او سوداګریز بنسټونه د خپلو پرېکړو او کړنو له لارې پر اقتصاد څه اغېز کوي.
د جایزې د کمېټې مشر یون هاسلر په یوه اعلامیه کې ویلي: «د دغو ګټونکو لاسته راوړنو د هغو ماډلونو لپاره پیاوړی نظري بنسټ برابر کړی چې نن ورځ یې په ټوله نړۍ کې مرکزي بانکونه او حکومتونه کاروي.»
وډفورډ د جایزې د اعلان پر مهال له خبریالانو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل: «دا راته د حیرانتیا وړ وه، خو ډېر ښه احساس لرم.» هغه زیاته کړه چې د دې «ستر ویاړ» په ترلاسه کولو دومره خوښ دی چې احساس کوي په جامو کې نه ځایږي.
د کولمبیا پوهنتون دغه استاد ټینګار وکړ چې که څه هم نظریو یې پر پالیسي جوړوونکو د پام وړ اغېز کړی، خو هغه هېڅکله خپلې نظریې د کومې ځانګړې سیاسي اجنډا د پرمخ وړلو لپاره نه دي جوړې کړې.
د اقتصاد جایزه د نوبل یوازینۍ جایزه ده چې د سویډني ساینسپوه الفریډ نوبل د وصیتلیک په پنځو جایزو کې نه وه یاده شوې.
دا جایزه په ۱۹۶۸ کال کې د سویډن د مرکزي بانک په مالي مرسته رامنځته شوه. خو د کیمیا او فزیک د نوبل جایزو په څېر، د دې جایزې ګټونکي هم د سویډن د شاهي علومو اکاډمي د هماغې ټاکنیزې کړنلارې له مخې غوره کوي.
تېره اوونۍ د جنوبي افریقا حقوقپوهې ناوي پیلای د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او کاناډایۍ ـ ایسلنډۍ لیکواله این کارسن د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکې اعلان شوې وې.
د اقتصاد جایزه هم د نورو نوبل جایزو په څېر د ویاړ سند، د سرو زرو مډال او د یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو نغدي جایزه لري.
د اقتصاد د نوبل جایزې د ګټونکو په اعلان سره د ۲۰۲۶ کال د نوبل جایزو لړۍ پای ته ورسېده.
د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د نوبل کمېټې په ورځ اعلان وکړ چې فرانسوي ساینسپوه هانري کاګان او جاپاني ساینسپوه کنسو سوای په ګډه د ۲۰۲۶ کال د کیمیا د نوبل جایزه وګټله.
دواړو ساینسپوهانو ته دا جایزه د نامتقارن عضوي ترکیب په برخه کې د غیر خطي اغېزو او ځانکټالیز د کشف له امله ورکړل شوې ده.
د دوی څېړنو د مالیکولونو د هندسې په اړه د پوهې په پراختیا او د درملو په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.
د نوبل د سولې له جایزې پرته چې په اسلو کې ورکول کېږي، نورې ټولې د سویډن په ستاکهولم کې ورکول کېږي.