یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد پوتین ځانګړی استازی کابل ته راغلی

د پوتین ځانګړی استازی کابل ته راغلی

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کابل ته سفر کړی.

نوموړي نن د طالبانو د حاکمې ادارې د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه خبرې کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ملا متقي په حواله ویل شوي:« روسیه د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري. له روسي مننه کوو، چې په مسکو کې يې افغان سفارت ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.»

متقي وویل د دوی حکومت لېواله دی چې په مسکو کې خپل دیپلوماتیک حضور پراخ ‏او کچه یې هم لوړه کړي.

د طالبانو دغه وزیر د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سوداګریزو راکړو ورکړو هم خبرې وکړې او له روسي لوري يې وغوښتل چې دواړه هېوادونه پر هغو لارو چارو کار وکړي چې دوې اړخیزې سوداګرۍ ته وده ورکوي.

نوموړي له روسیې څخه د نفتو، ګازو او غنمو پر واردولو هم بحث وکړ او له روسي پلاوي څخه یې وغوښتل چې د ګمرکې تعرفې په برخه کې افغانستان سره ځانګړی چلن وشي.

د روسیې ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د پرونۍ پېښې له امله غمرازي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دښمنان هڅه کوي چې افغانستان ناامنه وي.

 کابلوف وویل، روسیه په افغانستان کې ثبات او پرمختګ غواړي او نه غواړي د غربي هېوادونو په څېر پر افغانستان نیوکې وکړې او په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه وکړي.

کابلوف زیاته کړه، چې روسیه نه غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه منزوي شي.

ده وویل، دواړه هېوادونه باید په دې اړه ګډې هڅې وکړي.

‏د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي وویل، هېواد به یې په ګڼو برخو کې افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

ده زیاته کړه، افغانستان د پاکستان، منځنۍ اسیا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په وده کې ګټور رول لوبولای شي.

طالب چارواکو په کابل کې د روسیې د سفارت د بیرته پرانیستلو په اړه د خبرو يادونه نه ده کړې.

ياد شوی سفارت د داعش ډلې د يوه برید له امله، چې یو شمېر دیپلوماتانو ته ېې پکې مرګ ژوبله اوښتې وه، څو میاشتې مخکې وتړل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب