چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعراروښاد استاد محمد صدیق پسرلي ته/جیلاني جلان !

اروښاد استاد محمد صدیق پسرلي ته/جیلاني جلان !

زرین خوب

څوک به مرور حالت له یو بل سره وتړي؟

څوک به اور اوبه غاړه غړۍ کړي چې ګلونه شي؟

څوک به زمانو ته په لمنو نغمې وکري؟

څنګه به دردونه  پیغامونه سرودونه شي؟

څوک د نۍ کوڅه کې رڼې څړیکې غږولی شي؟

څوک ماته شپیلۍ په هنري ګوتو وهلی شي؟

څوک به پستور په وچو للمو اورولی شي؟

څوک به په تیارو باندې سپیدې راخیژولی شي؟

څوک به زرغونې جامې له  خړو خاورو واغوندي؟

څوک به بخملینې صحراګانې تاندې  وساتي؟

څوک به د ګلپاڼو په مخ پروت شبنم سندره کړي؟

څوک به تاندې تاندې ښکلاګانې تاندې وساتي؟

تمه او  دمه د لروبر د نظرونو وه

ها د دنګو دنګو خیالو دنګه ماڼۍ ورانه شوه

ها هستي چې زړونو ته چینه د خوږې مینې وه

ها په یوې ورکې او اوږدې لاره روانه شوه

وړانګې یې نسکورې په سلګیو په سیلیو کې

تتې مو هېندارې د جوهرو پسرلی اوده

مړاوی د پښتو دشعر وطن مو مړاوی مړاوی شو

اخ په زرین خوب شو دغزل  دسر سړی اوده

          سیدجیلاني جلان

              ۲۵ مرغومی ۱۳۹۲

            کابل – د اروښاد پسرلي صیب د مړینې په ورځ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب