دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهسریلانکا په ۵ ویکټونو او ۶۶ منډو بنګله دېش مات کړ

سریلانکا په ۵ ویکټونو او ۶۶ منډو بنګله دېش مات کړ

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۹ مه) د کرکټ د اسیايي جام سیالیو په دوهمه ورځ نن د سریلانکا ټیم، بنګله دېش ته په ۵ ویکټونو او ۶۶ توپونو ماتې ورکړه.

د بي ګروپ په دې سیالۍ کې، چې د سریلانکا په پالیکیلې لوبغالي کې وشوه، لومړی بنګله دېش بیټنګ وکړ.

بنګالي لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل. دوی په داسې حال کې چې ټول اورونه نه وو لوبولي، د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۱۶۴ منډې جوړې کړای شوې.

سریلانکا ته که څه هم اسانه هدف ټاکل شوی و، خو لومړي دوه لوبغاړي یې ژر وسوځېدل او بنګله دېش ته یې څه نا څه هیلې بیدا کړې چې سریلانکايي لوبغاړي به هم د دوی په شان ژر وسوځي. خو سریلانکا دا هدف په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو په ۳۹ اور کې پوره کړ.

تر دې دمه د اسیايي جام دوه مسابقې شوي چې په الف ګروپ کې پاکستان او په بي کې سریلانکا د دوو – دوو امتیازونو خاوندان شوي دي.

سبا به د هند او پاکستان غښتلې لوبډلې مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب