پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+لنډه غر| دولت وزیري

لنډه غر| دولت وزیري

په هر هغه هېواد کې چې جګړې وي، ویجاړي وي، خپلسري وي، قانون ته درناوی نه وي او د ځنګله قانون په کې واکمن وي. هرو مرو به هلته وحشت، بربريت، انسان ته سپکاوى، داړه ماري، تعصب، جهل، قومپالنه او ښکاره بدمعاشۍ حکومت کوي. دا او دې ته د ورته کړنو عاملینو ته «لنډه غر» وایي.

که سمه وويل شي هغه بې لکۍ ښکرور ځناور چې په لیدو يې انسانان او انسانیت د شرم او وېرې احساس کوي لنډه غر بلل کېږي.

د لوږې، بېکارۍ، ویجاړۍ، جهالت او د سلګونو ناخوالو تر څنګ د جګړې یو بل ستر پیدوار د لنډه غرو زېږول دي.

نسکولو ماکیاویلي به ویل:

“جګړه غل او ډاکو را منځ ته کوي او سوله هغوی په دار خېژوي.”

غل او ډاکو همدغه لنډه غرو ته وايي، ځکه چې لڼده غر هم په ټولنه کې تعصب، وژنو، جهالت، کرکې او وحشت ته لمن وهي او په همدې روحیه او فکر د ټولنې خپلسري افراد روزي، تر څو دوی وکولای شي له دې لارې خپل طفيلي ژوند ته ادامه ورکړي.

د لڼده غرو لاسونه تل د بېوزلو په وینو سره، ایمان او وجدان خرڅوونکي، هر څه زما او د هېڅ شي د نه منلو سیاست کوونکي وي.

لنډه غر د کلتور، ژبې، تمدن، تاريخ، وطن، پرمختګ، انسان او انسانیت دښمنان وي. لنده غر تل ځان د ژبې، قومیت او مذهب تر چتر لاندې پټوي او له دې لارې د لنډه غرۍ ژوند اوږدوي. په حقیقت کې دوی د مذهب او پرمختګ دښمنان دي.

خو د اسلام په سپېڅلي باور کې وژل، رټل، ظلم، دروغ ویل، تعصب، قومپالنه، جهالت، غلا او وحشت ځای نه لري.

د لنډه غرو تر شا د سترو مافیایي ډلو په څېر عادي او عام خلک نه وي، بلکې د دوی تر شا غښتلي سیاسي څېرې، حکومتي لوړپوړي چاواکي او ډېر چټل او د ټولنې رټلي بدمعاشان وي او د دوی ساتنه او روزنه د دوی له خوا کېږي،

دوی یې د خپلو شومو موخو لپاره حمایه کوي او تل یې غښتلي ساتي. دوی دومره غښتلي او د واک خاوندان وي، چې هېڅوک د دوی پر ضد خپله خوله نه شي خلاصولی او نه څوک پر دوی د انتقاد حق لري، ځکه حکومت او قانون د دوی تر ولکې لاندې او د دوی په چوپړ کې وي، په داسې حالاتو کې هر څه چې د دوی زړه غواړي تر سره کولای شي او هېڅوک د دوی مخه نه شي ډب کولای.

 دوی د بدن د وينې په څېر د حکومت د بدنې په رګونو کې ځان ځای کړي وي. دوی دومره زورور او ظالم وي چې ټول ملت په رډو- رډو سترګو ورته ګوري خو له لاسه یې څه نه کېږي.

ملت د خپل ځان او مال د ساتلو توان هم له لاسه ورکوي، ځکه په کوچنۍ خبره دوی رټل کېږي او د ژوند له کولو څخه محرومېږي.

لنده غر او لنده غریزم خو څه پیریان نه دي او نه له بلې نړۍ راغلي دي، هغه څوک چې افغانیت نه مني، تذکره، پاسپورټ، ملي سرود، ژبه، سرشمېرنه، تاریخ، تاریخي ویاړونه، او ملي ترمینالوژي نه مني، بغاونونه کوي، واحد مرکزي حکومت چلنجوي او د هېواد د تجزيې خوبونه ګوري، په خپله د خطرناکو مافیايي ډلو په څېر تل د ملت پر اوږو بار او د انساتیت دښمنان وي، همدغه په خپله لنډه غر دي.

له بده مرغه زموږ په هېواد کې لنډه غر چې ټوپکسالار، جنګسلار، ډاکو، کوتک مار او ډوزمار هم ورته وایي، دوی هم د تپل شوې او منحوسې جګړې پیدوار دي. دوی په هېواد کې تل قومي، ژبني او مذهبی تعصب ته لمن وهلې، ځانونه یې په دروغو د ژبې، قوم او مذهب ساتونکي بللي او له دې لارې يې د خسک په څېر د خلکو وينې کش او ځان يې پرې پړسولی دی.

د بهرنیو استخباراتې کړیو لپاره هم دغه ډول کسان د پام وړ وي، ځکه د څو پيسو په بدل کې دوی هغه څه ترسره کوي، چې انسان او انسانیت يې په کولو شرمېږي.

په نوره نړۍ کې د جګړې وروسته د جنګسلارانو اولادونه د ټولنې د نورو وګړو په څېر لویېږي، خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې د لنډه غرو اولادونه هم لنډه غر او پر همغه پل پښه ږدي چې وایي:

“عاقبت ګرګ زاده، ګرګ شود

ګر چي با آدمی بزرګ شود”

که غواړو چې هېواد مو د پرمختګ د لوړو پوړیو پر لوري ګام پورته کړي او په نړۍ کې د سیالانو سره سیال شي، اړینه ده چې د سمتي، ژبني، مذهبي او قومي تعصب څخه ډډه وکړو. د یوه غښتلي مرکزي حکومت په جوړولو کې زیار وباسو، یو او بل ته درناوی وکړو او یو ویاړلی، واحد افغان ملت شو.

لنده دا چې:

لنډه غر او لنډه غریزم د هېڅ قوم، ژبې او مذهب استازي نه دي. دوی قومي او ژبني فاشیستان دي. دوی قوم، ژبه او مذهب د خپلو شومو موخو لپاره په کار وړي. دوی ټولنه د کویه په څېر له ننه څخه له منځه وړي او دوی د ټولنې د عزت او وقار دښمنان دي.

دروېش درانی وایي:

دې قتلګاه ته هره ورځ راځي پرې کړې ژبې

قاتل معلوم دی، څوک يې نه ږدي په لمن لاسونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب