جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهپه نادولتي موسسو کې د روغتيايي برخو ښځينه کارکوونکو ته د کار...

په نادولتي موسسو کې د روغتيايي برخو ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړل شوه

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏ خبري سرچينو ويلي، چې د طالبانو د روغتيا وزارت په نادولتي موسسو کې د روغتيايي برخې ښځینه کارکوونکو ته بيرته د کار اجازه ورکړې ده.

په جوزجان کې د روغتيا لپاره د طالبانو د ادارې رييس ذبیح الله حسیني ويلي، چې په دې اړه ورته د طالبانو له مرکزي ادارې نوی حکم ور رسیدلی دی.

د طالبانو د مرکزي ادارې چارواکو او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو چارواکو څه موده مخکې په نا دولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه، چې په غبرګون کې ېې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د بشري او نورو مرستو د ودرولو خبرداری ورکړ.

د طالبانو د ادارې چارواکي له دغو خبرداريو وروسته په نرميدو ښکاري او تمه کيږي، چې د دې پریکړې تر څنک به د ښځو پر وړاندې له ځینو افراطي پریکړو په شا شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب