شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ساینس فېکشن او فولکلور

ساینس فېکشن او فولکلور

دغه بحث زما  د (فولکلور پوهنه) له  ناچاپ کتابه را واخستل شو.په دې  باب  دادبیاتو فلسفه کې هم بحث شوی دی د زياتو معلوماتو لپاره يې کتلی شئ

 دوکتور لعل پاچا ازمون

 پیلیزه
ساینس فېکشن یو پاراډوکسي ترکیب دی چې له ساینس او فېکشن څخه رغېدلی دی. ساینس پر علمي تجروبو ولاړ دی. فېکش یو تخیلي او هنري توکی دی. دغه ترکیبي نوم د تخیلي دنیا تجربې په ساینس ورګډوي.
د یو شمېر ساینسي تجربې تر شاه فېکشنونه پراته دي. فېکشن د ساینسي تجربو لپاره د فکر ور پرانزي. پر همدې بنسټ ساینس فېکشن د ولسي ذهني تجربو یو عمل دی.
څرنګه چې په دغه بحث کې ولسي پوهه او تخیلي تجربې ګډې دي، نو فولکلوري بحث ګڼل کېږي.
دلته غواړو چې په دې څپرکي کې د همدغه ترکیبي نوم لغوي، اصطلاحي شننه، مخینه یې او په ادب کې یې څرکونه څرګند کړو.

د ساینس فېکشن لغوي شننه

د ساینس فېکشن بحث اوسنی، خو وجود یې پخوانی دی، له دوو کلمو څخه رغېدلی نوم دی، ساینس او فېکشن، دغه دواړه نومونه یو د بل ضد او پاراډوکس دی.  ((… فېکش پخپله ادب دی . ساینس فېکشن یو تخیلي حرکت دی، فېکشن کیسه، داستان او حتی شعر ته وايي. فېکشن تخیل دی، واقعیت نه دی. ساینس بیا پوهه ده…)) ( ازمون، لعل پاچا، ۱۳۷)
 ساینس په علمي او عملي تجربو ولاړه، ثبوت شوې پوهه ده.
د ساینس فېکش شالید
د دې لپاره چې ساینس فېکش وپېژنو اړینه ده چې مخینه یې وګورو: ((  د ساینس فېکشن نوم په لومړي ځل ویلیم ویلسن په ۱۸۵۳م وکاراوه.  ویلیم په دې اند و چې دغه معلوم څېزونه تر شا یو تخیلي حرکت لري. علم هغه څه بلل کېږي چې په تجربو سره انسان له عادي حالته وباسي.
دغه کلمه ورو ورو دود شوه، خو په ننني مفهوم دغه کلمه یو فرانسوي لیکوال چې ژوروین نومېږي ده  په ۱۹۲۷ کال کې په یوه اخبار همداسې وکاروله.  ژوروین د علمي داستانونو شکسپیر دی. دلته له علمي داستانونو نه موخه هغه څه وو چې په داستان کې به په علمي سویه بحث کېده، خو دغه کلمه بیا را وروسته په ۱۹۴۰ م کال کې د ساینسفکشن په نامه وکارېده. په انګرېزي ژبه کې  ساینسفکشن ته عموما سایفای وايي. ځينې کره کتونکي سایفای له ساینسفکشن نه ولسي یا عامیانه بولي.
… ساینس فېشکن څنګه را منخته شو؟ دې پوښتنې که ځواب وایو، نو خبره داسې را سپړو چې دغه مفهوم په شعوري توګه را منخته شوی دی، په شعوري توګه یعنې څنګه؟ کله چې ځینې مفاهیم د کلیسا له وېرې او حکمرانۍ پر مهال په عادي ادبیاتو کې نه شول را منځته کېدای، نو د بیان لپاره یې لیکوالو یوه خیالي دنیا تصور کړه، دوی دغه مهال د خپلو خبرو لپاره خیالي واقیعتونه جوړ کړل، په دې برخه کې لومړنی کس د توماس مور یوتوپیا کیسه یادولی،  شو. ده دغه کیسه په ۱۵۱۶ کې لیکلې ده دا کیسه بیا محمد جان په۱۹۰۷ کال کې پښتو ته را ژباړلې، په لیکني ادب کې په پښتو کې د ساینس فېکشن لومړني بېلګه ده.
همداسې دا لړي نورو بهرنیو لیکوالو وپالـله. په دغو لیکوالوکې چې د ساینس فېکشن معنوي ژانر یې په رښتینې بڼه وړاندې او ثبوت کړ هغه  ژول ویر  دی. ده په لسګونو داسې داستانونه ولیکل  چې علمي تجربې  یې  څو کاله وروسته رښتیا شوي دي. د اوبتل لومړنی سفرچې محمود طرزي هم په دری ژبه ژباړلی دی،  د ژول ورن په کتاب کې راغلی دی. وروسته تخنیک هغه شی جوړ کړی دی او عملي بڼه یې موندلې ده. سپوږمي ته سفر هم د ژول ورن یو بل اثر دی چې  انسان ته د سپوږمۍ ختلو لار ښيي، لومړی ځل  اپولو فضا ته لاړ، په سپوږمي کې کېنه ناسته خو پر مدار یې وګرځېده او بېرته راکېوته، نو عکسونه یې ځمکې ته راغله.
ساینسفکسن نورې بېلګې هم لري، لکه  نورو سیارو ته سفر او… د نوې ټکنالوژۍ له برکته مزلونه را لنډ شول او د انسان پر ژوند یې ښه اغېز وښنده. د ټکنالوژۍ په برخه کې همدا روبوټونه هم د ساینسفکشن یو ښه بېلګه ده.)) ( ازمون، لعل پاچا ( ۱۳۹۹) د ادبیاتو فلسفه، ۱۳۷)

د ساینس فېکشن اصطلاحي شننه

 ساینس حقیقي او مادي وجود دی، ساینس زموږ د وجود یوه برخه ده، په څه مانا؟ ساینس د انسان په ژوند کې مادي او حقیقي وجود لري.
 د خدای په دنیا کې چې څه موجود دي، ساینس د هغه حقیقت ښيي، ژوند کې چې څه پراته دي، هغه راسپړي او حقیقت ته یې رسوي، ساینس په حقیقي تجربو او معلوماتو ولاړ دی.
فکشن بیا تخیلي افسانه ده، دغه تخیلي افسانه او هغه حقیقت چې مادي اړخ لري او د انسان په ژوند کې پروت وي؛ دا یو له بل سره یوځای کول پراډوکس دی، کله چې موږ فېکشن یادوو، فېکشن نه زموږ موخه هغه تخیلي کیسې دي چې د انسان له ژوند سره راغلي دي، خو حقیقت نه لري، فېکشن ادبیات دي، د خلکو ذوق او  د ژوند هنري تجربې راښیي.
په فېکشن کې بېلابېل ذوقونه، اړخونه او تخیلي مسایل شامل دي، خو په ساینس کې بیا د انسان هغه تجربې چې په ژوند کې پرتې دي، هغه حقیقت ته رسول دي.
مثلاً: موږ د شیدو خبره کوو، شیدې یو توکی یا څیز دی، په شیدو باندې یو عمل ترسره شوی، مستې ترې جوړې شوي، بل عمل پرې ترسره شوی، شړومبې ترې جوړې شوي او ورسره کوچ او بیا همداسې غوړي لاسته راغلی دي.
دغه ټولې عملیې په ژوند کې موجودې دي او دا حقیقت ته رسوي چې له شیدو کوم، کوم څیزونه رامنځته کېږي؟ دغه تجربې ساینسي دي، دا فېکشن نه دی، تجربې زموږ د ژوند برخه او د پوهې کچه څرګندوي، نو د خدای په دنیا کې چې څه موجود دي، هغه حقیقت ته رسول د ساینس کار دی.
فېکشن  هغه تخیلي افسانې یا تجربې دي چې هغه د انسان په ذهنیت او هنري تجربو پورې تړلي دي، دی په خپلې تجربه او کیسه کې داسې ورک وي چې هلته یوه ساینسي تجربه ترسره کېږي او دی په هماغې کې بوخت وي، خو کله چې دی راویښېږي، بیا هېڅ نه وي، دا یو تخیل وي. نه هغه تجربه وي، نه هغه ساینسي تخیلي تجربه وي، هېڅ نه وي، سپین میدان وي، دا ساینس فېکشن دی، ځکه دی په هغو تخیلي تجربو یا افسانو کې ډوب و چې یوه ساینسي تجربه یې ترسره کړې وه خو کله چې له تخیلي حالته راووت، نو نه هغه تجربه وه او نه بل څه، دغه ساینس فېکشن دی.
بېلګه به یې ورکړو:
مریخ ته زه په تخیل کې خېژم، مریخ کې ژوند او د ژوند شرایط ګورم، پلټم یې، هلته څاه باسم، اوبه ترې پورته کوم، همداسې ویالې جوړوم، بیا د کرکیلي هڅه کوم، تخم کرم، بیا له کر کیلې نه فصل او حاصلات لاسته راوړم، دغه حاصلات هلته د پیر و پلور بازار رامنځته کوي، ددغو حاصلاتو نه طبیعي بوټي، دارو، درمل او د ژوند نورې تجربې جوړېږي، بالاخره دغلته یو ژوند رامنځته کېږي، دا ټولې تخیلي تجربې وې چې په ساینسي بڼه مخکې تللي دي، خو کله چې حقیقت ته خبره راځي نو دلته هېڅ نه وي، یوازې او یوازې یوه تخیلي دنیا انځور شوي وي، خلکو ته وړاندې کېږي، خو حقیقت نه لري.
که چېرته پر دغو تجربو ساینس خپلې حقیقي تجربې ترسره کړي او هغه حقیقت ته ورسوي؛  دا بیا ساینس فېکشن نه ، ساینس دی.
ساینس فېکشن تر ساینسي تجربو او حقیقت موندنې وړاندې هغه تخیلي او افسانوي تجربې دي چې انسان جوړې کړي دي او حقیقت ته نه دی رسېدلي، خو کله چې یوه تجربه حقیقت ته ورسېده؛ بیا ساینس فېکشن نه دی، یوازې ساینس دی.
ساینس فېکشن په تخیل کې سیاینسي تجربې تر سره کول دي.
په بل عبارت یې داسې هم ویلی شوو: هرڅه چې له مادي موجودیته وړاندې په افسانوي بڼه موجود وي او حقیقت و نه لري، دا ساینس فېکشن دی، خو کله چې حقیقي ژوند ته راځي او په تجربو حقیقت ته رسي؛ ساینس دی، ځکه چې افسانوي شکل یا فېکشن یې نور له منځه لاړ.
خوشال بابا وایي:
ته مې وژنه، د قصاص اندېښنه مه کړه
د خپل خون په تور به ونیسم یو بل څوک
دې بیت ته اوس ګورو، په دې بیت کې( ته مې وژنه، د قصاص اندېښنه مه کړه)
زه مړ شوم چې زه مړ شوم، بیا د خون په تور څوک څنګه ونیسم؟ زه خو مړ یم، دا په حقیقت کې ذهن نه مني، خو دا یو عمل دی، یا تخیل دی چې انسانانو ته ورکړل شوی دی او هغوی پرې ذوق هم خړوبوي، خوند ترې اخلي او په هغې کې مصروف وي، دا اوس یوه تخیلي دنیا ده چې انسان مصروف ساتي.
ساینس فېکشن همدغسې تخیلي تجربې یا افسانې دي چې د انسان ذهن مصروف ساتي، خوند ترې اخلي او همداسې په پند کې روان وي، معلومات ترې اخلي، ټولوي یې خو کله چې د حقیقت خبره راځي؛ هغه حقیقت نه لري، بلکې د حقیقت پر وړاندې وي.
یوه بله بېلګه هم ورکولی شو:
سمندر په څپو دی، دا وخت یو سړی لرګی ګوري، لرګی د اوبو په سر روان دی، دلته تخیل، د سمندر څپې او لرګی دواړه ذهن ته راولي او تجربه پرې ترسره کوي، له دغه لرګي نه چې د اوبو پر سر روان دی، دی له دغه لرګې د انسان د ژغورنې لپاره ګټه اخلي، په لرګي کښېني او د سمندر له څپو نه ځان ژغوري، دا یوه افسانه جوړېږي، په لرګي تجربه یوه کښتۍ ده، دا نوې په ساینسي تجربو عصري کښتۍ چې لا نه وه رامنځته شوې او دغه ډول فېکشن د انسان په ذهن کې و، هغه یې په افسانوي شکل وړاندې کړ، دغه فېکشنونه چې ده پرې تقریباً ساینسي تجربې ترسره کړې وې، لا حقیقت ته نه وې راغلې، نو ساینس فېکشن و، خو کله چې کښتۍ جوړه شوه، دا ساینس شو، ځکه خبره حقیقت ته ورسېده، بیا نو ساینس فېکشن نه دی.
په دې افسانو کې داسې راغلي چې سپاهیان روان وي، جګړه وي، په دې منځ کې یو سپاهي ناروغه کېږي، ناروغي یې ډېره زیاتېږي، تبې یې نیسي، لړزېږي، غورځي، د یوې ونې سیوری دی، اوبه روانې دي، خو دا سړی همدلته غورځي، دا نور ملګري ورته وایي چې بس په تا راغلې ده، خدای ته به ځان وسپارې، دوی ترېنه حرکت کوي، دا سړی همدلته پرېوځي، یو وخت تږی کېږي، اوبو ته لاس کوي، اوبه څښي، لږه، لږه سا پکې راپیدا کېږي، همداسې پسې لږې نورې څښي. هلته بوټي دي، د هغه شور او خوند هم په دې اوبو کې دی، ورو، ورو دا سړی په دمه کې راځي او حرکت کوي، وجود یې سپکېږي، هغه درد نه محسوسوي، پښې یې حرکت شروع کوي، ځغاسته کوي او په هماغو خپلو ملګرو پسې روانېږي.
یو وخت هغه تللي خلک نیسي، هغوی چې مخ را اړوي، ګوري؛ ملګری یې را روان دی، ورته وایي:
– ته څنګه روغ شوې؟ ته خو نور مړ کېدې.
هغه دا کیسه ورته کوي چې:
– اوبه مې وڅښلې، بیا مې وڅښلې، هغو اوبو را ته ژوند وباښه، په هغو اوبو کې بوټي وو، زه یې دغه دی جوړ کړم.
تر دې ځایه چې دا کیسه کوي، هلته اوبه وې او بوټي وو، دی یې څښي او بیا په حرکت راځي، دا ساینس فېکشن دی، یعنې دی خپله افسانه څرګندوي او په هغه کې فېکشنونه یا  تخیل ښیي. کله چې ډاکتران دا خبرې یا تخیلي افسانه اوري، سره  کېني، بوټی راښکاره کوي، اوبه ګوري او په دې بیا لابراتوري تجربې ترسره کوي، له لابرتواری تجربو وروسته ترې ارو درمل جوړوي چې هغه د تبې لپاره په کارېږي. دغه حقیقت ته رسېدنه ساینس شو، یعنې ساینس فېکشن په ساینس واوښت.
په پخوا زمانو کې خو د ساینسي تجربو له لارې ثابت دارو درمل نه وو، زیاتره خلکو درمل د خپلې پوهې او تجربې نه جوړول، دلته ذهنیت او فېکشنونه وو چې د هغه له مخې به یې په افسانوي یا تخیلي طریقه باندې دارو درمل برابرول، کورنی طب همداسې رامنځته شو، مثلاً د بوټو او ګیاوو نه به د بېلابېلو ناروغیو لپاره د درملو په توګه ګټه اخیستل کېده.
تردغه وخته پورې ټولې تجربې تخیلي وې، د انسان د ذهنیت ساینسي اړخ چې  په کې شامل و، دغه ساینس فېکشن و، کله چې پر دغه بوټو لابراتوري تجربې ترسره شوې او له هغه نه یې دارو درمل جوړ کړل او په حقیقت باندې واوښتل، نو ساینس فېکشن خپل ځای ساینس ته پرېښود.
په همدې ډول دغه څیزونه او د انسان تخیلي تجربې په افسانوي بڼه په ادبیاتو کې منعکس شوي دي، نو دې ته ساینس فېکشن وایي.
په پښتو ادبیاتو کې د ساینس فېکشن څرکونه نه ښکاري، لا هم چا هڅه نه ده کړې چې په دې برخه کې ځانګړي اثار ولیکي، ساینس په ژوند او مادي دنیا کې حقیقت لټوي. وګورئ، تر برېښنا او ټلېفون وړاندې تخیلي تجربې څه وې؟ څه ډول له رڼاوو استفاده کېده؟ هغه افسانې چې خلکو به ترې د تخیلي تجربو له لارې استفاده کوله او لا حقیقت ته نه وې رسېدلې، ساینس فېکشنونه وو، خو کله چې ددغسې تجربو لاندې راغله او هغه حقیقت ته ورسېدې، بیا ساینس شو.
د دغه مادي موجود تر شا یوه تخیلي تجربه پرته ده، هغه تخیلي تجربې چې لا هم د خلکو په ذهنیت کې موجودې وې، دغه ساینس فېکشنونه وو خو چې کله له تخیل نه وزګار شوي، بیا هغه تجربه نه وي، ترې  هېره وي، همدغه فېکشنونه وو، خو کله چې تجربه حقیقت ته ورسېده، بیا ساینس شو ، نه ساینس فېکشن
ساینس فېکش او فولکلوري ادب
د ساینس فېکش لومړنی څرک په ولسي اسطورو او نکلونو کې وینو، په ټپو کې دغې برخې ته یوازې نغوته شوې ده.
د لومړني انسان ذهنیت په تېره د ماشوم حرکت دا را څرګنده کړې چې تخیل یا فېکشن د ساینسي تجربو لپاره لاره برابروي. کله چې انسان پر تخیل ساینسي تجربې وکړې نو: په پایله کې یې ساینس رامنځته شو، ساینس فېکش د انسان هغه لومړنی ذهني حرکت دی چې لا عملي بڼه یې نه ده موندلې، په افسانوي بڼه شته، خو د عملي بڼې لپاره یوه مفکور ده.
((… د ادب اغېز پر ساینس اوږده مخینه لري، په ګړني ادب کې یې بېلګې کتلی شو چې د ادب له اغېزه ساینسي تجربې شوې دي، تخیل په عملي بڼه ښودل شوی دی. د ساینس فېکشن په برخه کې مو دغه یادونه وکړه.
له ټولنیز ژونده داسې ښکاري چې لومړی ادب را منځته شوی دی، ادب ساینسي مفاهیم وړاندې کړي دي، ادب ارمان و، ارمان تخیل و، کله چې تخیل په تفکر اوړي او د علمي تجربو له لارې د انسان په ژوند کې د تخنیک او فلسفې له لارې بدلون راولي، دا ساینسي تجربې دي. اسمان ته چې موخه یې سپوږمۍ ته ختل دي، دلته کل ذکر شوی یا ظرف ذکر شوی مطلب ترې جز یا مظروف دی، نو وروسته دغه تخیلي تجربه په فکري یا علمي تجربو بدله شوې ده. دا ادب  دا اغېز له اساطیري یا لومړني ژونده را پیلوو. په اساطیرو او ساینس فېکشن کې داسې ډېرې بېلګې شته چې  اغېز یې د انسان پر روان، فلسفي، ټولنیز او تخنیکي ژوند څرګند دی.
له فولکلوري روایاتو یا ولسي ادبه اخوا په لیکني ادب کې هم داسې اثار لرو چې تخیل او تفکر یې په علمي تجربو بدل شوی دی او په پایله کې یې د انسان د ژوند په پرمختګ او د ټولنې په رغښت او سمون کې یې خپل ځانګړی ځای ښودلی دی.
په ولسي نظمونو او نثري نکلونو کې موږ داسې بېلګې لرو چې پر ساینس یې اغېز کړی دی. د جلات خان او محبوبې کیسې ته ځو، جلات خان د دې لپاره چې د محبوبې  کلا ته ننوځي، یو بېدم جوړوي. کیسه داسې ده چې جلات خان له  زرګر سره شاګردۍ ته کېني. دی زرګري زده کوي او بیا ددغه فن له مخې یو حیوان جوړوي، وروسته دی په دې حیوان کې ننوځي، په همدې حیوال کې دی د محبوبې کلا ته ځي، دلته د انسان په واسطه د حیوان جوړښت یوه مفکوره را منځته کوي چې په عقیدوي لحاظ خو خالق الله دی، نو انسان څنګه حیوان رامنځته کولی شي، د حیوان دغه تخیل په تفکر او علمي تجربه داسې ثابېتېږي چې د انسان ذهن چې الله خلق کړی، دی کولی شي چې تخنیکي وسایل چې د حیوان کار ورکوي، جوړ کړي، لکه ننني ربوټونه. دلته د جلات خان نکل پر ساینس نامستقیم اغېز کړی دی.
د توماس مور یوتوپیا چې پر ۱۵۱۶یې  لیکلې ده. فرانسوي لیکوال سیرانودبیرژوناک سپوږمې ته د سفر او لمر ته د سفر په نامه دوه داستانونه ليکلي دي، دغو داستانونو هم پر ساینسي دنیا خپل اغېز ښندلی دی. همداسې پسې  فرانسس ګلدوین ( انسان په سپوږمۍ کې) کیسه لیکلې ده او همداسې نور هم پسې در واخله.  په دې ټولو کې د ژول ویر نوم زیات ځلند دی چې په خپلو داستانونو کې یې داسې ساینسي خبرې کړي چې وروسته بیا رښتیني شوې دي. بېلګه یې د اوبتل لومړنی سفردی تخنیک وروسته دغه شی جوړ او عملي کړی دی . په دې برخه کې مو وړاندې هم یادونه وکړه.  په بالون کې سفر هم یوه کیسه ده چې پنځه تنه په یوه ورکه جزیره کې رالوېږي، په دغه جزیره کې بل څه نشته، دوی مجبور دي چې خپل ځان ته وسایل ایجاد کړي. نو دوی د هغې جزیرې له له شتو امکاناتو نه ګټه اخلي او  داسې تخنیکي وسایل جوړوي چې د دوی ژوند اسانه کړي. دا هغه تخنیکی وسایل دي چې تر دوی پخوا نه وو. )) ( ازمون، د ادبیاتو فلسفه، ۱۴۶)
په پښتو کې د ساینس فېکشن یوه بله بېلګه د موسی خان او ګلمکۍ په نکل کې هغه برخه ورکولی شوو چې: موسی خان سودايي شو، ځنګل ته لاړ، کله چې د سهیلي پاچا لښکرو ګلمکۍ تښتوله، نو ده پسې خلک لاړل او د ګلمکۍ تښتول یې ور ته یاد کړل، ده له لرګي اس جوړ کړ او په د سهیلي په لښکرو پسې ووت. دلته له لرګی نه د اس جوړول، ساینس فېکشن دی.
ساینسي تجربو بیا پر نیمه ولسي او لیکني ادب هم خپل اغېز ښندلی دی، په دې برخه کې شهکارونه رامنځته شول.
(( … ساینسي تجربو د انسان ذهن پیاړي کړ، یوې نوې دنیا ته یې بوت، له زړو او کلیشه یي خبرو یې ورو ورو نویو خبرو او مسایلو سره هم عادت کړ، د انسان ذهني تجربې له چاپېرچل یا بهرنۍ نړۍ خړوبېږي، بهرنۍ نړۍ نه موخه هغه څه چې د انسان له ذهنه بهر دي، کله چې دده ذهن ته راځي، تجربې پرې کېږي، دغه تجربې ښکلاییز ذوق له طبیعت نه په تقلید په نویو ایماژونو یا تصویرونو کې په دویمه بڼه وړاندې کوي، واقعیت هغه  څه دي چې د هنري تصویر یا تجربې نه بهر دی، کله چې ذهني تجربه پرې وشوه، دا د واقعیت دویمه بڼه یا تصویر دی، اصل نه دی، اصل یا واقعیت هغه څه دي چې بهر دي. د ساینس تجربې هم چې کله را منځته شوي او خپرې شوې دي، نو حساس ذهنونه یې تخنولي، دغه ساینسي تجربې په هنري تجربو اوښتي دي.
… ساینسي پرمختګونو د انسان شعور او هنري ذوق را بیداره کړ، فکري او ذهني کچه یې لوړه کړه، په نړۍ کې د سیالۍ فرهنګ وغوړېده، دا سیالي په بېلابېلو بڼو وه، زموږ ولسي شاعر ملنګ جان ددنیا ساینسي پرمختګ د خپلو خلکو تمبل ذهن ته یو پېغور ګرځولی او هڅه یې کړې چې ددغه پېغور له لارې ټولنه تعلیم او پرمختګ ته وهڅوي.
… تاسې ګورئ دې دنیا او دې جهان ته
دې کوښښ او دې غیرت او دې وجدان ته
خیال لري چې په سپوږمۍ کې وداني کا
پاس له ځمکې په هوا زندګاني کا
خیال لري چې په سپوږمۍ کې وداني کا
پاس له ځمکې په هوا زندګاني کا
مو تر اوسه لا په خاورو کې توغړېږو
د سود خورو سود خورئ نه نه خلاصېږو
څلور سوه کاله مخکې زما ګرانه
امریکا ده کشف شوې واوره ما نه
نن یې فکر اسمانونو ته ختلی
تر مریخ او عطارده رسیدلی…
که د ساینس مخینې ته لاړ شو، نو شلمه پېړۍ د تخنیک او ساینس د پېړۍ په نوم نومول شوې ده، تر دې وړاندې د ساینسي تجربو لپاره تخیلي دنیا وه، کله چې په نړۍ کې ساینسي تجربې زور مومي، او دا د نولسمي پېړۍ وروستی او  د شلمې پېړۍ پیل دی، نو د لیکوالو پر ذهن ساینسي تجربې هم اغېز ښندي، دغه اغېز ښندنه د ادب پر معنوي او لفظي فورم هم اغېز  ښندي… ))( ازمون، لعل پاچا، د ادبیاتو فلسفه، ۱۴۳)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب