جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+یو موټی کجورې| ژباړن: حیات ژوند

یو موټی کجورې| ژباړن: حیات ژوند

«یو موټی کجورې» کیسه په عربي ژبه په ۱۹۶۴ کې «د زیَّن واده» ټولګه کې چاپ شوې ده. په دې ټولګه کې ټولټال درې داستانه راغلي. «یو موټی کجورې» د طیب صالح (۲۰۰۹ – ۱۹۲۹) د نورو کیسو په شان په کلیواله او بېوزله سیمه کې پېښه شوې ده. صالح پخپله هم بېوزلی و. کیسه لنډه ده؛ خو د خلکو د ارزوګانو او د کلتور و فکري اړخ ډېر موضوعات رانغاړي. طیب صالح چې ډېر عمر يې په لوېديځ یا غرب کې تېر کړی، د درېیو کلتورونو زوی دی: عربي، افریکايي او غربي. نوموړي ته د عربي داستان نابغه وايي. «یو موټی کجورې» له انګرېزي پښتو شوې ده.

طیب صالح

یو موټی کجورې/ لیکوال: طیب صالح

هغه مهال ډېر کوچنی وم، ان دومره چې نه پوهېدم څو کلن یم. دومره مې په یاد دي، چې کله به چا له خپل نیکه سره ولیدلم، پر غومبري به یې وسکونډلم او زما پر سر به یې د مینې لاس را وکاږه، ها کار چې زما له نیکه سره یې نه کاوه. عجیبه خبره دا چې هېڅکله له خپل پلار سره بهر نه وتلم؛ خو نیکه به مې چې هر چېرې ته، له ځان سره يې بیولم. یوازې سهار مهال نه، سهار به جومات ته د قرآن زده کولو لپاره تلم. جومات، سین او روڼ ډګر؛ دا ټول زموږ په ژوندانه کې فرهنګي او تاریخي میراث و. زما په عمر ډېری ماشومان به چې کله جومات ته د قرآن زده کولو لپاره تلل، سونګېدل به؛ خو زه به په مینه تلم. دلیل يې دا و – په دې کې ذره شک نشته – چې په سبقونو کې تکړه وم او شیخ به تل راته ویل چې پاڅم او د قرآن یو سورت تلاوت کړم. کله به چې کوم مېلمه جومات ته راغی، زما پر سر به یې لاس راکاږه او پر غومبری به یې په مینه وسکونډلم، کټ مټ هغه شان لکه له نیکه سره به چې وم او خلکو به ورته کار کاوه.

هو، جومات مې خوښېده، سین هم. کله چې به سهار د قرآن لوست ختم شو، لرګینه تخته به مې مور ته په چټکۍ ور وغورځوله او په بېړه به مې به سهارنۍ له ستوني تېره کړه او په سین کې د څو غوپو لپاره به مې ور ودانګل. چې له لمبا به ستړی شوم، د سین پر غاړه به کېناستم، د اوبو څپو ته چې د اکېشیا ونې له لویې تنې شا ته به پټې شوې، ځير به شوم. واک به مې خپل تصوراتو ته ورکړ او دا تصویر چې یو عظیم قوم د ونې له هغې تنې شا ته اوسېږي؛ دنګ او نري وګړي، سپینې ږیرې او نرۍ پوزې، زما د نیکه په شان. کله به مې چې نیکه د چا پوښتنې ته ځوابه وایه، د پوزې څوکه به یې د شهادت په ګوته وټپوله او پر ږیرې [به یې لاس وکاږه]، نرمه او سپینه ږیره، لکه مالوچ. په ژوندانه کې مې تر اوسه هغسې نګه سپین او ښکلی څیز نه دی لیدلی. نیکه مې هم ښه دنګ سړی و، په ټوله سیمه کې مې لا داسې څوک نه دی لیدلی، چې له نیکه سره مې مخامخ شي او پورته ور ونه ګوري او نه مې داسې لیدلي، چې کله کور ته ننوځي، هغه د وره په لخکي کې سر ټيټ نه کړي او په ذهن کې مې لکه د اوبو څپې چې د اکېشیا له لرګي راتاوېږي، راوستلې. زه مینه ورسره کوم او ځان په هغه کې وینم، کله چې لوی شم، دنګ او نری لکه هغه او په لویو ګامونو ګام اخیستل [غواړم].

زه باورمن یم، چې تر ټولو ګران لمسی یې یم. شک نه لرم، ځکه زما د تره زامن بېړاګان دي او زه – هغوی وايي – ځیرک ماشوم یم. پوهېدم چې نیکه مې کله غواړي وخاندي او څه وخت غواړي غلی اوسي. د هغه د لمانځه وختونه مې په یاد و، مُصله به مې ورته راوړه او کوزه به مې به له اوبو ورته د اوداسه لپاره ډکه کړه، بې له دې چې ما ته ووايي. کله به يې چې بل کار نه لاره، د قرآن کریم تلاوت به مې ورته په موزن غږ کاوه او خوند به يې ترې اخیست او له څېرې یې پوهېدم چې اغېزمن شوی دی.

یوه ورځ مې د خپل ګاونډ مسعود په هکله ترې وپوښتل. نیکه ته مې وویل: «ګومان کوم چې زموږ ګاونډی مسعود دې ښه نه اېسېږي؟»

هغه د پوزې پر څوکه ګوته تېره کړه او ويې ویل: «ډېر لټ سړی دی، داسې خلک مې نه خوښېږي.»

ورته ومې ویل: «لټ څه ته وايي؟»

نیکه مې څه شېبه سر ټيټ نیولی و، بیا يې د پراخ میدان پر لوري سترګې ونیولې او ويې ویل: «د سارا له څنډې د نیل تر غاړې دا پرته ځمکه ګورې؟ سل فدانه[1]، د کجورو دا ټولې ونې وینې؟ اکېشیا، سنت او سایال ونې؟ دا ټول د مسعود په ورغوي کې وې، له پلاره ورته میراث پاتې وې.»

له هغې چوپتیا په ګټې اخیستو چې زما پر نیکه خپره شوې وه، له هغه مې مخ پراخې ځمکې ته واړاوه، هغه ځمکه چې په کلماتو راته تعریف شوې وه. له ځان سره مې وویل، زه يې څه کوم، د کجورو دا نیالګي، ونې یا دا شودیاره ځمکه. یوازې پر دې پوهېږم، چې دا ځمکه زما د خوبونو او لوبو یو ډګر او میدان دی.

نیکه مې خبرې وغځولې: «هو، زویه، څلوېښت کاله مخکې دا هر څه د مسعود و، دوه پر درې برخه يې اوس زما دي.»

دا ما ته نوې خبره وه. ما فکر مې کاوه، چې دا ځمکه د خدای له خلقت راهیسې زما د نیکه ده.

[نیکه بیا وویل]: «کله چې مې په دې کلي کې لومړني ګامونه واخیستل، یو فدان ځمکه مې هم نه وه، مسعود د دغو ټولو شتمنیو مالک و. اوس حالت اوښتی، که څه هم، او فکر کوم مخکې له دې چې خدای مې ځان ته وبولي، پاتې درېیمه برخه به یې هم زما وي.»

نه پوهېدم، ولې داسې وشول چې د نیکه خبرو مې ووېرولم او له ګاونډ مسعود سره مې خواخوږي پيدا شوه. غوښتل مې نیکه مې چې څه وویل، کاش نه وای کړي. د مسعود سندرې رایادې شوې، خوږ غږ او پياوړې خندا چې د اوبو له شرهار سره يې ورته والی لاره. نیکه هېڅکله نه خندل.

له نیکه مې وپوښتل، چې مسعود ولې خپله ځمکه وپلورله.

«ښځې». نیکه دا کلمه په داسې انداز ادا کړه، چې ګویا ډېر خطرناک څیز دی. زویه، مسعود له ګڼو ښځو سره واده وکړ. هر ځل يې چې واده کاوه، پر ما يې یوه یا دوه فدانه ځمکه پلورله. ما له ځان سره حساب کتاب وکړ، چې مسعود به له شاوخوا نوي ښځو سره واده کړی وي. بیا د هغه درې مېرمنې رایادې شوې او د هغه زوړ او پرېوتی ظاهر، کمزوری خر، زوړ زین او د مسعود ګلابیه[2] چې لستوڼي يې شلېدلي وو. ما دا ټول درلودل، خو زما فکر په بله واوښت، کله چې یو سړی له لرې زموږ پر خوا مخ په رانژدې کېدو و، ما او نیکه مې یوه او بل ته وکتل.

مسعود وویل، نن د کجورو حاصلات راټولوو، راځې؟

ما احساس کړه، چې هغه د نیکه ورتګ نه غواړي. نیکه مې په غبرګو پښو ودرېد، ومې لیدل چې سترګې یې ورو ورو وځلېدې. زه یې له لاسه ونیولم او د مسعود د کجورو حاصلاتو ته ور وخوځېدو.

یوه کس زما نیکه ته زنګ وهلې کرسۍ راوړه، زه ولاړ وم. ګڼ خلک راټول وو. سره له دې چې [تقرییاً] ټول مې پېژندل، د څو دلایلو لپاره مې مسعود ته وکتل. هغه له دغو ګڼو کسانو ګوښی ولاړ و، داسې چې د حاصلاتو اندېښنه يې خپله اندېښنه نه وي، که څه هم د کجورو حاصلات ټول د ده پخپله و. کله کله به پاس له ونو د راغورځېدونکو کجورو غږ د ده پام واړاوه. یو ځل يې پر یوه ماشوم چې د کجورو د ونې دپاسه ناست او په تېره لرګي يې د کجورو څانګې وهلې، چیغې کړې: «پام کوه، د ونې زړه مه پرې کوه.»

هېچا يې خبرو ته پام ونه کړ، هلک هم د ونې دپاسه ناست او خپل کار يې په بېړه او غورځنګ کاوه، چې څانګې سره وخوځوي او کجوري لاندې را وغورځوي، داسې لکه یو څه چې له جنته راغورځي.

زه د مسعود د عبارت په اړه فکرونو په سر کړم، «د ونې زړه». ما وانګېرله چې د کجورو ونه احساس لري، یو څه چې زړه لري او زړه یې دربېږي. ما ته د مسعود یادونه رایاده شوه، چې یوه ورځ مې د تازه رسېدلې ونې له څانګې سره لوبې کولې: «زویه، د کجورو ونې د انسانانو په شان دي، خوند خوشالي او کړاو احساسوي.» ما هغه وخت دروني او کمعقله شرمندګي احساس کړه.

کله مې چې یو ځل بیا هوارې ځمکې ته چې زما تر مخ غوړېدلې وه، وکتل، خپل ملګري مې ولیدل، چې د مېږیانو په څېر د ونو پر تنو ورټول دي، کجورې راټولوي او ډېری يې خوري. کوټې کوټې کجورې راټولې شوې وې. خلک مې ولیدل، چې کجورې یې تللې او په جوالونو کې یې اچولې، زما په حساب دېرش کڅوړې یا جواله شول. د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوه، یوازې سوداګر حسین، د کروندې مالک موسی زموږ ختیځ لوري ته ولاړ وو او دوه نور سړي چې تر اوسه مې هېڅ نه وو لیدلي.

پيکه شانته خرهاری مې واورېد، ومې لیدل چې نیکه ویده شوی دی. مسعود ته مې پام شو، چې له خپل دریځه نه دی اوښتی، یوازې دا چې کوچنی خلی يې به خوله کې اچولی او د داسې سړي په شان چې له خوړو موړ وي او نه پوهېږي د خولې له مړۍ سره څه وکړي، ژويي یې.

نیکه مې ناڅاپه راپاڅېد، په غبرګو پښو ودرېد، د کجورو غونډ ته ورغی. په هغه پسې سوداګر حسین هم و، د کروندې مالک موسی او دوه نااشنا کسان زموږ تر څنګ ولاړ وو. مسعود ته مې وکتل، چې زموږ خوا ته کرار راروان دی، د داسې وګړي په شان چې غواړي شا ته لاړ شي؛ خو پښې يې مخې ته زور کوي. هغوی د کجورو له غونډ او کوټې کرښه راتاو کړه او په کتلو یې بوخت شول. ځینو یې یوه دوه کجورې پورته کړې، ویې خوړلې. نیکه ما ته یو موټی راکړې او په ژوولو مې يې پيل وکړ. مسعود ته مې وکتل، کجورې يې په دواړو لپو پورته کړې، پوزې ته يووړې او بېرته وګرځېد.

بیا مې ولیدل، چې هغوی د کجورې کوټې په خپلو منځو کې سره بېلوي. سوداګر حسین لس غونډه د ځان کړل، هر نااشنا کس هم پنځه پنځه. د کروندې مالک موسی چې زموږ ختیځ اړخ ته ولاړ و، پنځه کوټې د ځان کړې، نیکه مې هم پنځه خپلې کړې. مسعود ته مې وکتل، چې سترګې يې کیڼ اړخ ته د هغو موږکانو په څېر چې سوړه یې ورکه کړې وي، واړولې.

نیکه مې مسعود ته وویل: «ته مې اوس هم پنځوس پاونډه پوروړی یې، ورورسته به حساب کتاب وکړو.»

حسین خپل مزدور ته غږ کړ، دوه خره يې راوستل. دوو نااشنا کسانو هم اوښان راوستل او په کجورو یې بار کړل. یوه خره اونګارې پيل کړې، چې ورسره یو اوښ هم وترهېده. له مسعود سره مې خواخوږي وپارېده. [انګېرم چې] لاس ور اوږدوم او د هغه جامې لمسوم. هغه مې واورېده، د هغه د ستوني خرهاری، لکه پسه چې د حلالولو پر مهال خرهاری کوي. د ځينو نامعلومو دلایلو له مخې مې په سینه کې نری درد احساس کړ.

زه له خپل ځایه څه اندازه لرې لاړم، د نیکه غږ مې واورېده، نارې يې راپسې کولې. پښه نیولی شوم، بیا مې بېرته خپله لار ونیوله. هغه مهال مې احساس کړه، چې له نیکه مې کرکه کېږي. لا ګړندی شوم، لکه یو راز چې دننه راسره لېږدوم او غواړم ځان ترې خلاص کړم. د سین غاړې موړ ته چې د اکېشیا ونو تر شا تېر شوی وو، ورسېدم. بې له دې چې په دلیل يې وپوهېږم، ستونې ته مې ګوتې واچولې او هغه کجورې چې خوړلې مې وې، ومې ګرځولې.

[1] فدان (Feddan): په مصر، سوډان، سوریه او عمان کې د ځمکې د اندازه کولو واحد دی. یو فدان څه باندې یو جریب (۱٫۰۳۷) ځمکه کېږي.

[2] ګلابیه (Galabia): په شمالي افریکا کې د نارینه وو مروجې ارتې لمن‌والې جامې دي. دا جامې د نیل درې دودیزې جامې هم دي. زموږ د پښتو د نارینه وو جامو ته ورته یو څه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب