پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپېښور کې يو فرهنګي مرکز د اتڼ زده کولو کورس پيلوي

پېښور کې يو فرهنګي مرکز د اتڼ زده کولو کورس پيلوي

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏پیښور کې د « مفکوره» په نوم يو فرهنګي مرکز د اتڼ زده کولو کورس پيلوي.

دغه مرکز په يوه خبرتيا کې د اتڼ زده کولو له نيږدې مېشتو مينه والو غوښتي، چې په دې کورس کې برخه واخلي.

مخکې ياد شوي مرکز او د « هنر کور » په نوم يوه بل فرهنګي مرکز په پښتونخوا کې د موسیقۍ زده کولو کورسونه پيل کړي وو.

يو شمېر پښتنو ځوانانو له دغو مرکزونو غوښتي، چې په دغو کورسونو کې د انلاين ګډون زمينه ورته برابره کړي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره فرهنګي او هنري فعاليتونه سخت متضرر شوي.

فرهنګي فعالان په دې شرايطو کې له پښتونخوا څخه د پښتو فرهنګي او هنري فعاليتونو د دوام او پراختيا لپاره په ډېرو هڅو ټينګار کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...