جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله خپلو امنیتي ادارو ته تر يوې مياشتې د تورنو...

ملا هبت الله خپلو امنیتي ادارو ته تر يوې مياشتې د تورنو کسانو د ساتلو اجازه ورکړې

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دوی امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده تر يوې مياشتې خپلو امنيتي ادارو ته د تورنو کسانو د ساتلو اجازه ورکړې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې يو پلاوی يې کونړ ته د سفر پر مهال د دغه ولايت لپاره د طالبانو استخباراتو ادارې ته ورغلی او د تورنو کسانو په اړه يې د ملا هبت الله سپارښتنې شریکې کړي.

سرچینه زیاتوي، چې ځايي چارواکو ته ویل شوي څو زندانیان شکنجه نه کړي، کورنیو سره د لیدو اجازه ورکړي او هم له یوې مياشتې ېې ډېر په بند کې ونه ساتي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه کې د طالبانو پلاوي دغه راز له تورنو کسانو څخه د جبري اقرار په مخنيوي هم ټينګار کړی.

د ورغلي طالب پلاوي مشر مولوي فضل الرحمن مجددي له ځايي چارواکو غوښتي، چې د ملا هبت الله اخندزاده دغه اوامر عملي کړي.

طالبانو نه دي ويلي، چې مشر ېې د کوم قانون په اساس تر يوې مياشتې د تورنو کسانو د زنداني ساتلو امر کړی.

مخکې د افغانستان په قوانينو کې امنيتي ادارو ته تر ۴۸ ساعتونو د تورنو کسانو د ساتلو اجازه ورکړل شوې وه.

1 COMMENT

  1. ملا لوطی هڅې احمقانه فرمانونه ورکوې چی دې افغانستان قانون سره مطابقت نلرې یو فرمان دې خپل ځان لپاره دې هم صادر کړې چی مخ دیوال ته کوې کونه دی خپل ملت ته اړوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب