چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهملا برادر د شمالي ولايتونو د کانونو د استخراج په اړه بلخ...

ملا برادر د شمالي ولايتونو د کانونو د استخراج په اړه بلخ ته سفر وکړ

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن بلخ ته د سفر پر مهال د شمالي ولايتونو لپاره خپلو يو شمېر واليانو سره د کانونو د استخراج په اړه خبرې وکړې.

د ملا برادر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي:« نوموړي سره د کانونو او پټرولیم وزیر هم ملګری و، دوی د بلخ، سرپل، جوزجان او سمنګان له واليانو او د کانونو رئیسانو سره د کانونو د استخراج، انتقال او د قراردادونو د تطبیق په برخه کې د روڼتیا، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د پروسې چټکتیا، شفافیت او فني توګه د را ایستلو، په اړه خبرې او لازمې سپارښتنې ورته وکړې.»

 ملا برادر خپلو مسوولینو ته ويلي چې کانونه د دې هېواد سرمایه او د ملي عوایدو د جوړولو بنسټیزه سرچینه ده، د دې ملي شتمنۍ په ساتنه او د شفافیت په تأمین کې پوره هڅه وکړئ.

همداراز یې خپلو امنیتي مسئولینو ته سپارښتنه کړې، چې په اړوندو ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ته پوره توجه وکړي او هېڅوک يې د هڅو خنډ جوړولو ته پرې نږدي .

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ طالبانو د چين يوې کمپنۍ سره د آمو حوزې د نفتو د استخراج تړون لاسليک کړ.

د چين ځینو رسنیو انديښنه ښودلې، چې داعش ډله یې ممکن پانګوال په افغانستان کې هدف وګرځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب