Homeخبرونهبدخشان کې ترافیکي پېښې ۶ طالبان مړه او ۲ نور ټپيان کړي

بدخشان کې ترافیکي پېښې ۶ طالبان مړه او ۲ نور ټپيان کړي

تاند: (جمعه، د وږي ۱۰ مه ) په بدخشان کې د طالبانو چارواکو د یوې ترافیکي پېښې پر مهال د دوی د یوه قومندان په ګډون د ۶ تنو د مړینې او ۲ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ د اعلامیې له مخې، یاده پېښه په یاوان ولسوالۍ کې پرون پنجشنبه هغه مهال وشوه چې د دوران خیورس په نوم دغه قومندان د کورنۍ له غړو سره د خپل زوی واده ته روان و چې هایلکس موټر یې چپه شو.

دوران خیورس په راغ کې د طالبانو د یوه کنډک قومندان و.

نور وژل شوي څلور نارینه او یوه ښځه ښودل شوې ده.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره څو ځله د دوی یو شمېر چارواکي او منسوبین په ورته پېښو کې مړه شوي دي.

په افغانستان کې د ښادۍ او سیاحت پر مهال د ترافیکي پېښو له امله مرګ ژوبله یوه عامه ستونزه ده، چې ډېر ځله ملکي وګړي هم پکې قرباني کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...