چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهچاپیریال ساتنې ادارې د نوي صفا شرکت د تړلو امر وکړ

چاپیریال ساتنې ادارې د نوي صفا شرکت د تړلو امر وکړ

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژيم عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن په مشرۍ د دې ادارې د نظارت او تفتیش ټیم له‌خوا د کابل څرخي پله صنعي پارکونو کې د (نوي صفا) په نوم د فاضلابو د تخلیې شرکت فعالیت له نېږدې لیدلی.

د چاپېريال ساتنې ادارې په يوه اعلاميه کې راغلي:« یاد شرکت غیر معیاري او فعالیت یې د چاپېریالي اصولو خلاف و، د سیمې خلکو ترې ډیر شکایتونه کړي چې د ننني نظارت په ترڅ کې یې فعالیت بند شو او تر شنبې ورځې پورې وخت ورکړل شو چې خپل وسایل انتقال کړي.»

د چاپېریال ساتنې په دې اعلاميه کې له ټولو فابریکو، ښارګوټو، شرکتونو، اصنافو او لوړپوړیزو ودانیو له مالکینو غوښتي چې خپل فعالیتونه دې د چاپېریالي اصولو مطابق عیار کړي، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کیږي او هیڅوک بیا د شکایت حق نه لري.

د فاضلابو د تړل شوي شرکت مسوولینو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب