جمعه, اپریل 26, 2024
Home+افراط او تفريط| دولت وزیري

افراط او تفريط| دولت وزیري

متل دی، وایي:

“یا نه کوي، یا د خره کوي”

ځينې انسانان دومره شریر او بد وي، چې نور خلک یې په اسانه له شرارت او بدۍ څخه ځان نه شي ژغورلای او بیا ځينې انسانان ځان دومره ځپلی ګڼي، چې تر څو یې په زور کومې خبرې ته راکش نه کړې له ځایه هم نه ښورېږي.

په ژوند کې دا دواړه حالتونه د منلو وړ نه دي. ځکه لومړی حالت ته افراط او دویم حالت ته يې تفریط وایي.

افراط او تفريط دواړه عربي کلمې دي.

 افراط یا فرط په کارونو کې له معمول حد څخه خارجېدلو ته وایي.

او تفریط د افراط متضاده کلمه ده، يانې په کارونو کې له حده ډېرې کوتاهۍ کولو ته وایي.

یا په بل عبارت په کارونو کې له معمول حد څخه پورته کړنو ته افراط او له معمول حد څخه په ټيټه کچه کړنو ته تفریط وایي.

د اسلام په سپېڅلي باور کې هم افراط او تفريط غندل شوي دي او تل په ټولو کارونو کې پر منځلارۍ او اعتدال ټینګار شوی دی.

په دوستۍ او دښمنۍ کې هم اعتدال په کار دی، ځکه کېدای شي یو مهال دې دښمن په دوست بدل شي. په همدې خاطر وايي، چې له بې عقل دوست څخه هوښیار دښمن ښه دی. ځکه هوښیار دښمن به دې تر وژلو وروسته نه بدرنګه کوي او د یوه شریر دښمن په څېر به دې لمر ته نه غورځوي.

خو ناپوه او جاهل دوست به دې تل په دښمنۍ اړوي، ځکه دا به د افراطې دوستۍ له مخې په هر محفل کې د ځان ښودنې په پلمه حق او ناحق ستا پلوي کوي.

افراط انسان د تباهۍ پر لوري بيايي، حتی په سخاوت او بخښلو کې او اعتدال مخکې له مخکې انسان ته د بریا زېری ورکوي.

دیني مسئله ده چې وایي:

“وخوره او وڅښه خو اسراف مه کوه.” همدغه اسراف په خپله افراط ته وايي.

څوک چې په کارونو کې له اعتدال څخه کار اخلي هېڅ وخت له ستونزو سره نه مخ کېږي.

د افراط مخه نیول د عقل په واسطه کېدای شي، ځکه افراط په عبادت، په دوستۍ، په دښمنۍ او په ژوند کولو کې ځای نه لري. ځکه وایي:

 “څوک چې کوم کار کوي مخکې تر مخکې باید فکر وکړي او ټول کارونه باید د عقل له مخې ترسره کړي.”

په انسانیت کې بخل، بیړه، کینه، وعده ماتول هم په افراط پورې تړي او وايي:

“بخيل تل خوار وي او د افراط له مخې بخښل هم د انسان ژوند ورخرابوي.”

او یا

“له دې څخه به لوی حماقت چېرې وي، چې انسان په بېوزلۍ کې ژوند وکړي او په شتمنۍ کې مړ شي.”

ځکه وایي: “بیړه د شیطان کار دی.”

 کینه ګر تل خپل ځان خوري، ځکه کینه هم د افراط یوه برخه ده. د اسلام په سپېڅلي باور کې هم کینه غندل شوې ده، خو دا په دې مانا نه ده چې دومره خوږ شي چې خلک دې خوی تېر کړي.

وایي:

په خبرو کولو کې هم باید له افراط او تفريط څخه ډده وشي. ځکه وايي:

دوه ځلې وګوره، دوه ځلې واوره، دوه ځلې لمس کړه او له ډېر فکر کولو وروسته لږې خبرې وکړه او داسې هم نه چې د خبرو نه کولو له امله د ګونګي لقب خپل کړې.

سخاوت، بخښل، د بېوزلو مرسته کول د نېکانو کار وي، خو داسې نه چې د ډېر سخاوت له امله سبا د بل چا د سخاوت په هیله شپې او ورځې تېرې کړې. او یا دومره کنجوس وي، چې د ډېرې کنجوسۍ له امله څوک دې په مجلس کې هم پری نه ږدي.

دا دواړه حالتونه د منلو وړ نه دي، ځکه دواړه حالته د افراط او تفريط سره سکني دي.

په عبادت کې هم افراط او تفريط ته ځای نه شته، ځکه د حلالې روزۍ پیدا کول، له کورنۍ او دوستانو سره وخت تېرول، د ځان د آرامتیا لپاره استراحت کول دا ټول د ژوند د ضروریاتو څخه شمېر کېږي.

که یو څوک د دې کارونو پر ځای هم عبادت ته ملا وتړي او ټول وخت د جومات په کونج کې تېروي، دې ته په عبادت کې افراط وايي او که یو څوک ټول وخت په عیش او په کارونو کې ځان بوخت وساتي او د عبادت پر وخت هم ځان په نورو کارونو مشغول کړي، دې ته بیا تفريط وایي. په اسلام کې دا دواړه حالته د منلو وړ نه دي.

لنډه دا چې په مينه، په ټوکو، په موسکا، به زړورتوب، په قناعت، په احتیاط او د ژوند په ټولو برخو کې له افراط او تفريط څخه ډډه کول هم د اسلام او هم د انسانیت غوښتنه ده. د بریا لاره هم په اعتدال کې ده، نه په افراط او تفريط کې.

ځکه وایي:

یا نه کوي او یا د خره کوي.

نه کول یې تفريط او د خره کول بیا افراط ته وایي.”

خوشحال بابا به ویل:

شريعت وايي چې ښه خوره ښه اغونده
په حلال او په حرام کوه پوښتنه
چې د چا په باغ کې گډ شې فهم وکړه
ناروا نظر يې مه کوه په ونه
که د تخت د پاسه کښېنې مبارک شه
خو ثابت په شريعت اوسه مينه
سل خونونه په فتوى په راويت کړه
خو له شرعې نه بيرون نه شې مومنه

د باغوان په اذن ونې ستا دي

چې روا نه دي نظر مه کړه په ونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب