شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهداعش د کابل د پرونۍ پېښې مسووليت پر غاړه اخیستی

داعش د کابل د پرونۍ پېښې مسووليت پر غاړه اخیستی

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏د داعش ډلې خراسان څانګې د بهرنيو چارو وزارت مخې ته د پروني برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

داعش د طالب چارواکو برعکس، چې دغه پېښه چاودنه بولي وايي چاودنه، نه بلکې ځانمرګی برید يې کړی.

يادې ډلې په خپله یوه ویب پاڼه کې لیکلي، چې په ياد شوي برید کې ېې د طالبانو ۴۰ دیپلوماتان وژلي.

د داعش په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د دغه برید پر مهال د طالبانو چارواکي له بهرنيو ديپلوماتانو سره په خبرو بوخت وو.

د طالبانو يوه امنيتي وياند خالد ځدراڼ په پېښه کې د ۵ تنو وژل کيدل او د يو شمېر نورو ټپي کیدل تایید کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې تر لسو د دېرو کسانو عکسونه خپاره او ويل شوي، چې د چارشنبې ورځې د پېښې وژل شوي دیپلوماتان دي.

ځينو نړيوالو رسنيو په پېښه کې د شاوخوا ۲۰ تنو د وژل کیدو او همدومره نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په ايمرجنسي روغتون کې له ټپیانو سره لیدلي او د مالي مرستې تر څنګ ېې د دوی د ښه درملنې سپارښتنه کړې.

په کور دننه یو شمېر افغان سیاستوالو، طالب چارواکو او د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو ياده پېښه غندلې او طالبان یې د خلکو په امنيت ساتلو کې پاتې ګڼلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال مهاجر فراهي د فرانسې خبري اژانس ته منلې، چې د يادې پېښې پر مهال د طالبانو چارواکي په بهرنيو چارو وزارت کې دننه د چین دیپلوماتانو سره په خبرو بوخت وو.

1 COMMENT

  1. ظالمانو دا دیپلوماتان د ټالبانو نه ، بلکې د افغانستان دیپلوماتان ول . که هرڅوک قدرت ته ورسیږي ، هغوي مسلکي ، بېطرفه ، مسلمان ، افغان او پر وطن مین کسان دي . دیپلوماتان خپل وطن او خلکو ته کار کوي ، نه کومې ډلې ، ګوند او یا قوم ته .
    د قیامت په ورځ به دوی له تاسو نه د قرآن عظیم الشان په استناد پوښتنه کوي چې : بِأَيِّ ذَنۢبٖ قُتِلَتۡ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب