پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهمتقي: په هېواد کې مثبت فعاليتونه له تر بل هر وخت زيات...

متقي: په هېواد کې مثبت فعاليتونه له تر بل هر وخت زيات شوي

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره ليدلي.

د‌ متقي د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي:« د ملګرو ملتونو استازې په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو او فساد سره د مبارزې په برخه کې له لاسته راوړنو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې نړیوالې ټولنې ته یې ‏په دې اړه مثبت پیغام رسولی دی.»

 اوتنبایوا زیاته کړې، چي له افغانستان سره به تل د ملګرو ملتونو مرستې دوام ولري.

طالب وزیر ملا متقي ویلي:« هېواد کې مثبت فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي، ملوک الطوایفي، فساد او مخدره مواد له منځه تللي دي.»

متقي زياته کړې، چې نړیواله ټولنه باید د دوی واکمنۍ ته د قدر په سترګو ورته وګوري او د هېوادوالو کنګل شوې شتمنۍ، بانکي محدودیتونه او نوري اړونده ستونزې حل کړي.

طالب وزير يادې څرګندونې په داسې مهال کړي، چې پرون د بهرنيو چارو وزارت مخې ته د ګڼو افغان ډیپلوماټانو په ګډون یو شمېر کسان په یوه پېښه کې ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول‌.

طالبانو ياده پېښه چاودنه وګڼله، خو داعش ډلې یې له مسوليت اخيستو سره وویل، چې ځانمرګی برید ېې کړی او ګڼو کسانو ته ېې مرګ ژوبله اړولې ده.

2 COMMENTS

  1. WE SAW MANY PROJECT IS IN KABUL START AND KABUL CITY GET REAL FACE.
    VERY BEAUTIFUL.
    THANKS FROM EMARAT ISLAMIC,
    ============================
    I HOPE PAY ATTENTION TO JALAL ABAD CITY TOO.
    JALAL ABAD CITY HAVE MANY DIFFICULTY.
    ROADS ARE DESTROIED,
    MORE PEOPLES SPECIAL CHILDREN WORKING IN STREETS.
    NANGAR HAR NEEDS TO REBUILD TOO
    THANK YOU

  2. مثبت فعالیت ته څه ته وایې د میخې کټیه؟ یو څو پلچکونه، لختي او سرک تورولو ته مثبت فعالیت نه ویل کیږي. خلک دې ډوډۍ نلري، کاروبار نشته، معاش نشته، تجارت نشته، صحي اسانتیاوې نشته او ته وایې فعالیت شوی. یواځې یو بدلون راغلی چې ږیرې او څڼې اوږدې شوي هغه هم په نهاره ګیډه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب