دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعپسرلى صاحب له افراطيت سره په جګړه كې/ عصمت قانع

پسرلى صاحب له افراطيت سره په جګړه كې/ عصمت قانع

د نورو په څير نه شم ليكلاى، چې نن د غم د زغم توان نه لرم، اخ او واخ هم نه شم كولاى، خو يو ښځېنه عادت لرم هغه هم د اوښكو د تويولو، له تېرو پنځلسو ورځو راهيسې مې د يوه بد خبر د اورېدلو لپاره غوږونه څك نيولي و او سترګې مې نمجنې وې.

د لېمو پر اسمان مې وريځو خپل غوړولى پيڅولونه لا پخوا نښتيځلي وو او د سترګو كسي مې وچ شوي وو.

غضنفر صاحب ته مې وويل چې ډهلي ته تګ بې فايدې دى، د استاد د روغتيا په هكله مې د طبي رپوټونو له مخې اميدونه په نا اميدي بدل شوي وو، خو غضنفر په دې باور وو چې ښه ده څو د تدواوي او علاج لپاره وروستۍ انساني هڅه هم وكړو، سبا به مو پر زړه ارمان نه وي پاتې، چې كه ډهلي ته تللى واى، ممكن علاج به شوى واى.

په هر صورت، استاد د ژوندانه بار له اوږو وغورځاوه، استاد خپل ستړي هډونه د خپلې خاورې په نمجنه غيږ كې استراحت ته وسپارل.

هغه د يوه مطمئن وجدان او ارام ضمير له پانګې سره د ژوندانه له مخې څخه رخصت شو، نن داسې څوك نشته چې ووايي، پر پسرلي باندې د بدو قرض لرم، زه يې ازار كړى يم، زما پر مادي او معنوي حق يې تيرى كړى، له هېواد او خاورې سره يې د وفا پر ځاى جفا كړې ده.

داسې څوك نشته چې ووايي، پسرلي له ځان سره د ګلونو پر ځاى د اغزو ځولۍ درلوده.

 داسې څوك نشته چې ووايي، پسرلي صاحب د ښكلاګانو له تعريف سره د بدرنګيو د تبليغ لپاره هم لفظونه درولودل.

پسرلى صاحب پوره ۶۵كاله د ژوند د ښكلاګانو پر تابلو باندې هغه رنګونه وشيندل چې د انسان د نيكمرغه او سعادت مترجم رنګونه وو او پوره پنځه اتيا كاله يې ژوند وكړ.

زما په خپل ادبي او سياسي ژوندانه كې دوه تنه داسې معلمان درلودل چې زما د افراطي افكارو مست نيلۍ يې د اخلاقو په قيضه باندې مهار كړ.

يو يې محمد صديق پسرلى وو او بل يې صاحبزاده حبيب الرحمن قلندر مومند وو ، دواړه د پښتو د معاصر غزل سرلاري ول، دواړه د پښتو نثر د نوي سبك ايجادګران وو، د قلندر صاحب سوانح ليكونكي وايي، چې قلندر مومند په خپل سياسي ژوندانه كې زياتې فكري مرحلې تيرې كړې وې، د ځوانۍ په لومړيو كې اورپكى كمونيسټ وو، بيا د پاچاخان پر پله روانو شو، د پاچاخان لاره يې هم پرېښوده او كله چې دنيا سړه جګړه د افغانانو د وينو په زور باندې توده كړه، نو قلندر قادياني شو، خو محمد صديق پسرلى د قلندر مومند برخلاف يو متعادل متفكر وو، د قلندر په نسبت يې د سياست پر ځاى له ادب سره مينه وپالله او د معقولو انساني خيالاتو د پاللو له لارې يې  د اصلاحاتو لپاره نه ستړى كيدونكى كار وكړ.

د ژوند تر پايه پورې يې يوه لاره پالله، د ښكلا لاره، د ژوند د حيا لاره، د انسان د شرافت د بقا لاره.

زما خوشبختي دا وه چې له ارواښاد پسرلي صاحب سره مې په داسې وخت كې وپيژندل چې د افراطيت په توپاني څپو كې مې د ژوندانه بيړۍ په تيندكونو وه.

په پېښور كې د وينو د تويدلو لپاره هره خپرونه ځانګړې وه او نوي نسل د قيامت تر ورځې پورې جګړه فرض بلله.

په همدې وخت كې د پېښور په كاكشالو له مرحوم پسرلي صاحب سره اشنا شوم، دهغه مشر زوى امان الله ساهو مې داسې انډيوال شو چې كرۍ ورځ به يو ځاى سره ګرزيدو.

كله چې به كورته ورنغلم، نو ساهو به خپله راپسې راغى او په زوره به يې له ځان سره بوتلم، له پسرلي صاحب سره په ناستو كې به ما هيڅكله هم د خپلو افراطي اعتقاداتو له اظهاره څخه نټه نه كوله.

خو مرحوم پسرلي صاحب به په ډېره حوصله مندۍ سره زما خبروته غوږ نيولى وو، هيڅكله زما خبرې نه ردولې، خو په خپل منطق به يې داسې خواږه نغښتي وو چې د خپلو اعتقاداتو پر اظهار به يې پښمانه كړم.

پسرلى صاحب، د امكاناتو په نه شتون كې د سپيدې مجله را وايستله همدا سپيدې مجله وه چې د وچ كليشه يي جنګ طلبه تبليغات يې د معقوليت پر لور رامات كړل.

د لومړي ځل لپاره په جهادي ادبياتو كې د افراطي تبليغاتو ځاى ادبي ژانرونو ته خالي شو.

ځوانو ليكوالو، د لنډ داستان ليكل زده كړل، د لنډ داستان پر ليكلو باندې انتقادي بحثونه پيل شول او د فكري اختلاف د زغم فرهنګ خپله څيره او جوله راښكاره كړه چې ورو ورو دغه څيره پر ټولو فرهنګي مواسساتو باندې وغوړيدله، د شعر سوژه له جګړه ييز حالت څخه ووتله او هنري رنګ يې واخيست، د دې ترڅنګ د نورو ادبي ژانرونو مسلكي او حرفوي قالبونه د پيژندګلوۍ صحنې ته وړاندې شول او ځوانو ليكوالو ادبي قالبونو ته د خپلو ليكنو د وراچولو لپاره بډې را ونغاړلې.

د استاد محمد صديق پسرلي ژوند د افغان وطن د ملي سواد د تعميم او عموميت د مبارزې يو اوږد داستان دى چې ما غوندي بيسواده انسان يې د معرفي كولو توان او سېكه نه لري، ارواښاد محمد صديق پسرلى نن زموږ په مينځ كې نشته، خو هغه به په پيړيو پيړو له خپلو سترو انساني افكارو سره پر افغاني سواد، فرهنګ او كلتور باندې يو اغېزمن فصل وي.

زموږ راتلونكي نسلونه به دا ولولي چې افغانانو په ډېرو بدو وختوو كې هم د افراطيت پر ځاى د انساني نيكمرغۍ د معقوليت افكار پاللي او روزلي دي او ددغو افكارو لپاره يې نه ستړي كيدونكي مزلونه وهلي دي.

ارواښاد استاد، غزلې، داستانونه، ناولونه او نظمونه به زموږ په تاريخ كې هغه سندونه او ثبوتونه وي چې د افغان وطن مدني درنښت او احترام به په ثبوت رسوي، خدى ج  دې استاد په جنت  كړي، امين يارب العالمين.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب