شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونه« د داعش بریدونو تېر کال ۷۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې»

« د داعش بریدونو تېر کال ۷۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې»

تاند:( جمعه، د جدي ۲۳) ‏‏د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان په اړه په یوه راپور کې د تېر کال بشري او عمومي وضعیت ارزولی.

دغه سازمان د داعش د تېر کال د بریدونو په اړه ویلي، چې ۷۰۰ افغانانو ته ېې مرګ ژوبله اړولې ده.

په راپور کې د طالبانو د افراطي کړنو په اړه هم توندې نيوکې شوي او د دوی حاکمه اداره د ښځو او نجونو د حقونو په پراخ نقض تورنه شوې ده.

فقر او له خوراکي توکيو د لويه برخه افغانانو محروميت د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان بل لوی مشکل دی، چې د بشري حقونو د څار سازمان یې یادونه کړې ده.

سرچینه زیاتوي:« تر ۹۰ سلنې پورې افغانان غذايي امنيت نه لري.»

د بشري حقونو د څار سازمان دغه راز زياتوي، چې طالبان له هغو کسانو سره چې داعش او د دوی نورو ملګرو مخالفو ډلو ته په کار يې تورنوي سختې سزاوې ورکوي او ورسره په چلند کې بشري حقونو په پراخه توګه نقضوي.

طالبانو د دغه سازمان راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په عام ډول داسې راپورونه ردوي او پر خپل ضد تبلیغات ېې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب